په ۲۰۰ اړمنو او سیلاب ځپلو کورنیو د افغان ملي اردو له لوري د خوراکي توکو برابره شوې مرسته د ډاکتر مجددي او د قول اردو د قوماندان له خوا وویشل شوه.
د قرغیو ولسوالۍ اړوند د بیلا بیلو کلیو په ۲۰۰ اړمنو او سیلاب ځپلو کورنیو په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له لوري برابره شوې مرسته چې د هرې کورنۍ لپاره ۵۵ کیلو ګرامه خوراکي په کې شامل ول، وویشل شوه.
هغه مراسم چې په همدې موخه په یاده ولسوالۍ کې جوړ شوي ول، سربیره پر ډاکتر فضل الله مجددي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمدزمان وزیري، د همدې قول اردو د لومړۍ پلې لوا او د لغمان امنیه قوماندانانو، د قرغیو ولسوال، د ولایتي شورا رئیس او د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو په کې برخه درلوده.
د لغمان سرپرست والي په دغه مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د ولسونو سره یې د هر اړخیزې مرستې ترڅنګ نن د خپلې خولې مړۍ هم ور سره شریکه کړه. دغه راز ښاغلي مجددي له ولسونو هم وغوښتل تر څو د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ لا پسې قوي کړي.
د اړمنو او سیلاب ځپلو کورنیو په استازولئ هم دوه تنو د ولایت مقام او د قول اردو له رهبرۍ مننه وکړه چې همیشه یې د خپلو ولسونو لاس نیوی کړی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ۶۱۷ سیلاب ځپلو کورنیو د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې د بیلا بیلو مرستندویه ادارو له خوا برابرې شوې مرستې د لغمان د اضطرار کمیټې له لوري ویشل شوي دي.