د مټاخان د سیمییزو پولیسوقومندان

سیف الرحمن شهاب /پکتیکا – چارواکي وایې، چې د پکتیکاولایت د مټاخان ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان او د هغه یو ساتونکی د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنيت امر او سرپرست امنيه قومندان نثاراحمد عبدالرحیمزي دوري په ۷ مه، تاند ته وویل، یاده پېښه تېره شپه ناوخته د مټاخان ولسوالۍ اړوند د فقیرکلاپه سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، ماین د وسله والو طالبانو له لورې په لویه لاره کې خښ شوی و چې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان موسی خان اندړ ترڅنګ په کې د نوموړي یوساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د امنیت امر وایي، د پولیسو له لورې وروسته په سیمه کې له طالبانو سره نښته هم رامنځ ته شوې چې له امله یې یو طالب وژل شوی چې جسد یې د پولیسولاس ته ورغلی دی.

د مټاخان ولسوالي یوه اوسېدونکي هم د نوم نه ښودو په شرط تاند ته وویل چې په چاودنه کې د موسی خان اندړ ترڅنګ یوبل پولیس هم وژل شوی.

د سرچینې پر وینا د چاودنې له امله د وژل شوي قومندان موټرهم په بشپړډول ویجاړشوی دی.

د مټاخان ولسوالۍ امنيه قومندان او د سميه ییزو پوليسو د وژل شوي قومندان ورور، ودود اندړهم وايي چې د چاودنې له امله يې وروراو د هغه يو ساتونکی وژل شوي، او يوبل سمیيز پوليس ژوبل شوی دی.

نوموړی زياتوي چې له چاودنې وروسته وسلواله نښته شوې چې په ترڅ کې يې يو وسلوال طالب وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دې.

د هغه په خبره د وژل شوي وسلوال، جسد، يو موترسيکل او کلاشينکوف د ملی پوليسو لاس ته ورغلي، او ژوبل شوي طالبان وسلوالو له ځان سره وړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *