ما نورستان نه دی لیدلی ، یوازې دلغمان ، کونړ او ننګرهار ولایتونو له څنډو څخه یې ځینو هغو درو ته ورننوتلی یم ، چې له دې ولایتونو سره دنورستان په پولو کې پرتې دي . ښايي دتلپاتې هیلې په توګه دنورستان لیدل وي ، چې داولایت یې راته افسانوي کړی دی. ډیر ځله مې په دې ولایت کې ځان په خوب لیدلی دی . داسې هم شوي دي ، چې سلګونه کاله پخوا مې په دې ولایت کې دلوړو غرونو ،بهانده سیندونو او شنو ځنګلونو په منځ کې ځان په خوب لیدلی دی . ښايي نورستان هغومره ښکلی وي که نه ؟ یابه ترهغه تصوره هم ښکلی وي ، چې زه یې له ځانه سره لرم ، خو هرڅه چې وي ، نورستان زما لپاره دافسانو هېواددی ، ما کله چې د( لام اوایلینو ) منظومه لیکله نو دنورستان په اړه مې پراخه مطالعه پیل کړه ، داولایت مې ولوست ، تاریخ ، جغرافیه ،ایکولوژۍ ، فرهنګ ، دودونه ، اتنوګرافي ، ژبې ، چاپیریال او باورونه مې وپلټل او په دې توګه مې له دې ولایت سره انس لاپسې ډیر شو.

اودادی له خپلو تصوراتو ، خیالونو، مطالعې ، پيژندنې او تجربو څخه دیوې رانښتیځلې لیکنې په ترڅ کې تاسو دګران هېواد ددغه افسانوي ولایت هغو جاذبو ته بیایم ، چې ماهم ورکاږي او دلیدلو تلوسه یې هره ورځ راسره زیاتیږي .

د نورستان طبیعي جاذبه :

نورستان د هیندوکوش په لمن کې پروت دشنودرو ، بهانده سیندونو ، لوړو غرونو، شنو لمنو او رڼې هوا خاوند ولایت دی ، درې درې نورستان له ډیرې پخوا زمانې څخه دخپل طبیعیت له اړخه دنړیوالو ګرځندویو دپام وړو ، دا دیوې تاریخي افسانې په څېر مشهوره ده چې یوناني سکندر یې دطبیعت مجذوب شو، خو ژمي پرې نه ښوده چې ورننوځي ، ددې افسانې یوروایت خو داهم دی ، چې یوه لویه برخه یوناني لښکر په همدې درو کې ترننه پورې تری تم شو.

نورستان په تېره بیا داوړي پرمهال دطبیعي ښکلا په یوه بشپړه منظره بدلیږي ، منی یې دتل شنو ونو ترمنځه دولو ، چنارونواو نورو موسمي ونو له ژیړواو سرو پاڼو څخه داسې انځور جوړوي ،چې دنړۍ هر سیلاني ځانته راکاږلی شي . نورستان په افغانستان کې له هغو سیمو څخه یوه ده چې ملي پارکونه په کې جوړیدای شي ، چې له دې اړخه دګرځندوی صنعت لپاره له لومړنیو ارزښتمنو سیمو څخه ګڼل کیدای شي .

دنورستان ایکولوژیکه جاذبه :

نړۍ په چټکۍ سره تودیږي ، دچاپیریال ککړتیا دننني بشریت یوه لویه اندیښنه ده ، دنورو صنعتي او اینرژیتیکو لاملونو ترڅنګ یولامل دشنو سیمو ورځ په ورځ کمېدل او دځنګلونو او ونو دوهلو بهیر دی . نورستان زموږ په سیمه کې له هغو سیمو څخه ګڼل کیږي ، چې یومهال په ګڼو شنو ځنګلونو پوښلې وه ، دحیات وحش په یوه مقاله کې مې ولوستل چې تر دوه سوه کاله پخوا به چې هر څوک له کوره راووت نو غرڅه یا غرنۍ وزه به یې لیدلای شوه . دغه سیمه دنایابه بوټو ، ژویو ، الوتونکیو او نورو موجوداتو خاونده جغرافیاده چې ساتل یې یوازې افغاني نه، بلکې سیمه ییز او نړیوال لومړیتوب ګڼل کیدای شي .

په تیرو پینځه دیرشو کلونو کې مو دکونړ، نورستان ، ننګرهار او نورو سیمو له ځنګلونو سره دشويو ظلمونو کیسې ډیرې واوریدلې . که څه هم دنورستان سختو لارو او غرنۍ زیږې جغرافیې له برکته لوړې ځنګلي سیمې لا د لوټمارو له زهرجنو ګوتو خوندي دي ، خو که دبریښنایي ارو غرهار چوپ نه شي ، تر دې غرونو به یې هم تیره غاښونه ورورسیږي .

نورستان دګڼو طبي بوټو،معدني چینو او منرالي توکیو خاونده سیمه ده ، چې دنړیوالو ایکولوژستانو لپاره خپله جاذبه لري. داجاذبه که ونه ساتل شي ، نړۍ به یوه څه له لاسه ورکړي .

د نورستان اتنوګرافیکه او ژبنۍ جاذبه :

نورستان لاهم داتنوګرافیستانو او ژبپوهانو لپاره یوه نړیواله جاذبه لري .

له نارویژي مارګنسترن نه رانیولې تر ګڼوبهرنیو او کورنیو ژبپوهانواو توکمپوهانوپورې چې په دې اړه یې څېړنې کړي ، نورستانیان او نورستاني ژبه او ګړدودونه یې دپام وړوواو دي ، دنوې ژبپتوکمپوهنې له برکته نورې هاغه افسانې هیریږي، چې نورستانیان یې یا دمقدوني سکندر دلښکر و پاتې شوني ګڼل یاهم دعربي ابوجهل اولاده . دارواښاد استاد کهزاد او نورو پوهانو دڅېړنو په پایله کې ددوی اریايي والی زبات شواو څرګنده شوه چې نورستانیان دلومړنیو اریايي مهاجرتونو پرمهال دغو سیمو ته رسیدلي دی . استاد کهزاد لیکي :

“هغه اریایان چې دلوړ بدخشان او نورستان په درو کې اوسیږي ، دغرنیو اریایانو (تيپ هوموآلپينوس)په نامه یادیږي ، چې د ۱۹۰۰ او ۱۴۰۰ ترمیلاد وړاندې کلونو کې هلته ځای پرځای شوي دی. “

دنورستان قومونه ، ژبې ، بشري لیږد ، تکاملي بدلونونه ، څېرې ، فزیکي جوړښتونه د توکمپوهانو ، ژبپوهانو او انتروپالوژیستانو ( بشرپېژندونکیو ) لپاره ځانګړې جاذبه لري ، چې له دې اړخه لاهم دډیرو نورو څېړنو لپاره اړتیا شته .

د نورستان اسطوره یي جاذبه :

نورستان داسطورو هېواد دی . ما دښاغلي سمیع الله تازه د لیکنو او شفاهي مجلسونو له برکته دنورستان داسطورو او افسانو په اړه ډیر څه اوریدلي دي . یمرا ، ګېښ ، یوښ ، دیسرین یا دیزاني او نور په لسګونو اسطوره یي واکمن ، ددوی جګړې ، ددوی په زړه پورې کارنامې ، مزدکونه ، باغونه ، ساقیخانې ، دربارونه او نورې نښې ، چې لا اوس یې هم پاتې شوني دپېژندو وړ دي ، پخپله د هنرپوهانو، ادبپوهانو ، میتولوژستانو ( اسطوره پېژندونکو) ، ارواپوهانو او ټولنپوهانو لپاره ځانګړې جاذبه لري .

داسطوره پوهنې له نظره نورستان په نړۍ کې یوه له هغوسیمو څخه ده چې دډیرو نویو او په زړه پورې مطالعاتو اوڅېړنو زړه راکښونکي امکانات لري .

دنورستان کولتوري جاذبه :

نورستان دبډایه ولسي ادب ، فولکلور ، زړو عادتونو ، دودونو، ترانو او فرهنګتوکیو سیمه ده . داسیمه دخپل ځانساتي او له یرغلونو څخه تر یوه بریده خوندي کولتوري چاپیریال له برکته دافغانستان دنورو سیمه پر خلاف ګڼ کولتوري ارزښتونه ساتلي دي . دنورستان دودونه ، ودونه ، جامې ، خواړه، زوکړې، سینګارتوکي ، لوښي ، انګیرنې ، سندرې ، سازتوکي ، منظوم متون ، نکلونه ، متلونه ، له طبیعت سره ددوی دودیزه اړیکه او ټولیز ژوند ټول دکولتور پېژندونکیو لپاره په زړه پورې او دڅېړنې وړ مواد دي ، په دې توګه دنورستان کولتوري جاذبه دګڼونړیوالو ګرځندویو او څېړونکیو لپاره راکښونکي ګڼلای شو . یو مهال مې دیوې جوړې جرمني څېړونکیو په اړه او ریدلي و، چې نورستان ته دڅومیاشتو لپاره راغلي وو، خو هومره دلته پاتې شول ، چې همدلته دماشومانو خاوندان شول او کله چې دسیاسي پېښو له امله بېرته تللو ته اړوتل ، یو زوی او لوریې ځوانان شوي وو، له همدوی نه روایت دی ، چې په خپل همدومره عمر کې یې لاهم دنورستاني فرهنګ ټولې څنډې ونه شوې څېړلای .

د نورستان ارکیالوژیکه او تاریخي جاذبه :

دنورستان لرګین تاریخي صنعت نړیوال شهرت لري ، لرګینې مجسمې ، کورني توکي او ګڼ ډبرین میراثونه .ځینې داسې توکي دسیمې او نړۍ   موزیمونویا شخصي کلېکسیونونو ته هم رسېدلي دي ، تالاشوي هم دي یا یې له اهمیته دناخبرۍ له کبله په لوی لاس له منځه وړل شوي دي . په کابل موزیم کې یې هم یوه برخه خوندي ده ، خو باورلرو ،چې پخپله نورستان لاهم دزرګونو لرغونیو اثارو خزانې خوندي ساتلې دي . لرغوني باغونه ، مزدکونه ، لارې ، کتیبې ، ګاڼې ، لوښي او نور لرغوني میراثونه یوازې دیوه ولایت نه، بلکې دټولې سیمې لپاره ارزښتمن دي . په تاریخي او ارکیالوژیکو مطالعاتو کې نورستان دیوه لوی مدنیت مرکز ګڼلای شو ، چې شمالختیځ ته له چترال او هندي کشمیره تیریږي ان تر لداخ پورې ځان چین ته رسوي ، دامدني – تاریخي حوزه لږ توپیرونه او ډیر مشابهتونه لري ، ځکه خو دنورستان تاریخي او ارکیالوژیک میراثونه دنړیوالو څېړونکیو لپاره خورا مهم دي .

ما په پورتنیو سرلیکونو کې لاهم دنورستان ټولې جاذبې نه دي شمارلي ، او په هرسرلیک کې مې یوازې یوه عمومي اشاره کړې ده ، چې جزیات نه شي رانغاړلی ، له دې یادونو څخه مې موخه داوه چې ستاسو ذهن له هغو وړاندیزونو سره ملګری کړم، چې ددغې ارزښتمنې سیمې په اړه یې غواړم همدلته وړاندې کړم .

وړاندیزونه :

موږ لاهم په بحران کې یو ، جګړه لاروانه ده ، په تیره بیا ښکلی نورستان لاهم ددې تپل شوې جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت دی ، دهېواد امکاناتو ، سیاسي شرایطو ، کادري ظرفیتونو او اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره زما وړاندیزونه پردرېیو مهالنیو دورو ویشل کیږي :

اوس څه کړای شو ؟

دبحران تر پای ته رسېدو باید دنورستان ولایتي اداره ، دولت ، مدني بنسټونه ، اغیزمن اشخاص او ولس هڅه وکړي ، چې دنورستان مادي او معنوي شتمنۍ تر دې ډیرې زیان ونه ویني ، دځنګلونو ساتنه ، د تاریخي ارزښتونو دلوټ مخنیوی ، دخلکو پوهاوی داوبو دسرچینو سم تنظیم او دوروستۍ دورې لپاره لومړۍ سروې ګانې، مطالعې او دلومړیتوبونو پېژندنه یې همدا اوس هم شوني دي ، داهغه څه دي چې موږ یې همدا اوس هم کولای شو او باید ورته ملي پلان طرح شي .

په دوهم ګام کې ، چې هیله ده له کړکیچ څخه دوتلو او ګوزار پړاو یې وبولو ، په دې دوره کې باید د نورستان زیربنا ورغول شي ، سړکونه ، لارې ، دعامه خدماتو مراکز ، ښوونځي ، کلنیکونه ، هوټلونه ، باغونه ، شنې ساحې ، کلي او دنظم او امنیت بنسټونه ښايي په سمه توګه رامنځته کړو ، چې وکړای شي د نورستان دجاذبې مینه والو ته ټول خدمات ورسول شي .

په درېیم ګام کې چې تر بحران وروسته دریښتینې بیا رغوونې پړاو رارسیږي ، باید په نورستان کې ګڼې سیمې دملي پارکونو په توګه اعلان شي . دګرځندوی دجذب لپاره ټولې اسانتیاوې رامنځته شي . ترپینځه ستوریو هوټلونو پورې ګڼ مېلمستونونه ، د کاني چینو دلامبلو سقاوې ، نالیږنده موزیمونه ، دګرځندوی یوه پیاوړې او مسلکې اداره ، د څېړنو لپاره بېلابېل مرکزونه ، لابراتوارونه ، کتابتونونه ، ارشیفونه ، دمحلي توکیو د خرڅلاو مارکیټونه ، دپنیرو ، سبو ، لبنیاتو او وړیو دپروسس مرکزونه ، دطبي بوټو ازموینځایونه ، دکاني سرچینو دپروسس بنسټونه ، دلرګین صنعت دودې کارځایونه ، ترانسپورتي اسانتیاوې، دهوايي خوځنده زانګوګانو لارې ، دهواپېژندنې فعال مرکزونه ، پوهنتون او په کې دنورستانپوهنې پوهنځی ، دمحلي هنرونو نندارتونونه ، دکنسرت او تیاتر تالارونه او نورې اسانتیاوې کړای شي ،نورستان دافغان ګرځندوی په داسې یوه نړیوال مرکز بدل کړي ، چې ګټه وټه یې دټول افغانستان لپاره اقتصادي بنسټ جوړکړای شي .

زه باور لرم ، چې که په نورستان کې تر امنیت وروسته دغه ټول امکانات رامنځته شي ، دهغو جاذبو پربنسټ چې مخکې مو وشمېرل ، یوازې دهمدې ولایت دګرځندوی صنعت هم زموږ دولس ګیډې رامړولای شي ، خو په دې شرط چې موږ پر خزانه ویده وګړي یې ارزښتونه وپيژندلای شو .

دودان افغانستان په هيله .

سرچینې :

۱- تازه، سمیع الله، ادبیات شفاهي نورستان ، ، انتشارات بیهقي ، چاپ سوم،۱۳۹۱ش، کابل.

۲- حبیبی، عبدالحی، جغرافیای تاریخی افغانستان، چاپ کابل، موسسه نشراتی میوند سال ۱۳۷۸،

۳-کهزاد ، احمدعلي ، تاريخ افغانستان ( لومړی ټوک )، انجمن تاريخ ،۱۳۲۵ش ، دولتي مطبعه ، کابل .

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *