په کندهار ښار کي د ملي بسونو د بيا فعاله کېدو پرېکړه وسوه

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-۲۶

کندهار، افغانستان- د مرستيال والي په مشرۍ د يوې جوړي سوي غونډي پر مهال په کندهار ښار کي د ملي بس د بيا فعاله کېدو پرېکړه وسوه.

په دې غونډه کي چي نن ماپښين د مرستيال والي د کار په دفتر کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ټرانسپورټ رئيس نجيب الله احمدي، د ملي بس د تصدۍ امر محمدعيسی او څو تنو نورو رئيسانو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي په کندهار ښار کي د ټرانسپورټي اسانتياوو په هکله هر اړخيزي خبري وکړې او ويې ويل چي د هيواد په ډېری ولاياتو کي ملي بسونه فعال دي، خو سره له دې چي کندهار يو لوی او ګڼ نفوسه ولايت دی، له ملي بسونو څخه استفاده نه کيږي. نوموړي وويل په ښار کي بايد د زرنجانو له بنديز سره خلکو ته ټرانسپورټي اسانتياوي برابري سي، تر څو د خلکو پر مخ پرتې ستونزي هواري سي.

ښاغلي شمسي زياته کړه چي د ملي بسونو له فعاله کېدو سره به د خلکو په وړاندي اقتصادي ستونزي هم هواري سي، ځکه ملي بسونه په اقتصادي لحاظ ډېر ګټور دي. نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چي په لومړۍ امتحاني دوره کي له عينو مېنې څخه تر شهيدانو چوک پوري دوه بسونه فعال کړي او ټينګار يې وکړ چي د بسونو د تګ راتګ لپاره بايد ځانګړی تقسیم اوقات جوړ سي او د لاري په اوږدو کي بايد مشخص سټېشنونه ولري.

ښاغلي شمسي يادونه وکړه چي په ښار کي د ملي بسونو د فعاله کېدو تر څنګ بايد خصوصي سکټور او د کاسټرونو نمايندګۍ تشويق سي، تر څو په ښار کي ټرانسپورټي لاينونه جوړ کړي، چي له دې سره به هم دغو نمايندګيو ته کار پيدا سوی وي او هم به خلکو ته ټرانسپورټي اسانتياوي مهيا سوي وي.

په غونډه کي اړوندو ادارو ته د دندو تر سپارلو وروسته پرېکړه وسوه چي په راتلونکو څو ورځو کي به څلور ملي بسونه په فعاليت پيل کوي. داراز د بولدک او کابل اډې د انتقال او د نوو اډو پر جوړېدو او د ښار په څلورو مهمو چوکونو کي د برقي ټرافيکي سيګنلونو پر جوړېدو مفصل بحث وسو.

د ملي بس د تصدۍ امر محمد عيسی وويل چي په راتلونکو څو ورځو کي به څلور ملي بسونه اماده کړي او د عينو مېني له مسوولينو سره به وږغيږي تر څو د هغوی په مشوره د عينو مېني له دوهمي فوارې څخه تر شهيدانو چوک پوري د بسونو تګ راتګ پيل کړي. هغه زياته کړه چي هڅه به وکړي تر څو غيرفعال ملي بسونه هم فعال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *