Ahmed Ben Bella Biography احمد بن بِلا بیوګرافی-

احمد بن بِلال د سیاسي رهبر، ريئس جمهور او انقلابي باندې شهرت لري او د الجریا اصلي اوسیدونکی دی، نوموړی مسلمان او د ملی ازادي ګوند په مفکوره ؤ او په ۲۵ دسمبر ۱۹۱۲ میلادي کال کښې زیږیدلی او په ۱۱ اپریل ۲۰۱۲ میلادي کال له دې دنیا څخه تللی.

احمد بن بِلا د عربو ولس کښې تر ټولو ستر شخصیت په توګه پیژندل کیږي، لکه چي نوموړی په ښوونځی کښې ؤ د فرانسویانو لخوا نژادي تبعیض متاثره کړ او د فرانسوي چارواکو لخوا د فرانسې په اردو کښې په خدمت بوخت کړای سو. وروسته احمد خپلې مورنۍ خاوری ته راستون شو او هلته (Messali Hadj) حرکت تر چتر لاندي غورځنګ کښې خورا شهرت پیداکړ او د (Organization Special) حرکت بنسټ ایښودونکی ؤ، هغه حرکت چې نظامي حرکت ته رسیږي.

احمد د یو بانک د غلا په قضیه کښې په اتو کالو بند محکوم شو چی وروسته ورڅخه په تېښته بریالی شو او د تېښتې په وخت کښې یې د ملی ازادی ګوند بنسټ کښیښود، دا هغه ګوند ؤ چی دالجریا د ازادي لپاره یې کوښښ کاوه خو احمد د دوهم ځل لپاره ونيول سو او شپږ کاله يې په بند کې تېر کړل. احمد د الجریا موقتې ادارې د مرستیال په توګه وټاکل شو پداسی حال کښې چی نوموړی په محبس کښی بندی ؤ او کله چی الجریا خپله ازاي واخیسته نوموړی د الجریا لومړی ریئس جمهور وټاکل شو.

تر آزادي وروسته يې داولس پالنې لاره ونيوله او د ده په اجازه کروندګرو ته اجازه ورکړل شوه چې دفرانسوي ميشتو له لوري نيول سوې ځمکې وکري، په بهرنۍ پالیسي کښې يې تغیرات راوستول او تګلاره یی عرب شموله او د امپریالیزم خلاف کړه.

احمد د خپل ګوند تګلاره تحمیلوله او د خپل مطلق حاکمیت څخه یی استفاده کوله هغه ؤ چی اپوزسیون یې په وړاندی ودریده او دنوموړي لاسونه يې ور لنډ کړل .

ماشومتوب:

احمد د خپل والدینو اووم اولاد ؤ او خپل ماشومتوب يې د الجریا په تیمثین ښار کښې تیر کړ او پلار یې کوچنیو تجارتونو او بزګرۍ کښې خپل عمر تیر کړی وو.

په ۱۹۳۶ زيږديز کال کښې د فرانسوي فوځ سره یوځای شو او په مارسلي کښې يې لومړی دنده شوه. د ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۰ پوري يې په فرانسوي فوټبال ټیم کښی لوبه وکړه.

کار ژوند او لاره

د دوهم نړیوال جنګ په بهير کښې احمد د فرانسویانو پوځ ته د دوهم ځل لپاره شامل شو هغه وخت چې فرانسویانو د جرمني په وړاندې ماته خوړلې وه او دی بیا هم د پوځ څخه ویستل شو نو بیا نوموړی د مورکان پلي ځواکونو کښې ګډون وکړ او د تورنۍ نظامي رتبه یی واخیستله.

په ستیف کښې د الجریایي مسلمانانو د غورځنګ په وړاندې د فرانسوي چارواکو عمل چې زرګونه مسلمانان یې په قتل ورسول احمد پریکړه وکړه چی د الجریاد ازادی لپاره به کار کوي.

احمد د الجریا د مارنیا ښار ته راوګرځیده او هلته د هم هغه ښار د مشورتي جرګې مشر وټاکل شو او د میسالي هاد په مشري د (MTLD-PPA) غړی شو.

په مارنیا کښې فرانسوي چارواکو د احمد کروندې ونیولې او نوموړی الجیرز ته وتښتید او هلته يې ځان پټ کړ. احمد د تهدید په وړاندي سر ټیټ نه کړ . کله چی په ۱۹۴۸ میلادي کال په یو اړخیزه ټاکنو کښې مرسل-یډمونډ نایجلن د الجریا عمومي والي یا حاکم وټاکل شو احمد (OS, Special Organization) ځانګړۍ اداره جوړ کړه ترڅو د فرنسوي قوانینو په وړاندی مسلحانه جګړه شروع کړي.

په ۱۹۵۰ میلادی کال کښې دی د اوران مرکزي بانک د غلا په تور په اته کاله حبس محکوم شو خو دوه کاله وروسته مصر ته وتښتیده او هلته یې یو ځل بیا ځانګړې اداره جوړه کړه.

په ۱۹۵۴ میلادي کال کښی احمد او نه تنو نورو مهاجرو رهبرانو په سویدرزلینډ کښې یوه پټه ناسته ترسره کړه او ملی آزادي په نامه حرکت يې جوړ کړ تر څو د فرانسویانو په وړاندي مسلحانه ډول د خپلې ازادۍ لپاره جګړه وکړي. هغه ؤچې نوموړی بیرته مصر ته وګرځیده او هلته یې د الجریا د آزادی لپاره د منځني ختیځ مرستې همږغې کړې او په ګروپونو او ډلو یې ووېشلې.

نوموړی په خپل ژوند کښې دوه ځله په تیښته بریالی شوی، په ۱۹۵۶ میلادي کال کښی احمد بن بِلا روم ته د فرانسی سره د سولې خبرو لپاره روان ؤ چی الوتکه یې یرغمل او فرانسی ته یوړل شوه. د حبس په جریان کښې نوموړی د الجریا موقتې ادارې مرستیال ؤ او دوهم ځل لپاره پدې له محبس څخه وتښتیده چی د (MNA) ظلمونه او تشدد د الجریا په جګړه کښې اوج ته رسیدلي وه.

په ۱۹۶۲ میلادي کال کښې د (FLN’s GPRA) او فرانسی ترمینځ د ایوان موافقې د امضا په اساس او نوي اساسي قانون له مخې احمد بن بِلا د الجریا لومړی ریئس جمهور وټاکل شو.

منحیث د الجریا د ولسمشر، نوموړی د هغو عربی هیوادو سره لاس یو کړ چی صهیونیت ضد وه او د افریقاد یوالي اتحادیې ته يې لاس وراوږد کړ او په جنوبي افریقا، زمبابوې او انګلویا کښې یې ناسیونلیستانی اوملي حرکاتو ملاتړ وکړ.

د ده رهبرۍ مطلقه حاکمه رهبرۍ وه، (FLN) او الجریایانو کمونیستي ګوند او سوسیالیستي انقلاب ګوند بیخی بند شول.

په ۱۹۶۵ میلادي کال کښې د هوری بومیدین لخوا احمد د یوې سپینې نظامي کودتا له امله د واک څخه لیرې او په کور کښې تر نظارت لاندي شو آن تر څوارلس کلونو وروسته کله چی هوري بومیدین مړ شو.

وروسته نوموړی په سویدرزلینډ کښې د الجریا ډیموکراسۍ حرکت لپاره فعالیتونه پیل کړه او شپږ کاله وروسته خپل هیواد ته راستون شو ترڅو د ګوندونو ترمینځ ټاکونو کښی برخه واخلي. بالاخره دده ګوند په ۱۹۹۷ میلادی کال کښې بند شو او بیا هم احمد د الجریا په سیاست کښې ځان فعاله ښوده او د اسلام ژغورنې سازمان سره په خبرو ؤ ترڅو د تشدد څخه لاس واخلي.

احمد په عراق او قاهره کښې د شخړو حلولو نړیوال کمپاین ریئس وټاکل شو او همدارنګه د افریقا د یوالي کنګرۍ چی د جګړې د مخنیوي او حل لارې لپاره يې سلا مشورې ورکولې مشري کوله.

د پوهنۍ لپاره ۱/۴ بودیجه ځانګړې کول، دکرهڼې میکانیزه کول، د ماروکو سره د سولی بریالی تړون لاسليکول او سرحدي ستونزې حل کول د نوموړي د ولسمشری د مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

کارنامې او لاسته راوړنې:

د فرانسې پوځ کښې د عسکر په توګه احمد بن بِلا په ۱۹۴۹ میلادی کال کښې د (Croix de guerre – War Cross) یا جنګ صلیب جایزه او څلور کاله وروسته یې (Medaille Militaire – Military Medal) یا نظامی مډال د فرانسې ولسمشر ډي ګولیې څخه ترلاسه کړ. احمد بن بِلا د الجریا دلومړي ولسمشر او په ۳۰ اپریل ۱۹۶۴ میلادی کال د (Hero of the Soviet Union) د شوروي اتحاد قهرمان لقب ورکړل شو، هغه لقب چې تر ټولو لوړ لقب ګڼل کيده.

د احمد دشخصي ژوند په اړه به دومره ووایو چې نوموړي په ۱۹۷۱ میلادی کال کښی د ژورنالیستې زهرا سلامي سره واده وکړ او دوی دواړو هغه وخت سره ولیدل چې احمد په خپل کور کښې نظر بند ؤ، احمد او زهرا څخه دوې لورګانې مهدیه او نوریه پاته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *