خبریال: میرویس جلالزی – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه وتلي استخباراتي شنونکي ویلي امریکا نه شي کولای له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې ثبات تضمین کړي.
ډاکټر ماروین وینبوم چې د منځنۍ اسیا په انستیتیوت کې هم د پروفیسر دنده لري، دغه څرګندوني امریکا ته د افغانستان د ولسمشر ډاکټر غني له ورتګ سره جوخت کړي دي.
د نوموړي په خبره که څه هم بارک اوباما په افغانستان کې د لس زره سرتیرو ساتل غواړي لیکن دی ژمن دی چې دغه سرتیري به د اوباما د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسیدو دمخه په بشپړه توګه له افغانستان څخه را ایستل کیږي او دا به ګرانه وي چې د دغو سرتیرو له وتلو وروسته په افغانستان کې جنګي فصل څه بڼه او رنګ ولري.
ډاکټر ماروین چې د افغانستان پر حالاتو یي د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې څیړني کړي وايي دی ګومان کوي چې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د جګړې اور نور هم تود شي او کیدای شي افغان حکومت چې اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی د یاغي ډلو له سخت فشار سره مخامخ شي.
د دغه امریکايي مبصر څرګندوني څو ساعته مخکې تر هغه خپرې شوې چې افغان ولسمشر د امریکا د کانګرس د دواړو جرګو استازو ته وینا وکړه.
ډاکټر غني په دغه وینا کې ټینګار وکړ چې افغانستان به د القاعدې او ترهګرو په هدیره بدل کړي لیکن دغه امریکايي مبصر ګومان نه کوي چې افغان پوځونه دي په یوازي سر وکړای شي له ترهګرو سره وجنګېږي.
داکټر وینبوم همدا راز وایي چې د ډاکټر غني په هڅو ب��ور لري او دا د سولې د راوستلو لپاره د هغه د بریاليتوب راز دی چې پاکستان د سولي په پروسه کې مهم بولي او دغه ملک له طالبانو سره د خپلې سولې په خبرو کې ګډوي.
نوموړي ویلي ډاکټر غني یوازنی کس دی چې دی پرې باور لري چې په یوازي سر د خپل هیواد د سولې لپاره له یوه غښتلي موقف څخه عمل کوي.
یاد امریکايي مبصر په افغانستان کې د داعش ډلې پرحضور هم اندیښنه وښوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه استخباراتي مبصر دا هم ویلي چې دغه ډله باید په افغانستان کې وڅیړل شي څو یي جرړې معلومې شي او له افغان حکومت سره د هغو په ځپلو کې په ګډه او پر وخت عمل وشي.