څنګه چې موسيقي د انساني روح د تسلۍ يوه فطري ذريعه ده،نو موسیقی او شعر لکه نوک او ورۍ خپلو کې تړلي دي.
که موسيقي د انساني روح فطري ذريعه ده نو ورسره ـ ورسره د فکري توليد سرچينه هم شمېرل کيږي،ځکه شعر که د فکر او ذوق ژبه ده نو موسيقي د ذوق او جذبې ترڅنګ يې اوريدونکي ته د لېږد وسيله هم بللی شو.
هر هغه هنرمند چې غواړي خپلې موخې ته ورسيږي پر رياضت،مهنت او خوارۍ د خپل فن د نوښتونو خواږه خپلو مينه والو او هغه چاته چې غواړي پر فکري رڼا يې سمبال کړي ورسوي؛نو هغه بايد موخه له ځان لوړه وټاکي او خواري وکړي ترڅو خپلې موخې ته ورسيږي،چې دا صفتونه د فکري او خواري کښ انسان د ذات په دايره کې په طبعي ډول موجود وي.
د پښتو ژبې تکړه سندرغاړی سردار علي ټکر په يوه راډيويي مرکه کې ويلي وو ،چې ښه هنرمند هغه دی چې شعر زړه ته ښکته کړي او بیا د خوښۍ خبره په خندا او د غم هغه په سلګيو خلکو ته ورسوي او که څوک دا وړتيا نه لري هغه زړونو ته لاره نه شي کولای.
راځو اصلې موضوع ته په لنډو وختونو کې د کرن خان نوی البوم تصوير چې ډېر مينه وال يې پيدا کړل غواړم رڼا پرې واچوم او د ده پر ذوقي لارې سربېره د ده پر فکري نظريې هم وغږېږم .
څنګه چې سر دار علي ټکر د ښه هنرمند سندرغاړي د ښو صفتونو يادونه وکړه کرن خان هم دا ښه صفتونه او وړتيا لري چې جادوګر غږ يې د مينه والو زړونو ته ښکته شي.
نوموړی د څو کلونو راهيسې له شوقه په دې هيله سندرې وايي چې له يوې خوا خپل مينه وال د ذوق پر خوږو ونازوي او له بل لوري دوی په يوه داسې فکري مفکوره د يووالي لپاره سره راټول کړي چې د دوی د انساني ژوند د بقا لپاره پکې ګټې را نغښتل شوې وي او دوی نه شي کولای د دغو ګټو د خونديتوب لپاره پر يوه اهمه فکري مبارزه خپلو کې راټول شي.
څنګه چې په ټوله نړۍ کې د انساني ژوند د بقا لپاره خلک مدني مبارزې کوي،خپل ولسونه د ناپوهۍ او بر بريت له تورو کندو نه را باسي د غلامۍ له تورې بلا يې ژغوري او د يوه متمدن او روښان فکره انسان په توګه د شعور رڼا د دوی تياره ذهن ته ننباسي،هغه که د هر مذهب،ژبې،رنګ او نژاد پلوی وي،که شاعر،ليکوال،سندرغاړی،ډرامه نګار او ياهم کوم بل فنکار وي ؛خو چې مرام يې د ولس ويښتيا او د انساني ژوند د بقا لپاره مدني مبارزه وي هڅې کوي.
د خوښۍ خبره ده چې کرن خان هم د يوې داسې مبارزې لپاره دې ډګر ته راوتلی دی چې د خپلې ژبې،فرهنګ د غني کيدو سره خوا کې د خپل در په دره ولس د ناپوهۍ او خپلو کې د دوښمنيو د پای ته رسيدو لپاره دوی په شعوري توګه په يوه داسې مفکوره وروزي چې د خپلې فکري ازادۍ ترڅنګ د خپل هغه افغان پښتون ولس چې د طورخم تور ځنځير او د جبر تورې بلا خوړلي او جدا کړي دي د يووالي په ټغر کينوي او د ترقۍ او نوښتونو درس ورکړي.
د ده د سندرو په هر نوي البوم کې د لر اوبر افغان پښتون ناره او فکري تړون شتون لري،هغه که پيښور باندې ساندې وايي خو ورسره د کابل ښار د بارودو دلوګيو او افغان پښتون وژنې د غندنې يادونه هم کوي،هغه که د وزيرستان،مردان او سوات د خلکو د وژنې يادونه کوي خو ترڅنګ يې د پکتيا د دنګو ـ دنګو غرونو د نښترونو د سوځيدو دقندهار ، ننګرهار او لغمان د ښايستونو د لوټيدو غم هم ژاړي او د لوی افغانستان پر دردونو درديږي.
په اوسني البوم تصوير کې چې کوم کلامونه د شاعرانو یې انتخاب کړي نه يوازې دا چې د ذوق پالنه يې کړې بلکې د موسيقۍ ښه انتخاب يې د دې لامل ګرځي چې مينه وال د خپل جادوګر غږ او خپلې سبيڅلې افغانې پښتني جزبې د هنر په زور بوخت وساتي.
د کرن خان د هغو ښيګڼو او نوښتونو چې ما يې يادونه وکړه په دې برخه کې که خواري کوي بې ځايه به نه وي.
د ادب يوه ډېره مهمه او اعظيمه برخه فلکلور چې زموږ د ادبي تاريخ ډېره برخه جوړوي د ژوندي کيدو لپاره يې هڅې کوي او تر دېره يې د سروکو،ټپو،کاکړيو غاړو او داسې نورو ولسي فورمونو ترڅنګ غزلونه او نظمونه هم ويلي دي او وايي يې.
د ده د برياليتوب يو راز داهم کيدلی شي يو دا چې دی پخيله هم شاعر،ليکوال او خبريال دی اوهم له ادب پالو سره پراخې اړيکې لري د سلا مشورې يو ښه صلاحيت په ځان کې لري.
وخت ناوخت له خپلو ملګرو او استادانو سره سلا مشورې کوي لکه هارون باچا چې د پښتو موسيقۍ باچا بلل کيږي.
زه چې تر دېره بريده خبر يم او راته جوتيږي د ده د برياليتوب په برخه کې د هارون باچا زيات لاس دی او د هر البوم پر تصوير د ډالۍ ټکي هارون باچا ته نزرانه شوي وي.
نوموړي ته د لا زياتو برياوو هيله کوم او د هنر او ذوق چينه يې همداسې روانه لرې.
مرغ دې ښه وي