شیدې، لنډه کیسه

ژباړن : ذبیح الله قرار

شیدې د کور سړي څښي.

ځکه چې هغوی سړي دي.

د هغې کار دی چې سړو ته په احتیاط ګرم ګیلاس ورسوي. د وړلو په وخت هره ورځ د شیدو له لوښي څخه ګرم تاو پورته کېږي، هغه يې يوازې له خوشبويۍ څخه خوند اخلي. د تودو شیدو بوی يې زړه خوشاله کوي.

يوه ورځ يې مور او نیا په کور کې نه وې، په منډه، منډه يې د شیدو لوښي ته ځان ورساوه او ګیلاس يې ترې ډک کړ. د غوړپ له پاره يې ګیلاس تر شونډو پورته کړ، يو ناڅاپه يې د کلا د دروازې کړپ تر غوږو شو. ګیلاس يې له لاس څخه خوشې شه او د شیدو په لوښي ولویده. د شیدو لوښی دوه ټوټې شه او د کوټې پر فرش د شیدو لښتي جوړ شول. مور يې په رډو، رډو ورته کتل او قدم په قدم ورنږدې کيده.

له ويرې او شرمه يې ټول وجود لکه پاڼه رپيده، په تړتړۍ ژبه يې وویل: ما… ما…

  • شیدې د چکلې شیشکې؟
  • هو…
  • نو په غلا، ولې دې ونه غوښتې.
  • څو ځلې مې درنه غوښتي، تا کله راکړي؟
  • چې درمې نه کړې اوس دې دا کارونه پیل کړل سپين سترګې.
  • يوه پوښتنه وکړم مورې!

له اوښکو ډکې سترګې يې مور ته ورواړولې او په ډډ غږ يې وويل.

  • هو! د څه شي پوښتنه.
  • زه چې کله پيدا شوم، ستا په تيو کې شیدې پيدا شوې وې؟
  • هو… ښې ډيرې… دا څه خېل پوښتنه ده چې کوې يې؟
  • نو هغه وخت دې هم زما برخه د تي شیدې د کور سړيو ته ورکولې؟
One thought on “شیدې/ لنډه کیسه/ لیکواله: چترا مدګل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *