له شاوخوا شپږ میاشتني ځنډ وروسته د میدان وردګو ولایتي شورا اداري پلاوی وټاکل شو .

د میدان وردګو ولایتي شورا په دفتر کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له لورې نن ( سې شنبه) په جوړه شوې غونډه کې د دغه شورا ټول ۱۵ غړو دګډون سربیره د ولایت مرستیال او د یو شمېر نورو ادارو غړو هم برخه اخیستې وه .

د میدان وردګو ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسون رئیس ډاکټرنعمت الله وردګ وویل د ټاکنو د قانون سره سم د شورا اکثریت غړي حاضر دي او ټاکنو ته زمینه برابره ده،چې په ترڅ کې حاجي احمدجغفري او حلیمه عسکري د شورا مشرتابه،محمد مېرویس امیري او مسعود شینزي د مرستیالۍ او منشي توب لباره یې شریف الله هوتک او سیلۍ وردګ ځانونه نومولي وو.

د دغه ټاکنو په ترڅ کې له ۱۵رایو څخه د ۱۰ رایو په ترلاسه کولو حاجي احمدجغفري د رئیس،مسعود شینزي د ۹ رایي په ترلاسه کولو مرستیال او نفیسه سیالۍ وردګ د ۸ رایو په ترلاسه کولو سره د شورا د منشي په توګه وټاکل شوه.

تر دې وړاندې د دغه شورا لپاره د اکثره غړو د نه حاضریدو له امله حلیمه عسکري د مؤقتې رئیسې،میرویس امیري د مؤقت مرستیال او شریف الله هوتک د مؤقت منشي په توګه ټاکل شوي وو.

جوړې شوي غونډې ته اداري پلاوی ډاډ ورکړ،چې د ولسونو د خدمت په موخه به هر مهال نه ستړي کېدونکې هلي ځلي وکړي .

د ولایت مرستیال ښاغلي ذاکرحسین سلطاني د شورا له ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې د ټاکنو لباره حاضر او د دیموکراسۍ په فضا کې خپل اداري پلاوی وټاکلو.

ده د شورا له اداري پلاوی او غړو سره ژمنه وکړه،چې هر مهال یې ولایتي اداره همکارۍ ته چمتو ده او غوښتنه یې وکړه،چې دوی هم د ولایتي ادارې سره د ښې همغږۍ برابرولو لپاره باید هڅه وکړي .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *