د ملګروملتو د خاص استازي مرستیال د سولې بهیر د افغانستان په ګټه وباله

تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي مرستیال نن له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

د اجرايي ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، دواړو خواوو د سولې د پروسې ترڅنګ امریکا ته د ولسمشر او اجرايي رييس د راتلونکې اوونۍ د سفر او په انتخاباتي نظام او اورګانونو کې د اصلاحاتو په اړه هم خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د دفتر (یوناما) مرستیال دامیچي یماموتو د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو لپاره د هلوځلو زیاتېدا تایید کړه او هغه یې د افغانستان په ګټه وبللې.

ښاغلي یماموتو پر دې تاکید وکاوه چې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې پروسه دې د افغانانو او حکومت په مشوره او موافقه پرمخ یووړل شي.

د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو په انتخاباتي اورګانونو، سیستم او قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه څو د دوی په وینا خلک پر ولسواکۍ باور پیدا کړي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

1د اجرايي ریاست له یوې بلې خبرپاڼې سره سم، ښاغلي عبدالله نن /سې شنبه/ په افغانستان کې د ناټو له عمومي قومندان جنرال کمبل سره په کتنه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هغو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې چې دغو ځواکونو په هلمند کې د وسله والو مخالفانو په وړاندې په جګړه کې کړي دي.

دواړو خواوو د سولې د بهیر، د پاکستان او افغانستان د همکاریو او امریکا ته د ولسمشر او اجرايي ريیس د سفر په اړه هم خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *