يادونه: د استاد شپون مننه کوم، چې د عيني انډول پر بنسټ يې د دې ليکنې ذهنيت راکړ.
د شلمې پېړۍ د نوې کره کتنې سرلارى ټي ايس ايليټ د شکسپير د “ډنمارک (پر) شهزاده” کره کتنه کړې. دا نقد يې د(هيملټ او ستونزې يې) په نامه دى، چې په (The Sacred Wood) کې خپور شوى دى. ايليت وايي، چې شکسپيير په دې ډرامه کې د هيملټ احساسات نه دي ښوولي. نوموړى د شکسپييرد بلې ډرامې د کرکټرې(مېرمن مکبڅ) ذهنې حالت د عيني انډول د بريالۍ بېلګې په توګه وړاندې کوي.
د ايليټ په وينا، د ډرامې کيسه او نور کرکټرونه د هيملټ د احساساتو په څرګندولو کې اړينه مرسته نه کوي.
عيني انډول د بيانولو/ تشريح کولو پرځاى د کرکټر د احساساتو ښوولو ته وايي.
يوه بېلګه به راواخلو: د ګلاب په زرغونولو کې هوا، خاوره، تودوښه او اوبه بنسټې نقش لري. که دا نه وي، ګلاب نه شي زرغونېداى؛ خو د ګلاب په بڼه کې د دوى لاس نشته، چې مثلا، که تودوښه پرې زياته شوه، ګلاب به په غاټول واوړي يا که اوبه ورونه رسېدې، له ګلاب نه به نرګس جوړ شي. دا ګلاب که تازه وي، که مړاوى، که غټ وي، که ورکوټى، ګلاب به وي. دغسې د احساساتو د وړاندې کولو لپاره وسايل شته. دا وسايل لکه ګلاب ته د هوا، خاورې، تودوښې او اوبو غوندې خارجي دي، چې په ښوولو او ايجاد کې بنسټي نقش لري. ايليټ همدغو بهرنيو وسايلو ته عيني انډول وايي.
ايليټ پر هيملټ همدا نيوکه کوي او د شکسپيير تخنيکي ناکامي يې بولي، چې د ده احساسات مجرد دي، شکسپيير د بهرنيو وسايلو په واسطه عيني او حسي کړي نه دي، چې نندارچي يې حس کړي.
د ايليټ په اند احساسات مستقيم نه شي وړاندې کېداى، د پنځګر او لوستوال ترمنځ عيني انډول وي. د همدغه عيني انډول له مخې لوستونکى په پنځونه کې شته احساسات حس کوي.
دايليټ په اند د هنري اظهار(موخه يې حسي کول دي) يواځنۍ لار د عيني انډول موندنه ده. په بله وينا، مثالونه، حالت او پرلپسې پېښې هغه عيني انډولونه يا بهرني وسايل دي، چې احساسات پکې حسي کېداى شي او چې کله هم ورسره څوک مخ شي، همداسې احساس کړي. يا د استاد شپون په وينا “ايليټ وايي: داسې مه وايه، چې سپى غاپي، بلکې ويې غپوه”.
ټي ايس ايليټ چې سمبوليست و، د مستقيم اظهار پرځاى يې په مثالونو کې د احساساتو څرګنتا شوني ګڼله.
د پير محمد کاروان د (ښاپېرۍ ورغوي) د (په ټپو يې ژبه وا کړئ) نظم کې د افغانستان غميزه په مثالونو او پرله پسې پېښو کې وړاندې کړې، چې د ايليټ د عيني انډول ښه بېلګه ده او لوستونکى پکې د شاعر احساسات حس کولاى شي. لږه برخه يې رااخلو:
غر له غره سره نښتى
جنګوي تندي د کاڼو
سل منۍ ډبرې رغړي
ته وا ميندې دي د بياڼو
له اوږو يې خورجينونه
لاندې لوېږي د ګلپاڼو
ميندې بورې پر ګورګورو
پر کرکڼو، پر مماڼو
درمندونو کې راتوى شول
کټوري د اور له زاڼو
لمر هم ټول سيوري وژلي
د ژوندون د شنو بکياڼو
د شيرين وطن په نوم دې
فرهادي تېشه راواخله
ډبرينې دروازې کړه
د دې غرونو خچې پچې
چې غولانځې يې شي ډکې
د ژوندون چينې دي وچې
په دې غرونو کې بنديان دي
زر سيلونه د توتيانو
په نباتو يې ماړه کړئ
په شکرو يې ماړه کړ
د نظم په دې څو مسرو کې وينو، چې کاروان خپل احساسات په سمبوليکو مثالونو کې وړاندې کړي او پر موږ يې حس کړي دي. په دې نظم کې غرونه د استعمارګرو او زبرځواکونو سمبول دى، ګورګورې، کرکڼې او مماڼې د مظلوم ولس استعارې دي او لمر د مرګ استعاره ده. فرهادي تېشه، ډبرينې دروازې، د ژوندون چينې او…هم هغه مثالونه دي، چې د شاعر احساسات موږ ته بشپړ رالېږدوي.
همداسې د غرونو نښته، د سل منيو ډبرو رغړېدا، پر ګورګورو، کرکڼو، مماڼو، درمندونو کې د اور له زاڼو د کټورو راتويېدل، د لمر په لاس د ژوند د سيورو وژله او…هغه پېښې دي، چې پر موږ يې د شاعر تجربه حس کړې ده.
په ورپسې نظم (ته به راځې، ته مې په خوب ليدلې) کې د کندهار د زلمي په مثال اونورو مثالونو سره خپل احساسات د عيني انډول د تيورۍ پر بنسټ لوستونکي ته وړاندې کوي.
په ادبي نثرونو کې هم مثالونه کارېږي. مثلا: که ووايم: “د پلار وفات يواځې، بې سرپرسته او دردمن کړم” دا به د عيني انډول د تيورۍ پر بنسټ مجرد احساسات يا ناسم اظهار وي، چې اورېدونکى يې نه شي حس کولاى. که پر لوستونکي يې د حس کولو ښه انډول/بديل يې ښايي دا مثال وي: “د پلار مرګ داسې کړم، لکه په سره اوړي کې چې له چا نه سيورى راکاږې”.
بل، حالت او پېښې دي، چې دواړه توپير لري. پېښې د دوو يا څو کسو تړاو ښيي او حالت د يوه کس بدلون ته اشاره کوي.
د بيان پرځاى پر مخاطب د احساساتو د حس کولو بله لار د حالت انځورنه ده.
نصير احمد احمدي، چې په (خونکار) کې د غوټۍ د وژلو لپاره راباندې د حميد د تبر د جګوالي ويروونکى حالت احساسوي، نو ليکي:
“تبر يې پورته کړ، ښځې وټوخل، تبر ته يې وکتل، په ستورو کې ولاړ و.
بل ځاى چې د حميد پر سر د غوث الدين د دې خبرې “په ملنډو يې وويل:
ستا به وراره وي، زما هېڅ نه کېږي!”
په ځواب کې د هغه د کونډې ورندار قهرېدلى حالت انځوروي، داسې نه وايي، چې سخت غوسه ورغله، بلکې ليکي:
ښځې اور واخيست:
دا زما کور دى، ته…
د ايليټ په اند د بيان پرځاى د احساساتو او کيفيتونو د ښوولو بل عيني انډول پرله پسې پېښې دي. په (خونکار) کې له قاتل سره د کشمکش په حالت کې د غوټۍ ترهېدلى حالت/د ويرې کيفيت داسې حس کوو:
پر ښي لاس يې زور راووست. لاس يې پوست ولګېد. ورو يې وروکتل. لاس يې د يوه بنيادم پر لوڅه ببره سينه پروت و. خوله يې وازه کړه. د چيغې غږ راونه ووت. خرهارى يې شو. کيڼ بغور يې لوند ورته وايسېد. ورو يې پورته وکتل، پر تندي يې د يوه بنيادم له مړو ويښتو ډکه زنه ايښې وه. يو دم کېناسته، د سپوږمۍ رڼا د سړي پر لوڅو سپينو سترګو لګېدله. ښځې څو ځله خوله وازه کړه، غږ ترې راونه ووت، دومره پوهېده، چې ځان يې رېږدي”.
“د کوټې د دروازې کړپ شو، د ښځې زړه د پښو تر پوندو منډه کړه، په کوټه کې يو نارينه غږ واورېدل شو:
غوټۍ!
غوټۍ په بېړه ولاړه شوه، په لاس کې نيولې چاړه يې پورته کړه، يو چا اخ کړل، بتۍ يې له لاسه ولوېد، له دروازې سره ولګېد، درب شو، په غولي ولوېد”.
د بيان پرځاى د حس کولو يوه بله لار هم شته، هغه د پېښو د خپلو اوازونو کارونه هم ده. مثلا: د زمري د اواز پرځاى مستقيما غړمبېدا، د د ېوال د غورځېدو پرځاى پخپله د(درب) غږ. دا ښايې بياني ژبه وي، چې مروارې ترور هيبت وکړ او زوى يې ورته په خندا وويل، چې مورې هسې ټوکې مې کولې؛ خو دا به حسي ژبه وي:
– وۍ وۍ، دا څه کانې راوشوې، خدايه دا ورځ به مو هم ليده.
– هه هه، هه، مورې هسې ټوکې مې کولې، هېڅ هم نه دي شوي.
نصير احمد احمدي په (خونکار) ناول کې يوځاى ليکي:
پيشو ميو کړل، غوټۍ په منډه دالان ته ورننوته.
که ليکوال پوخ نه واى، ښايي “د پيشو غږ يې تر غوږ شو….” يې ليکلي واى.
ټي ايس ايليت د عيني انډول پر بنسټ پنځونه د پنځګر له وجوده وايسلته. د نوموړي په اند، د عيني انډول پر بنسټ چې کوم احساسات په پنځونه کې وړاندې کېږي، هغه د پنځګر له خپلو احساساتو سره توپير لري، داسې نو د پنځګر شخصيت له پنځونې وووت او پنځونه يو مستقل موجود شو، چې ايجادګر يې د دود پر بنسټ عيني انډول دى.
د ټي ايس ايليټ پر عيني انډول نيوکي هم شوې دي؛ خو په ټوله کې عيني انډول هغه ايجاد دى، چې تراوسه يې پر ادب وزرې غوړولې دي.