فکر

ترپرونه مي داسي فکرکاوه چي زه یوه ذره یم چي په ناکرارډول دژوندپه دایره کي بې دکوم نظم اوترتیب پرته په څرخ اخته یم لاکن اوس په بشپړه توګه په دې پوهېدلی یم ،زه هغه دایره یم چي ټول ژوند ورپکي دمنظموذرو سره څرخي !

خلک

خلګ په ویښه راته وایي دانړۍ چي ستاد ژوند دزیار ګاللو ځای دی تش اوتش دیولامحدوده سیند د ارت ساحل دشګویوه ذر ده او بس!

اوزه په خوب کی ورته وایم زه یولامحدوده سیندیم اوټول عالمونه مي دساحل د شګو ذرې دي اوبس!!

زه

زه هیڅ وخت بې ځوابه سوی نه وم سیوا دهغه چاپه وړاندي چي رانه ویې پوښتل ته څوک یې ؟

لوی خدای

دلوی خدای لومړی فکرفرشته اولومړی کلام یې انسان وو!

انسان

تردې له مخه چي سینداوبادخپلي لرغوني خبري ورباندي واوري انسان یو ترهېدلی مخلوق وو چي دخپل ورک سوي وجو دپه لټون به ځنګل په ځنګل لالهانده ګرځېدلو چي دایې حال وي نوڅه ډول به ممکنه وي چي دخپلو محتاجه هیلو په وسیله هم داپرون پرون چي ورسره بلدسوی دی دلرغوني زمانې سپړنه دي بشپړه کړي ؟

الوالهول

الوالهول په ژوندکي یوازي یوار وږغېدو ویې ویل چي ذره دشګوسارا او سارا دشګو ذره ده ،داچي یې وویل نویې دتل لپاره چوپتیا غوره کړه دابوالهول خبري مي واورېدې لاکن هیڅ په پوه نسوم .

یوه ښځه

مادیوې ښځي په سترګو کي سترګي واچولې دهغې راتلونکی اولادمي پکي ولېدلو حالانکې هغه تراوسه زېږېدلی نه وو:

یوې ښځي چي زه ولیدم ناڅاپه زماپلار اونیکونه ورپیادسو حالانکې هغه ددې ترزېږون وړاندي مړه وه.

ورکه شتمني

کاش!دخپل ذات تکمیل زمالپاره ممکن وای لاکن داڅه ډول کېدلای سي چي ځان مي دي هغه سپېڅلتیا او بزرګۍ ته رسولی نه وي کوم چي دعقل لرونکو او ژوندیو انسانانو لویه شتمني ده ولي هم داسپېڅلتیا او بزرګي دمځکي دهروګړي ورکه شتمني نه ده ؟

ملغلره

ملغلره یوبدن دی چی ویرلړلي لاس دشګي ترذره چاپېره رغولی دی ،نودابیاکوم ویردی چي زموږ بدنونه یې رغولي دي ؟

اودا کومي ذرې دي چي چاپېره ترې زموږ بدنونه رغول سوي دي ؟

چوپتیا

څه مهال چي لوی خدای زه دیوه کاڼي په څېردې عجیبه غوندي سیندته راغوځارکړم د اوبو پرسرمي بې شمېره دایرې ورته واچولې اوسکون مي ورله بربادکړو ،لاکن چي تل تې ورسېدم هم هغه چوپتیا راباندي وغوړېده لکه چي پرسیند غوړېدلې وه .

نکاح

ته!مي چوپتیا په برخه کړې چي دشپې پرتورو تیارو یرغل وروړم ،ژوندمي بیرته هغه ګړی په برخه سو چي روح مي له بدن سره په مینه سوه اودواړه دنکاح به تاروتړل سول.

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *