د افغانستان سولې ته هیلې

تاند- وسله والو طالبانو د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پلان کې د بدلون په وړاندې په غبرګون کې وویل چې د اوباما دا اعلان د سولې د هلوځلو په ځواب کې شوی دی.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«دا د سولې ټولې هیلې زیانمنوي. د دې معنا دا ده چې جګړه به تر هغو پوري دوام کوي چې دوی ماتې کوي.»

ولسمشر بارک اوباما پرون د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې وویل چې د روان ۲۰۱۵ تر پایه له خپلو ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه ۵۰۰۰ وباسي او ټولټال ۵۵۰۰ تنه د ۲۰۱۶ کال تر پایه پرېږدي.

د امریکا له مخکینۍ پرېکړې سره سم به د ۲۰۱۶ کال په پای کې یوازې ۱۰۰۰ تنه امریکايي پوخیان د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې کېږي. اوباما وویل چې په دې پروګرام کې لا هم بدلون نه دی راغلی.

اوباما په عین حال کې وویل چې د ځواکونو د ایستلو په اړه اصلي پرېکړه یې نه ده بدله کړې او لا هم دې ته ژمن دی چې ټول پوځیان د ۲۰۱۶ کال په پای کې وباسي.

سره له دې چې طالبانو د اوباما د تېرې شپې اعلان د سولې هڅو ته زیانمن بللی خو دې ډلې تراوسه پوري نه له جګړې لاس اخیستی او نه یې د سولې خبرې پیل کړي دي.

One thought on “طالبانو د ځواکونو د ایستلو په اړه د اوباما اعلان د سولې د هڅو په زیان وباله”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *