تاند- له پاکستانه په توغول شویو توغندیو د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د خوست د سرپرست والي ویاند مبارز ځدران وايي چې دا توغندي تېره شپه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې توغول شوي او د ببرک ټاڼې په سیمه کې د کوچیانو پرکورونو لګیدلي دي.
تراوسه پوري پاکستان د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او د افغانستان حکومت هم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
څرګنده نه ده چې دا برید د پاکستان پوځیانو کړی او که په دغه هیواد کې مېشتو طالبانو کړی دی.
د حاجي طوطي په نوم یو تن، چې د کورنۍ څو غړي یې په دې پیښه کی وژل شوي وویل چې د علیزو له لوري په دې توغندیو یې د کورنۍ پنځه تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومان دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي چې د دې پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
پاکستان څو کاله پر له پسې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو په تېره بیا پر کونړ راکټي بریدونه وکړل خو د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته یې دا ډول بریدونه درولي دي.