د منځني ختیځ بې وزله او نا امنه هېواد «یمن»، د سیمه ییزو لوبغاړو لپاره اوس یوه مهمه ستراتېژیکه سیمه ده، چې ګڼې سخت دریځې وسلوالې ډلې په کې فعالې دي. په دې لنډه لیکنه کې د یمن په وروستیو شخړو او نا کراریو کې پنځه تاثیر لرونکي عوامل څېړل شوي دي:
۱. ستراتېژیک موقعیت
د یمن له پولو سره پرته شاوخوا سیمه، په لرغونو زمانو کې د منځني ختیځ د (نېکمرغه) تمدن زانګو وه. یمن د سعودي عربستان د ټاپو وزمې په پرتله حاصل خېزه سیمه ده چې د لوړو غرونو د موجودیت له امله هر کال په کې په کافي اندازه اورښت کېږي. خو د طبیعي سرچینو؛ په ځانګړې توګه د تېلو د نشتوالي له امله په سیمه کې یو بې وزله هېواد دی او نږدې ۲۶ میلیونه نفوس لري.
یمن د سعودي عربستان په جنوب لوېدیځه څنډه کې پروت له خورا مهم ستراتېژیک موقعیت څخه برخمن دی. دغه هېواد د اروپا –اسیا ترمنځ د نښلوونکي اوبیز مسیر په اوږدو کې سور سمندرګي (بحر احمر) ته نږدې موقعیت لري. سور سمندرګی د اسیا-اروپا ترمنځ د سمندري ټرانسپورټ او سوداګرۍ یو مهم مسیر ګڼل کېږي. له دې لارې هره ورځ په میلیونونو بیرله تېل د سویز کانال، مدیترانې بحیرې، عدن خلیج او عربي سمندرګي له لارې د اروپا او اسیا د انرژۍ تږو مارکېټونو ته ځي. د یمن اوبیز ټرانزیټي دهلیز (عدن) په شلمه پېړۍ کې د نړۍ تر ټولو مصروف مسیر ښودل شوی دی.
۲. شمال او جنوب + قبایل
که څه هم د یمن تاریخ زرګونه کلونو پخوا ته ور ګرځي، خو اوسنی یمن له یوه نوي یا مډرن ملت څخه تشکیل شوی دی. د شمالي او جنوبي یمن په یو ځای کېدو سره د دې هېواد رسمي پولې تقریبا په ۱۹۹۰ لسیزه کې وکښل شوې، تر دې مخکې دواړه سیمې په خپلمنځني جګړو کې ښکېلې وې.
په لومړي سر کې د سعودي او بیا د مصر په ملاتړ د سلطنت غوښتونکو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ تر اوږدې کورنۍ جګړې وروسته، په ۱۹۷۰ کال کې شمالي یمن بېل او نوی جمهوریت په کې تاسیس شو. علي عبدالله صالح د پوځ په ملاتړ واک په لاس کې واخیست او تر څو لسیزو پر دغه هېواد واکمن و. که څه هم جنوبي یمن موافق و چې په ۱۹۹۰ کال کې د صالح په مشرۍ د شمالي یمن له جمهوریت سره یو ځای شي، خو ډېر ژر له خپلې پرېکړې پر شا شو. په دې توګه شمال او جنوب یو ځل بیا په یوه نوې جګړه کې کېوتل، چې په پایله کې د زرګونو تنو په مرګ ژوبلې سره عبدالله صالح بریالی شو.
یمن پر لویو ښارونو سربېره، یو شمېر قبایلې سیمې هم لري چې د قبایلي مشرانو له خوا په خپلواکه توګه اداره کېږي. ویل کېږي چې په دغه هېواد کې له ښاریانو وسلې ډېرې دي. قبایلي وسلوال د پوځ پر وړاندې جنګېږي او ځان ته قوانین لري، دا قوانین غیر مدرن او سنتي دي. هوثي یاغیان په یمن کې تر ټولو ځواکمن جنګیالي ګڼل کېږي.
۳. د سني او شیعه ټکر
د یمن اکثریت وګړي مسلمانان دي، چې پر سني او شیعه مذاهبو وېشل شوي دي. د شیعه ګانو زیدیه فرقه د دې هېواد د ټولو وګړو څلوېښت سلنه جوړوي. زیدیه ډله د شیعه ګانو له نورو فرقو سره توپیر لري او سنیانو ته یو څه نږدې ده. په عین وخت کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې سلفي او وهابي جریانونه چې له ګاونډي عربستان څخه سرچینه اخلي، په یمن کې د پراختیا او نفوذ په حال کې دي.
۴. هوثيان
هوثیان د شیعه مذهبو په زیدیه فرقې پورې تړاو لري چې د یمن په شمالي سیمو کې مېشت دي، دا سیمه له سعودي عربستان سره نږدې پوله هم لري. د «هوثي» نوم په یمن کې د یوې قبایلي کورنۍ له مشر سره تړاو لري. حسین بدرالدین الهوثي پخوا د یمن د پارلمان غړی هم و. نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې د دولت له خوا د اسرایلو او امریکا پر ضد په تاوتریخجنو لاریونونو کې په لاس لرلو او د هوثي جنګیالو پر رامنځته کولو تورن شو.
د یمن حکومت د الهوثي په مشرۍ د ورانکارو او جنایتکارانو د نیولو امر وکړ، چې په پایله کې د الهوثي په ګډون سلګونه کسان ووژل شول او نور ګڼ شمېر پلویان یې ونیول شول.
له همدې پېښې وروسته هوثي جنګیالي د مرکزي دولت پر وړاندې جګړې ته راووتل او تر اوسه جنګېږي. هوثي جنګیالي په حکومت کې پراخه ونډه غواړي او اوسنی حکومت د سعودي په ملاتړ رامنځته شوی وهابي رژیم ګڼي. دوی ادعا کوي، زیدیه قبایل چې په سنتي ډول د دې هېواد اصلي اوسېدونکي دي، له پامه غورځول شوي دي.
خو د یمن ولسمشر عابد منصور هادي ادعا کوي چې هوثي یاغیان د لبنان د شیعه وسلوالې ډلې «حزب الله» له خوا حمایه کېږي. همدارنګه یو شمېر لوېدیځ چارواکي ایران تورنوي چې هوثي جنګیالو ته پیسې او وسلې ورکوي، څو د یمن اړوند د سرې بحیرې ستراتېژیکه سیمه په خپل کنټرول کې واخلي.
۵. القاعده او داعش
له ۲۰۰۹ کال راهیسې یمن د القاعدې شبکې مهم عملیاتي مرکز ګڼل کېږي. د القاعده شبکې د یمن او سعودي څانګو تر یو ځای کېدو وروسته چې د «عربي جزیرې القاعده ډله – AQAP» ترې جوړه شوې، په نړۍ کې د ترورېزم د تولید پر یوې سترې شبکې بدله شوې ده. امریکا هم اندېښنه لري چې دا د القاعده تر ټولو خطرناکه ډله ده. سعودي ته تر مهاجرت مخکې د اسامه بن لادن کورنۍ د یمن په جنوب کې ژوند کاوه.
په یمن کې د القاعده شبکې پر وړاندې جګړه کې امریکا له دغه هېواد سره پراخه مرسته پیل کړه. امریکا له ۲۰۰۷ کال راهیسې یمن ته د شاخوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ورکړي، پر دې سربېره د امریکا له خوا د یمن په خاوره کې د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم ترسره شوي دي.
القاعده د هوثيانو پر وړاندې هم جګړه کوي چې د هوثیانو د تښتولو په ډېرو پېښو کې ښکېل بلل شوي دي. هوثي یاغیان پر دولت سربېره له القاعده سره هم جګړه کوي.
د دولت په ګډون په یمن کې لسګونه جنګي قوتونه پر جګړه بوخت دي، چې د دې هېواد حاصل خېزه او زرغونې سیمې اوس د جګړو پر تود ډګر اوښتې دي. په یمن کې یو شمېر سخت دریځې ډلې له داعش یا د اسلامي دولت وسلوالې ډلې سره هم تړاو لري. دوی اوس مهال په یمن کې پر پوځي او غیر پوځي اهدافو بریدونه کوي.
وروستۍ پېښه چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۰ مه رامنځته شوه، داعش وسلوالو د پلازمېنې صنعا له ګڼې ګوڼې ډک په یو مسجد کې ځانمرګی برید وکړ چې په پایله کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شول .
سرچینه: راشیا ټودې