په تخار کې یو ه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي
تخار: د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د کولابي آهندرې منځني ښوونځي ودانۍ رغنیزې چارې پیل شوېدي.
دغه ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د یوولسو میلونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړیږي چې په جرمنی کې د میشتو افغانانو لخوا ور کول کیږي . دغه ودانۍ به د یوکال په موده کې جوړه شي. چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، تشنابونه او نورې آسانتیاوې به و لري.
د ودانۍ د بنسټ ایښودلو په تړاو جوړوشویو مراسمو کې د تخار ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د لغمان حیدر خانې لیسي ته نوې ودانۍ جوړیږي
لغمان: د لغمان ولایت د مرکز اړوند دمهتر لام ښار د حیدر خانې لیسې دنوې ودانې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د غه ودانۍ په یوه پوړ کې په پا خه او اساسي ډول د ۳۸۲ زرو امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت د سویډن ګمیټې په مالي مرسته د یو کال په موده کې جوړیږی. دغه ښوونځی به هم ۸ درسي ټولګي،۴ اداري خونې، تشنابونه او نورې آسانتیاوې ولري.
په نوموړي ښوونځي کې څه دپاسه زر تنه نجونې په زده کړو بوختې دي چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو دنشت والي له امله ددغو زده كوونكو ستونزې حل شي.
د ودانۍ د بنسټ ایښودولو په تړاو جوړوشویو مراسمو کې د لغمان ولايت د پوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
په جوزجان ولایت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي
جوزجان: د جوزجان ولایت د شبرغان ار اړوند دپروژه ال منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
دغه ودانۍ دڅه باندې ۵ میلیونه افغانیو په مجموعي لگښت دنړیوال بانګ په مالي مرسته د ۸ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې جوړیږي. ددغه ښوونځي نوې ودانۍ به ۱۰درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نور ې اړینې آسانتیاوې ولري.
په نوموړي ښوونځي کې د ۶۰۰ تنو په شاو خوا کې زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره به د درسي ټولګيو د نشت والي له امله د زده كوونكو شته ستونزې حل شي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې دجوزجان ولايت د پوهنې رییس ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود او ټولو د نوې ودانۍ د جوړیدو د چارې د پیل په اړه خوښي وښوده او دایې د پوهنې د کیفیت په ښه والي کې مهم ګام وباله.