د ۱۳۹۳ کال سره الوداع په داسې وحشیانه ډول تر سره شوه، چې د افغانستان په ټول تاریخ کې به یې د تکرار لپاره کومه مرجع شاهدي ونه وايي.
که څه هم دغې خاورې ډیرې بې منطقه او ترخې پېښې زغملي دي، خو داسې ده چې هغه پېښې د اړوندو شرایطو له امله څوک دومره جدي ځکه نه نیسي، چې په جنګ او جګړه کې هغه د چا خبره حلوا نه وېشل کیږي، هر څه پېښېدلی شي او د هر ډول ظلم او زیاتي رامنځته کېدو امکان وي. چې په دغسې حالت کې په بېل او ځانګړي ډول نه له چانه ګیله کیدی شي او نه پوښتنه او نه هم د یو لوی او پراخ ناورین په لمن کې ضمني پېښې ناشونې ګڼل کیدی شي.
خو دا بیا په هر وخت او هر وضعیت کې عادي نشي ګڼل کیدی، حتا پېښېدل یې هم سخت بوګنوونکې او لړزوونکې وي.
د فرخندې شهیدې پېښه یادوم! ډیره ظالمانه او وحشیانه پېښه وه، چې که څومره ترې انکار وشي بیا هم پر بل ملت باندې نشي ورتپل کیدی، دا د همدغه ملت له منځه راوتلی تصویر دی، چې تل یې له ننګ او غیرت نه خبرې کړي، چې تل یې د ناموس ساتنې په عنوان سرښندنې او قربانۍ ورکړي او چې تل یې پت او عزت ته په کلتور کې د ارزښت په نوم ځای ورکړی دی.
خو کاشکې چې زړیدلی او هیرېدلی! نه پوهیږم کله به له ذهنه وځي او کله به له دغه انساني خجالته د وتلو احساس کوم؟ خو اوس مې دغه درد ډیر ځوروي، اوس مې هم زړه داسې وسکونډي، چې د وجود ټول مدار مې ورسره ګډوډ شي.
دا وخت د ګیلې نه دی، سړی باید چیغې ووهي، توبه وباسي، په لوی کومي وژاړي او هغه ګریوان ته لاس ور واچوي، چې خاص د منګولو ورغځېدو لپاره یې خلاص پریښی.
دا چې ډاډه یوو، موږ حکومت لرو، امنیتي ارګانونه لرو، قضا لرو او د یو اسلامي اساسي قانون خاوندان یوو، نو باید د دغه کار پوښتنه په کلکه وشي، که چیرې بابیزه وګڼل شوه، نو فکر کوم، تر دغې وحشیانه پیښې نه به زیات دا بې غوري او بې توجهي زړونه بیخي ډیر ودردوي.
رښتیا زما هدف بل و، ښه شوه چې اصلي خبره را په یاد شوه؛ فرخنده خورکۍ د دغه وطن لور وه، پر هغې باندې د شوي ظلم له امله ټول افغانستان وژړل، ټول ملت ودردېد او ټول انسانیت یې د خفګان پر ټغر کښېناو. خو اوس به دا هم سم او منطقي کار نه وي، چې د هغې شهادت د شخصي او سیاسي لیوالتیاوو وسله وګرځي.
غوښتنه مې دا ده، چې د فرخندې شهادت مه وسیله کوئ! په دغه کار کې د نارینه او ښځینه تر منځ د تبعیض هیڅ کومه نخښه نشته. دا به بله انصافي وي، چې یو اړخ یا یوه طبقه راپاڅیږي او د یو معصوم شهادت نه په ګټه اخیستو سره خپلې مشروع یا نامشروع غوښتنې او موخې مطرح کړي.
سمه ده، پر هغې باندې داسې ظلم وشو، چې هېڅ توجېه یې نشي کیدی. اما اوس چې کومې سپکې سپورې نارینوو ته ویل کیږي، دا هم یو ستر ظلم دی، چې مقابل لوری خپل حدود ماتوي او یو داسې ناورین ته لمن هواروي، چې بیا به یې د شرمونو په ټولولو باندې هم خلک وشرمیږي.
فرخنده اسلام ته د سپکاوي په تور د ښاریانو احساساتو سره مخامخ شوه او بلاخره تر برید لاندې راغله، کیدی شوای، همدا برخورد د یو نارینه سره هم شوی وای، ځکه تر دې پخوا هم دغسې اقدامات شوي، خو دا چې پکې پاتې راغلي، علت یې هم ښکاره دی، اما دا په هېڅ ډول منطقي نه ده، چې یو څوک دې په زغرده تور لګوي، چې هغه د دې لپاره ووژل شوه، چې ښځه وه یا ……….
کیدی شي له څېړنو وروسته یې اصلي لامل بربنډ شي، خو اوس چې کومې منفردې ډزې کیږي، په کار ده چې بندې شي او د ډیریدو او پردیو ته یې د مسألې د تودېدو موقع باید په لاس ورنکړل شي؛ ګنې نو په لوی لاس به مو یو بل تریخ مزل ته پایڅې بډ وهلي وي.