بدلون

سرليکنه\ اداره

د هزاروو د فقر سمڅې

ور پکې مړې دي د تاریخ هڅې

د جنتونو ټېکه دارانو

ډېرې چړې کړې ورباندې پڅې

سلیمان لایق

هسې خو غونډ افغانستان د بحران د بلا په خوله کې اوسي، له شاوخوا دېرش میلیونه افغانانو څخه زیات و کم نیم یې د فقر تر کرښه ټیټ ژوند کوي او دا هم زوروره سپین سترګې غواړې چې دې حالت ته هم څوک ژوند کول ووایي مګر د دوی په منځ کې بیا داسې وطنوال هم شته چې تاسو یې د ژوندانه د کیفیت اندازه کولو لپاره هیڅ مقیاس نه شئ موندلای، نوره دنیا خو پرېږدئ که یې د همدې پسمانده افغانستان په هر څومره خواره سیمه کې کیسه وکړئ نو ممکن د رواغجن وبلل شئ؛ دا استثنایي مخلوق هزاره افغانان دي چې له پنځوس زره کاله مخکې انساني ژوندانه سره یې لا هم د یویشتمې پېړۍ ذلت و خوارې د مقایسې وړ نه ده؛ دا خبرې کېدای شي په اول نظر ډېرې احساساتي و غیر نارمل وایسې مګر زموږ ملامتي څه ده چې واقعیت همدومره تریخ دی؛ راځئ چې د تاریخ پاڼې سره واړوو او بیا یې له نننيو عیني واقعیتو سره په پرتله کې منطقې او مستنده نتېجه ګېري وکړو.

مؤرخین د لرغوني افغانستان تاریخ په دریو پړاوو کې مطالعه کوي:

۱- تر تاریخ وړاندې پړاو.

۲- نیمه تاریخي یا داستاني پړاو.

۳- تاریخي پړاو.

تر تاریخ وړاندې دوره د افغانستان له هغو اوسېدونکو سره اړه لري چې تر اریایانو وړاندې یې په سمڅو کې ژوند کاوه او د ژوند- ژواک وسیله یې د څارویو د ښکار غوښې او د بکرې ډېر ابتدایي افزار او لوښي ول… چې د جوړېدو او استعمال عمر یې تر پنځوس زرو کلونو اوړي.

تر اوسه د سمنګان له « دادل درې»، «چخماخ»، «هزار سم» یاني زر سمڅې، د بدخشان له ( کور درې) او غزني له « ناور» څخه د تیږي د لومړۍ دورې سامانونه تر لاسه شوي چې له میلاد نه پنځوس تر څلوېښت زرو کلونو وړاندې توږل شوي دي.

… د ګڼو ابتدایي ډبرینو، خاورینو او برنجي افزارو نمونې د افغانستان تر تاریخ وړاندې دورې نه را پاتي دي.

( حبیب الله رفیع، د افغانستان لنډکی تاریخ، مخونه ۴- ۷)

موږ نه پوهېږو چې زموږ څومره محترم هیوادوال به خبر وي چې همدا اوس- اوس هم زموږ هزاره انسانان د بامیان په مرکز کې د پنځوس زره کاله مخکې انسانانو غوندې په غارو کې اوسي؟

دا تصور څنګه کېدای شي چې دوی به د مرکزي افغانستان په غضبناک ژمي کې څنګه تنفس کوي؟ او په دوبي کې د مارانو و لړمانو د چیچلو له امله چیغې خو یې یو وار د آزادۍ راډیو له څپو څخه خپرې شوې چې هیچا هم وا نه ورېدې.

موږ ځکه دوی تر پنځوس زره کاله مخکې بنیادمانو بدمرغ ګڼو چې سا په پنځوس زره کاله مخکې اجتماعي اټموسفېر کې اخلي خو پر ضد یې د یویشتم قرن په وسایلو او طرز فکر تعصب، تبعیض، وحشت، خیانت او جنایت کېږي، دا ادعاوې ظاهراً هوایي و ایډیالي ښکاري خو په اصل کې د نن ورځې عیني پېښې دي چې یو په یو د شمېر وړ دي، که یې څوک وشمېري، موږ یې دلته یو څو شمېرو:

یو- که د شلمې پېړۍ په درشل کې د افغانستان پولادي امیر او تور امیر عبدالرحمن خان د تاریخ د بلدوزر په ډول د ډېرو افغانانو پر ککریو و ګرځېدی خو د هزاره افغانانو کله منارونه او قتل عامونه یې د تاریخي جنایت لوی یادګار دی.

دوه- په ۱۳۹۲ کال کې چې د افغان کمونیستانو د جنګي جنایاتو (۵۰۰۰ افغانانو د قتل عام) نوم- لیست خپور شو نو ډېره برخه یې همدغو بېوسو و بېوزلو هزارګانو جوړوله.

درې- د مجاهدینو په لاس د کافر کمونیستي نظام تر رانسکورېدو او د ۱۳۷۱ کال د ثور پر ۸- مه د اسلامي حکومت له جوړېدو سره سم د خدای د لارې مجاهدینو هسې جنایات تخلیق کړل چې د جنګي جنایاتو تاریخ ګوته په غاښ ورته پاته شو؛ د اسلامي حکومت جوړېدو په دغه اول کال د دلوې پر ۲۲- مه د کابل په غرب کې د افشارو هزاره مېشته سیمه او د دغې سیمې ټول قومي- مذهبي او انساني حیثیت له ټول کم و کیف سره جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي لکه د قیچي د دوو پلو غوندې قیچي کړ؛ فرامرزي عالم پروفیسور برهان الدین رباني او عالم دین پوهاند عبدالرب رسول سیاف لکه د ژرندي دوه پلونه، د هزاره انسانانو نر و ښځې، ځوانان و سپین ږيري، لوی و کوشني یې د هغوی له ټول انساني کرامت، عفت او ناموسدارۍ سره لکه غنم تر خپل منځ اوړه- اوړه یاني قتل عام کړل، ډله ییز جنسي تیري یې پر وکړل، ژوندي یې څاګانو ته وغورځول، داسې یې چور کړل چې آن په ټول افشار کې یې د یوې کوټې په چت کې یو تیر هم پرې نښود اواره او بېچاره یې کړل، دا په افغانستان کې د هلوکاست او روانډا د ټولوژنې په څېر د جنګي جنایت یوه وحشي منظره وه.

څلور- طالبانو د خپل اسلامي امارت د اسلامي و شرعي اصولو له مخې په مزارشریف، بامیان او د بامیان په یکاولنګ ولسوالي کې پر هزاره افغان د قتل عام یوه بله داسې څپه ور وسته چې طالب مجاهدینو به په ویاړ سره په زانګو کې د هزاره ماشومانو د ویشتلو د قهرمانۍ کیسې کولې.

پنځه- په ۲۰۰۱ کال کې د مارچ پر اا- مه د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد عسکرو د سپینو ملایکو په بڼه د بامیان منحصر بفرد نړیوال شهکارونه(صلصال ۵۳ متره او شهمامه ۳۵ متره مجسمې) په بمونو او باروتو د الله اکبرو په نارو سره له منځه یووړې نو له یوې خوا که یې د افغانستان ۱۸ سوه کلن د فکر و فرهنګ، تمدن و عظمت سمبولونه د تل لپاره تباه کړل له بلې خوا یې د همدغو مجسمو په شاوخوا مغارو کې د هزاره مغاره نشینو ژوند نور هم د وحشت او فلاکت په دود و دوړو کې ورک کړ.

شپږ- د تېرو دیارلسو کالو نړیوالو بې حسابه مرستو په سېلاو و توپان کې د بامیان غار- مېشتې انسانان نه یوازې د پنځوس زره کاله مخکې وحشي بشر له سرنوشته ونه ژغورل شول بلکې لا یې پر کمیت اضافه وشوه؛ په بامیان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشر روح الله فروغ وایي چې په صلصال غارو کې ۲۷۲ کورنۍ اوسېږي، ۱۳۰ یې مطلق بې سرپنا و فقیرې دي چې جدي پاملرنه غواړي.

دوه کاله مخکې ګرازشو د دغو مغاره نشینو کورنیو شمېر ۱۵۰ ښوولی وو چې هغه مهال اوله درجه سیمه ییزو دولتي چارواکو په ښاري پروژو کې ورته د زمينې برابرولو ژمنه کړې وه، له بده مرغه نه یوازې زموږ هزاره انسان له انساني ژونده برخمن نه شو بلکې د مغاره نشینۍ فرهنګ یې نوره وده هم وکړه او د اوسېدونکو شمېر یې یو په دوه شو.

اووه- طنز خو لا دا چې دغه غارونه یونسکو د مجسمو اړوند بللي چې باید غار- مېشتی مخلوق ځنې وشړل شي نور یې خپله خوښه چې پر هره ځي ځي دي.

اته- د روان کال د حوت پر ۴- مه د کابل- کندهار پر لاره په شاجوی ولسوالي کې له دوو بسو څخه ۳۱- تنه هزاره انسانان د مخپټو وسلوالو له خوا کښته او غیب کړه شول چې د سیمې د قومي مشرانو او ناکامو پوځي عملیاتو په شمول له دولتي هلو- ځلو سره- سره یې تر اوسه د یوه درک هم نه دی لګېدلی.

د ځمکې د کرې لپاره د انساني تمدن د اوج په دې عجیب و غریب دوران کې بېساري شرم دی چې دغه انسانان د هزاره والي او شیعه توب په تور تښتول شوي دي او ویل کېږي چې دا افغانستان ته د داعش د وحشت لومړنی پیام دی چې غواړي د منځني ختیځ غوندې د یوه لوی ناانساني نمایش په وړاندې کولو سره دلته د خپل شیطاني وجود پر ثبوت خلک معتقد او په رواني لحاظ فلج کړي.

هماغسي لکه نازي جرمنیانو او هټلر چې بهودیان موذیان، ذلیل او په جنیټیکي لحاظ نیمګړي ګڼل او د هغوی په تصفیه و قتل عام یې لاس پورې کړی وو؛ هماغسي لکه داعشیانو چې په عراق کې ایزدي اقلیت جارو کړ او د هغوی پېغلې یې د خپلو جنسې هوسونو جهنم ته ور ټېل وهلې نو په افغانستان کې هم غواړي چې هزاره لږکي د شیعه مذهب د بطلان په نوم له یوې مخې، لکه په تاریخ کې، یو وار بیا وځپي؛ دا یوازې هزاره انسان ته د یوه قوم او یوه مذهب په صفت دوزخي ګواښ نه دی بلکې د ټول افغانستان او هر افغان انسان لپاره د یوې لویې ملي تباهۍ تروم دی.

له بده مرغه له داعشه پرته هم په افغانستان کې یو شمېر ډلې شته چې پر مخ یې د دین د اصلي جوهر د ادعا ماسک را غوړولی، هزاره په خاص ډول او شیعه په عامه توګه کافر، واجب القتل او مباح الدم بولي او داسې تبلیغ کوي چې د دوی مرګ تر یوه امریکایې کافر هم ډېر ثواب لري؛ لا ډېره بده او خطرناکه خو دا ده چې دغه ډلې د افغانستان په عدلیې وزارت او نورو اړوندو ادارو کې ثبت او دوی د افغانستان په دولتي او شخصي پوهنتونو، رسنیو او ټول تعلیمي نظام کې د اصلي اسلام د ترویج په نوم لکه وینه جریان لري؛ څو کاله مخکې د کابل په ابوالفضل زیارت کې د عاشورا مراسیمو مهال ځان مرګی برید او وړم کال په کابل پوهنتون کې پر همدغه موقع د سني او شیعه محصلانو تر منځ د مرګ ژوبلې تر بریده تاوتریخوالی له دغو ډلو سره بې ارتباط نه شي بلل کېدای.

ودان افغانستان ګوند دغه ټول تحرکات د افغانستان او افغان انسان د وجود لپاره مرګوني ګواښ بولي او د وطن پر ټولو روشنفکرو وطنپرستانو د یووالي، انسجام او واحد ملي- سیاسي صف جوړولو حیاتي ږغ کوي او هم د افغانستان ملي وحدت حکومت دغه نه جبرانېدونکي محوه کوونکي خطر ته متوجه کوي.

مخ په وړاندې له هر ډول جنایت او قومي- مذهبي تبعیض، تعصب او کرکي څخه پاک او ودان افغانستان پر خوا!

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *