نیازمحمد فرید –

افغانستان زياتي د اوبو برېښنایي دستګاوي لري. چي مهمي دستګاوي يې په لنډه توګه وړاندي کوو.

۱: دجبل السراج د اوبو برېښنايي دستګاّه: کله چي په هيو اد کي ( ١٢٩٠-١٢٩٣ هـ ش) کال وروسته دبرېښنا د توليد دانکشاف فکر پيدا سو؛ نو دهيواد په بعضي مناطقو کي دآبي بريښنا دستګاّوو دسروې پروګرام شروع سو چي په نتيجه کي جبل سراج دلمړني ابي دستګاه ساختماني کار په هيواد کي په کال ١٢٩٤ ه ش کي شروع او په کال ١٢٩٩ ه ش کي پای ته ورسيدی اوبلاخره دجبل سراج دابي بريښنا دستګاه ددرې توربينونو په نصبولو او د١٥٠٠ کیلوواټ ظرفيت درلودلو سره په ١٣٠٠ هـ ش کال په فعاليت شروع وکړه. ولي په دي خاطر چي په هغه وخت کي دکابل ښاري شبکو دومره زيات پراخوالی نه درلود او دبلي خوا دوېش منظمه شبکه هم موجود نه وو.په همدی خاطر د ١٣١٠ هـ ش کال پوري فابريکې لوړ توليد درلوده او يواځي ٥٠% سلنه توليدات يې مصرفيده، حال دا چي د ( ١٣١٠-١٣١٢ هـ ش) کال پوري یې پاته سوي تولید هم وویشل سوه. بايد وويل سي چي دکابل دښار د بريښنا مصرف د ( ١٣١٢-١٣١٤ه ش ) کال پوري درې ميلونه کيلواټه في ساعت تخمين سوی وو. چي دقوس او جدي په مياشتو کي( ٣٥٠‎‎‎‎‎‎‎‎ ) د جوزا او سرطان په مياشتو کي (۲۰۰) زره کيلو واټه ته رسېده چي توليدسوي بريښنا دجبل سراج څخه د ٤٠٧ پايو څخه په استفاده کابل ښارته غزيدلې وه.

۲:ـ د کجکي د اوبو برېښنا فابريکه : دهلمند سيند چه دافغانستان دډکو او مستو سيندونو دجملې څخه دي چه د بريښنا دتوليد لپاره دبريښنا د ډيرو لويو بندونو جوړولو امکانات راښيي چه دصنايعو دپراخوالي لپاره مساعد شرايط په همدي منطقه کي منځته راوړي .ددي مقصد لپاره لمړي دګرشک دستګاه باندي ( ١٣٣۱ه ش) کي کار پيل سو. چه ظرفيت يي( ٢٤٠٠) کيلو واټه وه چه دهغې څخه د ګرشک په ښار کي استفاده کيدل. دکجکي بند چه دقندهار په (۱۵۰) کيلوميتري کي پروت دي. دغه فابريکه دهلمند دسيند دپاسه چه دهيواد يو لوي سيند دي جوړه سويده. دهلمند دسختو سيلابونو په کنترول کي هم رول لوبوي. په( ١٣٣٠) ه ش کال کي پيل او په   (١٣٣٢)ه ش کال کي پای ته ورسېده. دغه بند دوه توربينونه لري چه هر يو يي ١٦،٥ زره کيلو واټه ظرفيت لري. چی مجموعه ۳۳۰۰۰ کیلوواټه ظرفیت لری.

۳:د بند چک دستګاه:

په ۱۳۱۴ هـ ش کال په جريان کي دوه داوبو بريښنا بندونه چي يو يي دوردګو په سيند اوبل يي دقندوز په سيند ورغول سول. دوردګو دبريښنا بند چي ساختماني چاري په ١٣١٤ هـ ش کال کي سرته رسيدلي وي. دبريښنا توليدي ظرفيت يي ٣٣٠٠٠ کيلوواټ ته رسيده چه بريښنا يي د ٥٥٠ پايو په واسطه دکابل ښارته رسيده .

۴: دپلخمري دبريښنایی فابريکه: دپلخمري ښارداقتصاد له اړخه ډير اهميت لري. ځکه چه دهيواد زياتره فابريکي په همدي ځاي کي جوړي سويدي، داچه دپلخمري نساجي فابريکي چه په ملي اقتصاد کي ستر رول لري. نو بريښنا ته يي ضرورت زيات دي. ددي فابريکي دبنسټ ډبره په ١٣١٥ هـ ش کال دثور په اخرکي کيښودل سوه او هدف يي داوو چه دپلخمري نساجي فابريکو او يو شمير کورونو ته بر يښنا ورکړي. دپلخمري بند دکندز په سيند جوړسوي، چه کمه اندازه داوبو يي ٤٠ متره مکعب ده څلور دروازي لري. چه په اتوماتيک ډول کښته او پورته کيږي. او دبند کاسه يي څلور ميلونه ميتر مکعب اوبو ذخيره کولو قابليت لري. په دغه فابريکه کي دري توربينونه چي دهر يو ظرفيت يي ١٦٠٠ کيلوواټه دي چه مجموعاً ٤٨٠٠ کيلوواټه کيږي نصب شويدی. ددي پروژي دتوليد شوي بريښنا څخه په ١٣٤١ هـ ش کال په فعاليت پيل کړيدي او همدارنګه دسيمت جوړولو ، دسيلو دموټرو دترميمولو د فابريکي او دپلخمري او بغلان دنساجي دزياتو اړتياوو لپاره ورڅخه ګټه اخستل کيږي.

۵:ـ دسروبي دبريښنا فابريکه:ـ دوريښمين تنګي په سیمه کي دبريښنا انرژي دتوليد لپاره دمهم برښنایی فابریکو د جملي څخه شميرل کيږي. چه دکابل دختیځ په اویا ٧٠ کيلو متري او د هندوکش دسهیل دمختلفو سيمو او ننګرهار ولايت ته وربرابروي . دسروبي دبريښنا دستګاه هم دپروګرام په اوله مرحله پوري مربوط يږي. ددي منبع پکار اچول ديوه آړخه پلازمینی او صناعتي مراکزو ته نژدي او بله داچه دوريښمين تنګي په سيمه کي واقع دي . نوموړي سيند په دغه ناحيه کي د ٢٠ کيلو مترو په اوږدوالي او پوره ژورتيا لري کچيري مالي امکانات برابر سي. نو نوموړي بند څخه په استفاده دوهم، دريمه او څلورمه دستګاه هم فعاليداي سي .

دسروبي دستګاه دجوړولو کار په ١٣٣٠ هـ ش کال کي پیل او په ١٣٣٦ کال کي پای ته ورسیده او دادستګاه دوه توربينونه لري چي ٢٢ زره کيلوواته برق توليد او دکابل ښار دروښانه کولو لپاره په کاروړل کيږي.

۶:ـ دنغلو دبريښنا فابريکه: نغلو هغه ځاي دي چي دکابل څخه اویا کيلومتره شرق لوری ته پروت دي د نغلو دبريښنا فابريکه په اوس وخت کي په افغانستان کي تر ټولو لويه فابريکه ده ددغه بند موخه ديوي خوا دسروبي دبند لپاره داوبو ذخيره او د بلي خوا دکابل دحوزي د ضرورت وړ بريښنا توليدول دي. څلور توربينونه لري چه نیوی٩٠زره کيلوواټه ظرفيت لري او په ١٣٥٣ کال دجوزا په مياشت کي يي په فعاليت شروع وکړه. دغه بند چي ١١٠ متره ارتفاع لري او دشوروي اتحاد د متخصيصينو په کومک په ١٣٣٩ کال کي پيل سوه. او په ١٣٤٦ کال دجوزا په مياشت کي تکميل او رسماً افتتاح سوه. دغه فابريکه د ٢٤٠٠ ميلونه افغانيو په لګښت جوړه سوه.چه دهغي له جملي څخه ٣٤٢ ميلونه افغاني داول پڼځه کلن پلان په جريان او پاتي په وروستيو پلانو کي په مصرف رسيدلي دي، دنغلو بند چه دکانګريټ څخه جوړسويدي، ٥٣٠ ميلونه متر مکعب ته رسيږي.

۷: دماهيپر دبريښنا فابريکه :دماهيپر بند دکابل شرق ته په ٤٠ کيلومتري کي پروت دي او ددي پروژي دجوړولو کار په ١٣٤٣ کي پیل سو په لومړي سروي کي داسي ښکاره کيده. چه په ماهيپر کي دبند جوړول پرته له ذخيري څخه امکان لري. چه دغه کارخانه د ٣٠٠ ميترو په جګوالي په کار ولويږي په همدي ډول وړاندوینه سوي وه. چي دابه يو موسمي دستګاوي او ٦٠٠٠٠ کيلوواټه برق به توليدوي ځکه چه دکابل سيند په کال کي ٧ مياشتي په کافي اندازه اوبه لري دغه فابريکه دري توربينونه لري چي هر يو ٢٢ زره کيلو واټه برق توليدوي مګر داوبو کمښت له امله يو توربين فعال دی ددغي پروژي په جوړولو باندي ٩٧٢ ميلونه افغانۍ چه ١٧،٢ ميلونه ډالر کېده مصرف سوي.

۸:ـ ددرنټې بريښنایي فابريکه : څرنګه چي په ننګرهار کي کومه صنعتي پروژه موجود نه وه دبرق دانرژۍ دتوليد لپاره سروې هم نه وه سوې په اول کي داسي تصميم وو چه دسروبي دفابريکي څخه به دننګرهار ولايت مرکز هم روښانه سي مګر د ٨٠ کيلومتره په فاصله لاين او ٥٠٠٠ کيلو واټه برق چه هغه هم ډير کم وو غيري اقتصادي وبلل سو ، پداسي حال کي چه دجلال اباد ښار دروښانه کولو او کانال دامتداد لپاره ددرونټي بند موثر وګڼل سو همدا وو چه دهيواد په لمړني پنځه کلن پلان کي دهغې دجوړولو قرار داد د پخواني شوروي اتحاد سره لاسليک سو دغه پروژه په هيواد کي يوه ډيره لويه اقتصادي پروژه ده دغه پروژه دتوليد نه پرته څلور لوي فارمونه، دمالدارۍ ، زيتون، او صابون جوړوني فابريکه ترميماتي مرکزونه او همدارنګه دجلال اباد دروښانه کولو او دکابل دسيند داوبو دپورته کولو په خاطر چه ٣٢٥٠٠ جريبه ځمکه چه کانال دسطحي څخه جګه پرته خړ وبه کړي او داسي نور. دغه پروژه داوبو دپورته کولو يو بند لري چه ارتفاع يي ٢٢ متره او طول يي ١٩٤ متره دي ددرونتي په برخه کي جوړه سوي دکابل دسيند په چپ طرف کي داضافي اوبو دتيريدو لپاره يو تونل جوړسوي چه ظرفيت يي په يو ثانيه کي ٣٥٠ متر مکعب دي دغه دستګاه دري توربينونه لري چي ظرفيت يي ١٢٠٠٠ کيلو واټو ته رسيږي. دغه فابريکه په ١٣٤٣ کال کي افتتاح سوه.

۹:ـ دخان اباد دبريښنا فابريکه: دخان اباد ددستګاه جوړوني کارونه ١٣٣٥ د جوزا په مياشت کي پيل د ٤٠ ميلونه افغانيوپه مصرف سره چه د ١،٢ ميلونه ډالرومعادل دي. او په ١٣٣٩ کال کي پاي ته ورسيده. دغه دستګاه دوه توربينونه لري چي ١٤٠٠ کيلوواټه بريښنا يي توليدوله او دخان اباد دخلکو مشکلات يي دپنبي دصنعتي کولو په برخه کي تر يوي اندازي پوري رفع کړل.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *