د چین تونل چې د نړۍ تر ټولو اوږد تونل ګڼل کېږي

تاند – چین په نړۍ کې تر ټولو د اوږده تونل د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې کړې دي. دغه تونل به د چین ختیځې برخې له شمال ختیځو سره ونښلوي او دغه تونل تر سمندر لاندې تیریږي.

د چین حکومت اعلان وکړ چې پر دې تونل به ۴۲ میلیاډه ډالر ولګوي.

د « چاینا ایکانومیک نټ» په نوم انټرنټ پاڼه څرګندوي چې د دې تونل اوږدوالی به ۱۲۳ کیلومتره وي. خو تر اوسه دا خبر نه دی ورکړل شوی چې کله به د دې تونل چارې بشپړیږي.

چین د دې تونل د پیلیدو د چارو اعلان په ۱۹۹۴ م کې کړی و خو هغه وخت یې ویلي و چې ۱۰ میلیارډه ډالر به پرې ولګول شي او کار به یې په ۲۰۱۰ م کې ترسره شي، خو چاینا ایکونومیک نټ وایي، چې لاهم د دغه تونل چارې په لومړني پړاو کې دي.

که دا تونل بشپړ شي، د چین د دو ښارونو دالیان او لیاونینګ تر منځ به سفر نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره رالنډ شي.

تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ټولو اوږد تونل په جاپان کې دی چې تر سمندر لاندې جوړ شوی او اوږدوالی یې ۵۴ کیلومتره دی. د جاپان د دغه تونل چارې په ۱۹۸۸ کال کې پیل شوې او پر جوړیدو یې شل کاله ولګیدل. د بریتانیا او فرانسې تر منځ هم د نړۍ یو اوږد تونل دی چې تر سمندر لاندې تیر شوی او د دې تونل اوږدوالی ۵۱ کیلومترو ته رسیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *