خبرپاڼه
تاریخ: 27 حوت ۱۳۹۳
کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر کي د هیواد لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي باب سام سره ولیدل.
ډاکټر عبدالله په بودجوي، مالي او تدارکاتي برخو کي د نړیوال بانک له رئیس سره خبري وکړې او په اړوندو بخشونو کي یې د هغوی د همکارۍ پوښتنه وکړه.
نوموړي د نړیوال بانک د همکارۍ پوښتني ترڅنګ د هغو اقداماتو په اړه هم خبري وکړې، چي افغان حکومت یې د بودجې، مالیې او ګمرکونو له درکه د عایداتو پورته کولو لپاره کوي.
هغه زیاته کړه، حکومت د تیر کال پرمهال له یوه طرفه د مالي کال د تغیر په خاطر له ستونزو سره مخ و او له بلي خوا په تدارکاتي کارونو کي د مشکلاتو له امله ګڼ شمېر مالي او بودجوي چاري شاته پاته وې.
اجرائیه رئیس په تدارکاتي برخو کي د شفافیت رامنځ ته کول د حکومت له کاري لومړیتوبونو یاد کړی او له نړیوال بانکه یې وغوښتل، چي په یاده سوې برخه کي خپله ونډه ادا کړي.
په افغانستان کي د نړیواله بانک رئیس باب سام د هیواد اجرائیه رئیس ته وویل، چي د افغانستان په عوایدو کي تېر کال څه باندي ۵۰۰ میلیون ډالر کمښت راغلی او داسي ښکاري، چي دا حالت به د څه نوري مودې لپاره هم په عین شکل دوام ورکوي.
نوموړي وویل، چي د افغانستان د عوایدو دریمه برخه یې هر کال پر امنیت مصرفیږي او دا یو اندېښمنوونکی حالت دی، ځکه چي نړۍ کي بل هیڅ هیواد د خپلو ملي عوایدو دریمه برخه پر امنیت نه لګوي.
ښاغلي سام زیاته کړه، چي دوی له افغان حکومت سره په تدارکاتي، مالي او بودجوي برخو کي هر اړخیزي مرستي ته حاضر دي او د پیسو نړیوال صندوق هم پر یوې بلي طرحې کار کړی، چي په عملي کېدو سره به یې د حکومتي کارکوونکو د معاش ورکولو لړۍ سمه او چټکه سي.
هغه همداراز وویل، چي افغانستان د پانګه اچوني لپاره مساعد ځای دی، خو په دې برخه کي لا هم له پانګه اچوونکو سره یو لړ اندېښني سته، چي باید جواب سي.
په هیواد کي د نړیوال بانک رئیس په تدارکاتي برخو کي د کارکوونکو د مقرریو لپاره شفافیت شرط وګڼی او وویل، چي له دې شرطه پرته دوی هیڅ راز همکارۍ کولو ته اماده نه دي.
نوموړي همداراز د حساب ورکونکو ارګانونو او اشخاصو تشخیص هغه برخه یاده کړه، چي له شفافیت او د کارونو چټکتیا سره لازمه مرسته کولای سي.