ترکمنستان وايي د افغانستان د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی

تاند- ترکمنستان په خپله خاوره کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرواترو د کوربه توب وړاندیز وکړ.

په اسلام اباد کې د ترکمنستان سفیر صفر بیردي نیازوف وویل چې هیواد یې تر دې پخوا د افغانستان یو شمېر مشران لکه برهان الدین رباني، عبدالرشید دوستم او اسماعیل خان خپلې خاورې ته وربللي دي.

ده زیاته کړه، حتا (حتي) طالبان هم ترکمنستان ته ورغلي دي.

د طالبانو او د شمال د پخوانۍ ټلوالې ترمنځ د جګړو په کلونو کې ترکمنستان د دواړو خواوو (ښاغلیو متقي او قانوني) د خبرو کوربه وو.

بیردي نیازوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هیواد یې چمتو دی چې د افغان لورو د خبرو کوربه توب وکړي، وویل:«که افغان لوري زموږ څخه غوښتنه وکړي، ترکمنستان تیار دی چې د دوی د خبرو کوربه توب وکړي.»

ده وویل چې هیواد یې بې پرې دی او د سولې له بهیر سره د مرستې اسانتیا برابروي.

ویل شوي چې څو هیوادونو د افغانستان د سولې د خبرو کوربه توب ته تیاري اعلان کړې ده. خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چې ایا دواړه خواوې د سولې خبرې کوي او که نه کوي.

طالبانو تراوسه رسماً نه ده منلې چې د سولې خبرو ته حاضر شوي دي خو د دوی په استازیتوب پاکستاني چارواکو د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړی دی.

د ترکمنستان سفیر، چې د چهارشنبې په ورځ /مارچ ۱۸/ په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت ته د خپل هیواد د بې پرې توب په اړه خبرې کولې، په افغانستان کې له سولې سره د ترکمنستان د لېوالتیا یو علت د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو پایپ لاین وباله، ویې ویل چې په افغانستان کې له سولې پرته دا پروژه عملي کېدای نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ