د سياسي تحليل عملي تګلاره:
که د سياسي تحليل موده پر درو برخو ووېشو، ياني پيل، جريان او پای، نو دا به راته جوته سي چي په پيل، جريان او پای کي بايد کوم کوم موضوعات مطرح کړل سي، په لاندي ډول ځيني مهم ټکي په مسلسل ډول يادوو چي له پيله بيا تر پايله پوري بايد په پام کي ونيول سي:
۱. د موضوع ټاکل او پېژندنه:
د هر تحليل لپاره لومړی بايد د موضوع پېژندنه، حدود او بيلابېل اړخونه روښانه سي، د موضوع پېژندنه د تحليل د تګلاري سره مرسته کوي او د تحليل لپاره تګلاري په ګوته کوي. کله چي موضوع وټاکل او وپيژندل سول، پدې وخت کي د تحليل کوونکي په ذهن کي د نوموړي موضوع په اړه کُلي تمرکز پيداکېږي او بيا تحليل کوونکی د همغه تمرکز پر بنسټ کُلي تحليل راباسي.
۲. مقدمه او پيلېزه:
هره موضوع چي د تحليل لپاره ټاکل کېږي، د تحليل پر مهال لومړی، د همغي موضوع روښانتيا ته اړتيا پيداکېږي، کله چي تحليل کوونکی تحليل پيلوي، لومړی بايد نوموړې موضوع د اوريدونکو، ليدونکو يا لوستونکو پر وړاندي روښانه کړي او په عمومي ډول يې پيژندنه وکړي. مقدمه د تحليل کوونکي لپاره د موضوع د پېژندني لپاره غوره فرصت دی، په همدې فرصت کي بايد تحليل کوونکی موضوع روښانه کړي او د موضوع پر بېلابېلو اړخونو په لنډ ډول رڼا واچوي. کله ناکله اړتيا پيداکېږي چي د موضوع پر شاليد باندي هم بحث وکړل سي او په تېر وخت کي د موضوع رېښې او بنسټونه روښانه کړل سي، دا ټول يوازي په مقدمه او پيلېزه کي کېدای سي.
۳. د موضوع په اړه استدلال:
تحليل کوونکی له مقدمې څخه وروسته د موضوع پر اصلي برخي باندي بحث ته ور داخليږي، دا بحث د استدال او منطق پر بنسټ کېږي او د تحليل مهمه برخه ده چي د سياسي منطق، رازونو، حقايقو او نورو اصولو پر بنسټ د نوموړي موضوع په اړه استدلال کېږي. تحليل کوونکی بايد په ټول توان هڅه وکړي چي پر دې برخې باندي په قوي استدلال سره بحث وکړي؛ ځکه د ټولو خلکو پاملرنه هم همدې برخي ته زياته وي.
۴. د نورو د نظرياتو بيانول:
تحليل کوونکی کله نا کله د موضوع د استدلال او روښانتيا پر مهال د نورو تحليل کوونکو او يا لوړ پوړو چارواکو نظريات هم بيانوي، دا نظريات بايد د موضوع سره تړاو ولري او د موضوع د تحليل لپاره مهم مواد وه اوسي. کله نا کله دا نظريات په تائيدي شکل وړاندي کېږي او کله بيا تحليل کوونکی نوموړي نظريات نفي کوي او پر وړاندي يې دلايل وړاندي کوي، تحليل کوونکی بايد په دواړو حالاتو کي دلايل وړاندي کړي، ياني که نوموړي نظريات تائيدوي او مني يې هم بايد دلايل وړاندي کړي او که يې ردوي او نفي کوي يې هم بايد دلايل وړاندي کړي.
۵. د اټکلونو او احتمالاتو بيانول:
احتمالات زياتره وخت د حدس او ګمان پر بنسټ ولاړ وي، په سياسي تحليلونو کي تحليل کوونکی بايد نوموړي احتمالات د قوي منطق پر بنسټ وړاندي کړي، دا شونې نه ده چي نوموړي احتمالات بايد حقيقت وي، بلکي د حقيقت تر بريده رسيدونکي دي. په سياسي تحليل کي د موضوع د تحليل پر مهال اټکلونه شوني دي.
۶. قضاوت او پرېکړه کول:
د سياسي تحليل په وروستيو برخو کي تحليل کوونکی بايد د نوموړي موضوع په اړه قضاوت او پريکړه وکړي، دا قضاوت د نوموړي تحليل کوونکي په دريځ، معلوماتو، ليدلوري، ژورليد او علمي پانګي پوري اړه لري، د هر تحليل کوونکي قضاوت او پرېکړه بېلابېل وزنونه لري، عادي خلک هم په عادي مجلسونو کي تحليلونه وړاندي کوي، خو د سياسي تحليل کوونکي هغه تحليلونه چي پر رسنيو ښکاره کېږي، بايد ډېر دقيق او پر سياسي اصولو ولاړ وي. دا برخه هم ډېره مهمه ده او تحليل کوونکی د پورته پړاوونو څخه وروسته د دلايلو پر بنسټ قضاوت او پرېکړه کوي.
۷. خلکو ته د سياسي لاري ښودل:
له پرېکړي څخه وروسته تحليل کوونکی خلکو ته مناسبه سياسي لار ښئ، دا لار د تحليل کوونکي لخوا وړانديز کېږي، تحليل کوونکی د خپلو تېرو استدلالونو په پايله کي دا لار هم په دلايلو ثبوتوي او خلکو ته سپارښتنه کوي چي تعقيب يې کړي. د سياسي تحليل دا ډېره مهمه برخه ده؛ ځکه خلکو ته لارښودنه کېږي او خلک پر يوې لاري سوق کوي، له همدې امله د دې څخه زياتره وخت استخباراتي او سياسي ګټي هم پورته کېږي، کله ناکله ځيني اشخاص د خپل ځانګړي فکري ليدلوري پر بنسټ ځانګړې لاري وړانديز کوي.
۸. د بحث او موضوع لنډيز:
په وروستيو کي تحليل کوونکی د خپل بحث عموميات وايي او په لنډ ډول يې مهم ټکي څرګندوي، تر څو مخاطبينو ته عمومي پايله په لاس ورکړي، دا برخه بايد په جزياتو ونه ويل سي، بلکي په کلياتو کي بايد راغونډه سي.
په سياسي تحليل کي پوښتني او ځوابونه:
د سياسي تحليل د پيل څخه بيا تر پايه پوري پوښتني او ځوابونه بايد مطرح سي، که ليکوال د ليکني په بڼه سياسي تحليل وړاندي کوي، بايد په خپل تحليل کي يو شمېر پوښتني وړاندي کړي او بيا د هغو لپاره ځوابونه په ګوته کړي، همدارنګه که په رسنيو کي د مخاطبينو پر وړاندي تحليل وړاندي کېږي، پوښتونکی بايد پوښتني وړاندي کړي او تحليل کوونکی بايد د هغو لپاره ځوابونه ورکړي. په ټوليز ډول پوښتونکی بايد د تحليل پورته پړاوونه په پام کي ونيسي او د همدې پړاوونو سره سمي پوښتني جوړي کړي. هره پوښتنه بايد د تحليل يوه کړۍ روښانه کړي او تحليل بايد د پوښتنو په ترڅ کي بشپړ سي. کله چي په رسنيو کي تحليل وړاندي کېږي، تحليل کوونکی د پوښتونکي په لاس کي وي؛ ځکه د تحليل کوونکي فکر يوازي د پوښتني پر ځواب تمرکز وي او پوښتونکی کولای سي چي په ازاده توګه فکر وکړي، له همدې امله پوښتونکی بايد پوښتني سلسله واره جوړي کړي، چي د پوښتنو په خلاصيدو سره تحليل هم بشپړ سي.
پوښتني کول هم ځانته بېل هنر او پوهه غواړي، پوښتونکی بايد د تحليل په مفهوم، ډولونو، پړاوونو او نورو بنسټيزو برخو پوه وي، د تحليل د سر پوښتنه په پای کي کول، يا د پای پوښتنه په سر کي کول، د پوښتونکي پر ناپوهۍ دلالت کوي. د تحليل مخاطبين يوازي د تحليل کوونکي په اړه فکر نه کوي، بلکي د پوښتونکي پوښتنو ته هم متوجې وي، له همدې امله د پوښتنو په جوړولو کي بايد د تحليل ټول اړخونه په پام کي ونيول سي.
په ټوليز ډول د سياسي تحليل پر مهال د مطرح سوو سياسي پوښتنو په اړه درې ډوله ځوابونه وړاندي کېږي:
الف- بشپړه دفاع او ملاتړ:
د مسئلي د روښانتيا او تحليل پر مهال يا وروسته ځيني پوښتني مطرح کېږي، پدې حالت کي تحليل کوونکی يا د نوموړي مسئلي تائيد کوي، يا يې ردوي او يا هم پر درېيمه لار ځي، خو که چيري تحليل کوونکی نوموړې موضوع تائيدوي او ملاتړ يې کوي، پدې حالت کي ويلای سو چي تحليل کوونکی بشپړه دفاع کوي، دا هغه حالت دی چي تحليل کوونکی د مسئلې د نفي او رد په اړه کوم څه ونلري، يوازي يې تائيد او ملاتړ وکړي.
ب- بشپړ رد او نفي:
که چيري تحليل کوونکی د تحليل پرمهال د نوموړي مسئلې نفي او رد ملاتړ کوئ، پدې وخت کي ويلای سو چي تحليل کوونکی پوښتنو ته د بشپړ رد او نفي ځوابونه وايي او د نفي لپاره يې دلايل هم لټوي. کله چي مسئله بشپړ نفي او رد کېږي، بايد ټول اړخونه يې روښانه سي، رد او نفي بايد په دلايل وړاندي سي، ساده او وچ رد يا نفي مخاطبين نسي قانع کولای.
ج- د مسئلې ګټي او زيانونه بيانول:
پدې حالت کي تحليل کوونکی نه يوازي رد او نه هم ملاتړ بيانوي، بلکي د مسئلې پر مختلفو اړخونو بحث کوي او د تحليل په ترڅ کي يې ګټي او زيانونه دواړه بيانوي، شونې ده چي تحليل کوونکی د مسئله ځيني برخي رد کړي او يا هم ځيني برخي ومني او ملاتړ يې وکړي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳