ولسمشر غني له پاکستان سره اړیکې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو ته محتاطه خوشبیني لري خو له دغه هیواد سره اړیکې له طالبانو سره د سولې د هلوځلو په خاطر مهمې ګڼي.

له کله چې محمد اشرف غني د افغانستان د دوهم منتخب ولسمشر په توګه کار پیل کړی، له پاکستان سره د اړیکو ښه کول یې د خپلې پالیسۍ اساس ګرځولی دی.

سره له دې چې ولسمشرغني په داخل کې د پاکستان په وړاندې د غوره کړې پالیسۍ په خاطر له انتقادونو سره مخامخ شوی خو ده پرون د نیویارک ښار د نړیوالو اړیکو شورا ته په وینا کې د دې پالیسۍ دفاع وکړه او هغه یې د سولې د اساسي کیلي په توګه یاده کړه.

د افغانستان ولسمشر د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«موږ  محتاط خوشبین یوو چې اساسي تحول مو پیل کړی دی.»

ښاغلي غني وویل، دواړه هیوادونه د تشدد او جګړو د پای ته رسولو لپاره په کار بوخت دي.

ده وویل، باوري دی چې له پاکستان سره اړیکې له طالبانو سره د پاکستان د اړیکو د پای ته رسېدو لپاره کلیدي رول لرلی شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، که پناهځایونه نه وي بلوا دوام نه شي کولی.

ده وویل، که پناهځایونه له منځه یووړل شي، هماغسي به سوله راشي چې په لاتینه امریکا، مرکزي امریکا او افریقا کې راغله.

له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو له ښه کېدو وروسته پاکستان پر طالبانو فشار راووړ او ورته ویې ویل چې له کابل سره خبرې وکړي کنې له خپلې خاورې به یې وباسي. د پاکستان فشار سبب شو چې طالبان له کابل سره خبرو ته وهڅول شي.

که څه هم طالبانو په ظاهره ویلي چې تر هغو به خبرې ونه کړي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ونه وځي.

په همدې حال کې پرون د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د واشنګټن په یوه څېړنیز انستیتیوت کې وویل، په پاکستان کې د تروریزم په اړه، سره له دې چې د جګپوړو چارواکو په لهجه کې بدلون راغلی خو مځکني حقیقتونه د پخوا په شان دي او کوم بدلون پکې نه لیدل کېږي.

«موږ داسي کومه نښه نه ده لیدلې چې طالبان په پاکستان کې ملاتړ نه ترلاسه کوي. خو د پاکستاني مشرانو په لهجه او ژبه کې مو تغییر لیدلی دی. په وروستیو میاشتو کې زموږ او د دوی د مشرانو، هم ملکي او هم پوځي، ترمنځ ډېر تماسونه نیول شوي. پیغامونه ډېر ښه دي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي چې د افغانستان دښمن د دوی دښمن دی، دا ښه پیغام دی.»

عبدالله هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې په راتلونکو څو اوونیو کې پیل شي.

One thought on “ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدا ته محتاطه خوشبیني ښيي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *