تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په دایکنډي ولایت کې ۲۰ تنه موټرچلوونکي او سپرلي برمته کړي دي.
د دایکنډي د کجران ولسوال وویل چې دا کسان د یکشنبې په ورځ طالبانو له نیولو وروسته د اروزګان ولایت چارچینو ولسوالۍ ته وړي دي.
ویل شوي چې د طالبانو له لوري تښتول شوي کسان شیعه مذهبه بلوڅان دي.
د کجران ولسوال ضامن پویا نن /چهارشنبه/ وویل چې له لسو ورځو راهیسي په کجران ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده. د ده په وینا په جګړه کې د شاملو طالبانو شمېر پنځه سوه تنو ته رسېږي.
ښاغلي پویا له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل، که کومک ورونه رسېږي ممکن کجران ولسوالي د طالبانو لاس ته پرېوزي.
ده ونه ویل چې طالبانو شل چلوونکي او مسافر ولي تښتولي دي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي اردو مرستیال لوی درستیز ولسي جرګې ته ویلي و چې په سنګین او د هلمند په نورو شمالي ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې طالبان دایکنډي او نورو سیمو ته تښتېدلي دي.