تیره شپه د د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هوتخېلو په کلې کې يو تن قومي مشر او د هوتخېلو د ځوانانو د شورا مرستیال (مولاګل هوتک) د ناقانونه وسلوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د هوتخېلو د قومې شورا څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تيره شپه څو تنه وسلوالو غوښتل چې د هوتخېلو په کلي کې د یوې کورنۍ غړي وځوروي او دغه کورنې ولوټې، خو د کورنې غړیو په خپل وخت سره د کابل د نهمې امنیتي حوزې پولیس خبر کړل. پولیسو د موضوع د حل لپاره د ځوانانو د شورا مرستیال مولاګل له ځانه سره سمې ته بولی وو.  مولاګل غوښتل چې یاده کورنۍ له وسلوالو وژغوري او وسلوال د قانون منګلو ته وسپاري خو وسلوالو پر مولاګل ډزې وکړي او هغه ېې په شهادت ورساوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *