د کروړ د نامه وجه:
کروړ د سخت او ټينګ په مانادی، د ده له حماسې ښکاري چي امير کروړ په يو سرله لسو کسانو سره جنګېده . سوري اوس هم دغور،زينداور او سروان دسيمي يوه لرغوني کور نۍ ده،چي ځيني اسنادو کي (زوري) هم ثبت سوي دي، دانوم ډېر لرغونی،مخينه لري، دعربو په تاريخونو او جغرافيوکي دانوم د زور او زوري په بڼه راغلي چي د زينداور دزور دسروان د سُور سره يوه رېښه لري. داسلامي دورې لومړنی تاريخ ليکونکی چي دزوريانواوسوريانو نوم يې خوند کړي، هغه احمد بن يحي مشهور په بلاذري دی او د (۲۵۵هجري)ليکوال دی.( )
امير کروړدپښتوژبي دلرغوني دورې شاعر دی چي تردي دمه تر ده وړاندي بل پښتو شعر په لاس کي نه لرو، ياد شعر دپټي خزانې ليکوال محمد هوتک بن داؤد دلرغوني پښتانه او هغه دتاريخ سوري په حواله ترموږ پوري رارسولی دی.( )
څلورم څپرکی
زمبلی (زنبلی)
دزنبلي ښېراز اولوی کلی دی دګرشک او سنګين- سروان ترمنځ دلويې لاري پر سر موقعيت لري.
دنني زمبلي (زنبلي= Zanbulay) په نوم کي دتاريخي ريښې روښانه څرک لګيږي. لکه له نامه څخه چي يې څرګنديږي دزنبلي سيمه په قوي احتمال دآريانا دلرغوني ټبر او کهول زنبيل شاهانو چي په رتبيل شاهانو باندي هم مشهور دي ژور تړاو لري. دې کهول د اسلام دسپيڅلې دين تر راتګ لږ څه مخکي هغه چې له کابل شاهانو سره يې هم خپلوي درلودل پرزابل(کلات) يې له غزني څخه ترهلمند(سيستان) پوري حکومت کاوه. چې ددې کاله ډير شاهان پېژندل سوي دي، دوی باختر(افغانستان) ته داسلامي لښکرو په راتلو سره( ۲۳ــ ۳۶هجري) ډېر مقاومتونه وکړل، ترڅو په (۲۵۸هجري) ديعقوب ليث صفاري له خوا پوپناه اوله منځه ولاړل دزنبيلانو تاريخي شاليد له ننه (۱۶۰۰) کاله مخکي ته رسيږي.( )
داهغه وخت و چي په اريانا (خراسان=افغانستان) کي دلويو کو شانيانو اووروسته هپتاليانو(يفتاليانوـ ابداليانو( امپراتورۍ تر(۵۵۶زيږيديز) پوري وړي وړي سوي وې، د اريانا په ختيځ کي هند ي ګوپتايان او لويديځ کي ساساني امپراتورۍ غورې وهلې چي تردې وروسته داسلامي لښکرو په راتګ سره له منځه لاړل ، زمبيل شاهان چي د رتبيل شاهانو او کابل شاهانو په نوم هم په تاريخونو کي ثبت سوي دي دکوبها(کابوراــ کابل) څخه يې دهيتوميت (هلمند) سيند ترغاړوپوري سيمي ترواک لاندي وې،نوله امکانه ليري نه ده چي دسنګين او کرشک(ګرکُشک؟) ترمنځ دي يو زنبېلی يا زمبلی واکمن ميشت و، داسيمه دده په نوم زمبېلي اوبيا وروسته دعوامو پرخولو زمبلي تري جوړسوی دی.
درتبيل کلمه په عربي متونوکي په مختلفو نومونو يادسوي ده لکه:
(( رتبيل،زنبيل،زنتبيل، زده پېل او داسي نور….))
ديادولو وړ ده چي د زنبيل کلمه ديوه تن لپاره نه ده کار سوې بلکه د يوې بشپړې واکنمي کورنۍ لپاره را غلې ده، ( )
زنبيلانو ته اسلامي لښکرو بشپړه ماتي ورنه کړه اوپه پاشلې توګه په خراسان (افغانستان) کي ځای فعاله وه ترڅو داسلامي دورې لومړنی بريمن ټولواک يعقوب ليث صفاري هلمندي سره يې په جګړه کي وروستی واکمن ووژل سو ، داپېښه محمد وصيف ساګزي(هلمندي) په خپل يوه ددي بيت کي داسي انځور کړې ده:
به لکان ( )آمد(زنبيل) ولتي خورد به لنگ
لتره شد شکر (زنبيل)وهبا گشت کنام ( )
پورته ياده سوې پېښه دلښکرګاه په (دښت لکان) کي سوې ده،دتاريخي څرکونو څخه سړی دا جاج اخيستلای سي چي که څه هم داځای او کلی موږ ته داسلامي دورې په تاريخي او جغرافيايې متونوکي نه څرګنديږي.
حدودالعالم، داصطخري مسالک او ممالک، دګرديزي زين الخبار، احياء الملوک اوداسي نور…. خوزنبلی چي په محلي اصطلاح يې زملبی بولي په قوي احتمال چي همدا زنبيلي شاهانو اورتبيل شاهانو ته يې نسبت کيږي.
نور بيا…
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳