شپږم څپرکی
د سروان غلجيان
دغلجيانو تاريخي کلی دهلمند ولايت دسروان په لرغوني سيمه کي ديوه ښکلي کلي نوم دی ددې کلي ختيځ ته دخانانو اوګور دوګانو کلي، شمال لويديځ ته يې هلمند سيند بهيږي،سويل لويديځ ته يې دکجګر کلی موقعيت لري.
دا ښکاره ده چي غلجيان دغلجي، خلجي،غرزي، (علاه حبيبي) جمع ده او د اريانا (افغانستان) يو لوي پښتني ټبر دی، د دوي په نوم،هلمند او دهيواد نورو سيمو کي هم دوی ته منسوب ځايونه سته.دبيلګي په توګه دخلج په نامه يوکلی دهلمند دناوې په ولسوالۍ کي سته، چی بيهقي يې شاوخوا زر(۱۰۵۰کاله وړاندي ) يادونه کړې ده، دوهم خلج په زينداور کي شتون لري، چي ابو اسحق ابراهيم اصطخري يې په کال ۳۲۲هجري کي داسي يادونه کوي:
(……… وبلدي( ) داور اقليمي خوش ونزه ( ) باحضب ونعمت و امن، وراحت وآن ثغري از ثغور( )شهرهای غور وبغنين وبشلنګ و(خلج) وخاش است( )لکه مخکی چي ورته نغوته وسوه غلجيان چي مفرد يې غلجی دی، له آره دغره دزوی په مانا دی،دې ترکيبي نوم کي ګريې دغره مانا ښندي او جي يازی يې داوسېدونکي په مانا دی لکه غرڅنی او…
دګرنوم په سنکريټ ژبه کي ګيري( ) راغلی دی. داويستا په هوم يشت کي هم ګيري راغلی دی( ).
دګرجي څخه غلجي جوړ سوی چي اوس يې غلجيان په جمع سره دسروان يو کلی همدوی ته منسوب دی. دې کي شک نسته چي دې ځاي کي به دغلجي پښتنو څخه څو کوره مېشت وه او داځای کرار کرار ددوي په نوم ونومول سو ،لکه سکستان چي ساکانوته منسوب دی يعني دساکو ټاټوبی اوداسي نور…
نودپښتو يو لوی اوغښتلی جز غلجيان(خلجيان) دی ددوی نوم اصلاً غرزي اوغلجي دی،حتی له دوی څخه سلطان جلال الدين خلجي د ډيلي پرتخت کښېاست( ).
او وم څپرکی
سنګين
کله چي دسنګين دتاريخ او جغرافيې په اړه څه ليکو دتاريخ حافظه يې د (سنګين) په نوم نه راپيژني بلکه دتاريخ پاڼې موږته دننني سنګين تاريخي نوم (تګين) ياتګين اباد راښيې،هغه چي په تاريخي جغرافيو کي يې موقعيت هم همدا اوسنی سنګين شاوخوا سيمه ده،داسلامي دورې په تاريخ،جغرافيو او سفرنامو او ديوانو کي دتګين(آباد) په نوم ثبت دی. نور بيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳