د واليبال هغه ټورنمنټ چې په خوست ولايت کې د المپیک ادارې په چوکاټ کې د ١٣٩٤ لمريز کال د پسرلي په وياړ د ولايت مقام په نوښت او مالي همکارۍ سره جوړ شوى وو، د خوست د مرکز او ولسواليو په کچه په کې پنځه ويشت لوبډلې ولوبېدې .
په دې سياليو کې د خوست د مرکز او تڼیو ولسوالۍ منتخبو لوبډلو وکولی شول چې تر نورو لوبډلو ډېرې برياوې خپلې کړي اوپایلوبې ته لار ومومي.
دې ټورنمنټ چې پوره يوه اونۍ وخت ونيو، نن د جمعې په مبارکه ورځ د دواړو غښتلو لوبډلو ترمنځ د پایلوبې په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې په پای کې د خوست مرکزې لوبډلې پایلوبه وګټله او لومړی مقام یې خپل کړ. د ټنیو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې دوهم او فیضو لوبډلې دریم مقام خپل کړ.
ټورنمنټ یادو درې لوبډلو ته د ولایت مقام لخوا دکپونو،مډالونو او ترتیب شویو ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسیده.
له ټولو ځوانانو مې هیله ده چې يادو مراسمو ته د خوست ولايت مقام په استازيتوب د دې ولايت د سر پر ست والي وياند مبارزمحمدځدراڼ ، ګن شمېر دولتي چارواکي، مدني فعالين او د ورزش مينه وال ورغلي وو.