اجرائیه رئیس په افغانستان کي د جرمني له سفیر سره وکتل

خبرپاڼه

 تاریخ: 27 حوت ۱۳۹۳

کابل افغانستان د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهار شنبه په کابل کي د جرمني له سفیر مارکوس پوتزیل سره ملاقات وکړی.

د جرمني سفیر د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي د کابینې پر جوړېدو، له طالبانو سره د سولي پر خبرو، اینده ټاکنو او امریکې ته پر راتلونکي سفر خبري وکړې.

ښاغلي پوتزیل وویل، چي د کابینه هرڅه ژر بشپړتیا به د حکومت له کارونو او ژمنو سره مرسته وکړي او حکومت به ددې جوګه کړي، خو له خلکو سره کړو وعدو ته د عمل جامه ور واغوندي.

نوموړي د انتخاباتي نظام اصلاح د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلو ټاکنو لپاره د اساسي شرط په توګه یاد کړه او دې برخي ته یې د حکومت توجه اړینه وبلل.

هغه همداراز د سولي د پروسې او امریکې ته د افغان پلاوي د سفر په اړه هم له اجرائیه رئیس سره خبري وکړې او دواړه فعالیتونه یې د افغانستان د راتلونکي لپاره له زیات اهمیته ډک وبلل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل لپاره جرمن سفیر مارکوس پوتزیل ته وویل، چي حکومت د کابینې جوړولو لپاره کار پیل کړی دی او په نژدې راتلونکي کي به دا کار پای ته ورسيږي.

هغه وویل، د امریکا متحدو ایالاتو ته راتلونکی سفر د افغانستان لپاره اساسي اهمیت لري، ځکه افغان حکومت به هلته له غرب سره د اړیکو لپاره نوی باب پرانیزي او دا فصل به د راتلونکو همکاریو او مرستو لپاره خورا ګټور وي.

نوموړي زیاته کړه، چي حکومت د سولي خبرو لپاره هم د زمینې مساعدولو په لټه کي دی، خو په خبره یې، چي باید د سولي په خبرو کي واقعیتونو ته متوجه سو او ګام پر ګام له واقعیتونو سره سم مخته ولاړ سو.

اجرائیه رئیس همداراز د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د ځانګړي کمېسون ایجاد یو له هغو موضوعاتو یاد کړ، چي دی او جمهور رئیس پرې کار کوي او وویل، چي دا کمېسون به هم په لنډ وخت کي خپل کار پیل کړي.

هغه د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو ټاکني د انتخاباتي نظام په اصلاح پسې مشروطې وبللې، په وینا یې، چي تر ټاکنو مخکي باید ستونزي له منځه یوړل سي، څو اینده کي له شفافیت څخه ډاډمن سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *