پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د کب پر ۳- مه یې په کابل کې « په سیمه کې د عدم تشدد عنعنې» سیمینار ته وینا کوله، نو په افغانستان کې یې پر روانه جګړه، تشدد او تاوتریخوالي د امریکا متحده آیالات سخت ملامت کړل؛ دا يې هم وویل چې امریکایانو په
افغانستان کې د اډو په تر لاسه کولو سره د طالبانو پر ضد خپله دښمنې ختمه اعلان کړه او د دې مانا دا ده چې د طالبانو ډله د واشنګټن په خدمت کې وه.
حامد کرزي امریکا او بریتانیا له دې اړخه هم تورن کړل چې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې په هدف یې له دین څخه ناوړه استفاده وکړه او دغه راز پاکستان هم په افغانستان او هند کې د خپلو هدفو د تعقیب لپاره له اسلام څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي.
حامد کرزي د اشرف غني په مشري له پاکستان سره د سولې پر روان بهیر هم شکونه او اندیښنې وښودلې خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله- عبدالله ډاډ ورکړ چې د سولې په خبرو کې به نه کومه تاواني معامله وي او نه هم د تشویش ځای بلکې هر څه به د افغانستان په ګټه وي.
د حامد کرزي له څرکندونو او د ده د حواریونو لکه محمد کریم خرم او ایمل فیضي له لیکنو څخه په ښکاره داسې ایسې لکه په لوی لاس چي هڅه کوي د سولې بهیر په مخ کې د ناکامۍ ډبرې را و رغړوي او هم د نړیوالې ټولنې په وړاندې عامه ذهنیت مغشوش کړي؛ ښایې د محترم کرزي د دغو خطرناکو اظهاراتو یو شمېر عوامل سره وشمېرو:
۱- کرزي تر واکمنۍ وروسته له یک تلویزیون سره په څرګندو ټکو ومنله چې ده او ټولو جهادي رهبرانو د جهاد په دوران کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سې، آی، اې) سره کار کاوه.
دا چې کرزی د امریکا او بریتانیا څلویښت کلن پوخ یار دی او په ۲۰۰۱ کال کې د همدغو هیوادو د لار – نقشې پر اساس په ډېرو بدترینو شرایطو کې واک ته ورسېد او د دنیا تر ټولو بهترین نړیوال ملاتړ او امکانات یې ور په برخه کړل؛ د یارلس کاله یې د ټول نظام انجن د همدغو ابر قدرتو په تېلو وچلېد، نو نن بیا څه وشول چې پر ضد یې زهرجنې څرګندونې کوي؛ یو ممکنه علت یې دا دی چې کرزی د یوه ډېر هوښیار سیاستوال په صفت په دې ښه پوهېږی چې امریکا، بریتانیا او پاکستان په افغان جمعې شعور کې ځپلي دي او نن چې د ده واکمنې ختمه ده او په عامه ذهنیت کې یې په وړاندې د تاریخ قضاوت پروسیس ته لوېدلی د ی نو ځکه په دغه ډول بې وخته او بېخونده اظهاراتو سره ځان د تاریخ له ناوړه فیصلې ژغورلو هڅه کوي.
۲- د ده اداره په جهاني سطحه فاسده پېژندل شوې وه، داسې ښکاري لکه اشرف غني چې د ده د واکمنۍ په مفسدینو پسې را اخیستې وي او له هر یوه سره د حساب و کتاب میدان پرانیزي او دا هم ثابته ده چې د هر مجرم او مفسد ثابتول او په سزا رسول به د کرزي د یوه انډیوال رسوایي او شرمندګي وي او کرزی به یې په یو ډول د ډولو شریک بلل کېږي، که نور هېڅ هم نه وي نو ( د کرزي د وخت) اصطلاح خو به ضرور ورسره کارول کېږي او کرزی د دغې بدنامۍ برداشت نه لري د ده هیله دا ده چې د ده د حکومت ټول لړلي چارواکي لکه سپین چرګان د تاریخ له محاکمې څخه تېر شي.
۳- حامد کرزی د سولې عالی شورا د شتون او لویو لګښتو سره- سره ونه توانېد چې افغانستان او افغان انسان د سولې خاوند کړي، نه یوازې یې سوله رانه وستلاې شوای بلکې ورانوونکي جنګ ورځ په ورځ نور هم زور پسې واخیست؛ ښایي کرزی به فکر کوي چې که اوس سوله راځې دا به د ملي وحدت حکومت کامیابي او اتومات د ده په ناکامي کې حساب شي ځکه د سولې جریان په مخ کې مغشوشوونکې هلېځلې کوي.
وروستۍ خبره: حامد کرزي د خپل حکومت په دوران کې د ډېرو ستونزو تر څنګ ځینې بریاوې هم لرلې چې هغه کولای شي د راتلونکي ښېرازه افغانستان لپاره بنسټونه شي او د نېکنامۍ کریډیټ یې د ده په اکاونټ کې ور جمع شي مګر که دی د اوس غوندې خپلو تخریبي هڅو ته دوام ور کړې، ښایي د هغې نسبې نېکنامۍ چانس هم بایلي ځکه زمانه دومره هم ړنده نه ده چې د ده ټولې ادعاوې پرته له عادلانه تحلیل و قضاوته ومني؛ که هر څوک نه وي نو ځینې خو پوهېږي چې غوا توره او شيدې سپینې دي.
نن افغانان سولې ته تر بل هر وخت لېونۍ تنده لري، هر څوک چې خنډونه پکښې اچوي د بخښلو نه دی، ښاغلی کرزی باید اصلاً له دغه قضاوته وبیرېږي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳