د ملي وحدت حکومت له جوړیدو سره سم تیرې ټاکنې د چارواکو له خوا غیر عادلانه وبلل شوې او و لسمشر او اجرایي ریس ژمنه وکړه، چې راتلونکو انتخاباتو لپاره باید د ټاکنو سیستم اصلاح کړي.

له دې سره سم د ټاکنو د اصلاح د څرنګوالي لپاره د یوه کمیسیون د جوړیدو خبره هم یاده شوه، چې له اوږده ځنډ وروسته د نوي لمریز کال په لومړیو کې جوړ شو.

ددې کمیسیون مشري د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ ته ورکړل شوې او دې هم ژمنه کړې، چې د اصلاحاتو پر مهال به د کومې سیاسي ډلې تر اغیزې لاندې را نه شي.

د حکومت دې اقدام د ټاکنو د کمیسیونونو د مشرانو او یوشمیر غړو غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ددې کمیسیون له جوړیدو مخکې وویل، چې د کمیشنرانو کاري موده د قانون له مخې شپږ کاله ده او له دې مخکې د دوی لرې کول غیرقانوني کار دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت بیا وویل، چې که د انتخاباتو د اصلاح کمیسیون ته ډیر واک ورکول شي، ممکن ناوړه پایلې ولري.

سعادت ددې کمیسیون له جوړیدو سره سم په دې موضوع عکس العمل ښکاره کړ او وې ویل، ولسمشر ددې لپاره دا کار وکړ، چې د امریکا د سفر پر مهال یې امریکایي چارواکو ته یوه لاسته راوړنه یاده کړي.

که څه هم په ظاهره د ټاکنو د درغلیو په مسئله کې د کمیسیونونو مسولینو ته ګوته نیول کیږي، خو اصلي موضوع داده، چې همدې چارواکو، چې نن د ټاکنو د اصلاح خبره کوي، تیر انتخابات بدنامه کړل.

په تیرو ټاکنو کې د دوو مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافاتو او یو بل ته د جدي ګواښونو مسئلې د امریکا لاسوهنې ته زمینه برابره کړه او هماغه وو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دوه ځله افغانستان ته راغی او بلاخره د ملي وحدت حکومت په جوړیدو پریکړه وشوه.

زه نه غواړم، چې دلته د ټاکنو کمیسیونونو ته برائت ورکړم، خو دا یادونه کوم، چې د ملامتۍ ټوله ګوته باید دوی ته ونه نیول شي.

که چیرې زمونږ مشرانو، چې په تیرو ټاکنو کې یې ځانونه کاندید کړي وو، د دیموکراسۍ اصل په پام کې نیولی وای او د ټاکنو نتیجه یې منلې وه زمونږ انتخابات به دومره نه بدنامیدل.

اوس خبره داده، چې که انتخاباتي کمیسیونونه اصلاح کیږي، باید ترڅنګ یې دا موضوع هم د یوه قانون په توګه یا تقنیني فرمان په توګه پاس شي، چې هیڅوک او هیڅ سیاسي ډله حق نه لري، چې د ټاکنو کمیسیون نتیجه رد کړي.

د ډيموکراسۍ پلې کیدل یو څه قرباني ته اړتیا لري، که څه هم تیر انتخابات په افغانستان کې د سوله ییز سیاسي انتقال لومړنۍ تجربه وه، خو دا چې په انتخاباتو کې ښکیلو سیاسي څيرو دا قرباني ورنه کړه، نو ټاکنې له ستونزو سره مخ شوې.

اوس ملي شورا ته هم په کارده، چې د ملي وحدت حکومت چارواکو ته دا موقع ورنه کړي، چې د اصلاح په بهانه انتخاباتي سیستم نور هم خراب کړي او په کمیسیونونو کې د خپلې خوښې کسان وګماري.

حکومت باید د انتخاباتو د اصلاح لپاره په ټولو خلکو الکترونیکي تذکرې وویشي، څو یو کس ونه توانیږي، چې د رایې ورکونې څو کارته واخلي او څو رایې ورکړي.

دا او دې ته ورته اقدامات چې د انتخاباتو د اصلاح اصلي لارې دي، اوس پرې حکومت ځان غلی نیولی.

د انتخاباتي شکایتونو د څیړنو له مخې په تیرو انتخاباتو کې د دوی شااوخوا لس زره موقت کارکوونکي په درغلیو تورن دي، اوس نو څنګه د درغلیو ټوله ملامتي پر کمیسیونونو اچولی شو.

موقت کارکوونکي، چې د دریو ورځو لپاره استخدامیږي، کمیسیون ته هم ځواب ورکونکي نه دي.

دا او دې ته ورته مسایل دا ایجابوي، چې حکومت باید د ټاکنو د سیستم د اصلاح لپاره جامع لارې چارې ولټوي او یوازې د انتخاباتو د کمیسیونونو د څیرو پر بدلون تمرکز ونه کړي.

One thought on “د انتخاباتي سیستم اصلاحاتو ځینې اندیښنې زیږولي/ مسرور لودین”
  1. دوستانو،لوستونکو انخابات واقعأ يو ديموکراتيک اصل دی،خو مسله دکمسيون په غړيو کی نده کانديدان بايد په خپله کاميابی اونا کامی قناعت وکړی لمړی بايد دهغوی داصلاح لپاره کمسيون جوړ کړو ،دوهم داچی دکمسيون غړی بايد بدل نشی ،دکمسيون دتقويي لپاره منظمه کړنلاره ترتيب شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *