دا څو ورځې کېږي چې د کابل چاپېريال او د ټولنيزو رسنيو ګنې پاڼې د فرخنده نومې نجلۍ د مظلومانه وژنې، په دې تړاو د نيول شوو کسانو سره د سخت چلند او مدني ټولنو د ملاتړ هياهوى او شور په سر اخيستې.

   د فرخنده وژنه د يوه جګړه ځپلي اود قانونيت او نظام له اړخه اوس اوس پر پښو درېدلي هېواد په زړه کې يوه داسې ناوړه او بوږنوونکې پېښه وه چې هېچا يې هم په دغه نسبتا امن ښار کې تمه نه درلوده.

دا هم نړيوال او هم خپله په دې هېواد کې ښکېلو پټو او ښکاره ډلو درک کړې چې د افغانستان د خلکو د پارونې او تشدد ته د هڅونې ډېر حساس رګ او يا په بله اصطلاح کمزوري پر مذهبي عقايدو او افکارو د ننګ او او ملاتړ پياوړې او له تاوتريخوالي ډګه جذبه ده.

دوى تل له همدغو ټکو کار اخيستى او له دې لارې يې خپلې موخې او ارمانونه د يو شمېر احساساتي او زر پارېدونکو ځوانانو او ډلو له لارې تر لاسه کړي دي او وروسته چې کله حقيقت څرګند شوى، نو هسې نه وي، خو ډېر څه مو لاسه ورکړي وي.

د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان چې کله خپل هېواد د انګرېز له وژونکي تاړاک او يرغلونو وروسته ورو ورو د سوکالۍ لارې ته برابر کړ او د لا زياتو غوړېدو او امکاناتو پيدا کولو لپاره اروپا ته پر يوه اوږده سفر روان شو، نو پخواني يرغلګر او سيمه ييز بدنيتي يې ويښ کړل.

همغه وو چې د فوټو شاپ پروګرام او ځينو نورو وسايلو پر مټ يې په غازي امان الله خان پسې له دين او ارزښتونو د اوښتو او حتى کفر پيغامونه او تبليغات خواره کړل،له دې وسيلې يې په اطرافي سيمو او قبايلو کې زياته استفاده وکړه او د امان الله خان پر وړاندې بريالي شول.

خبره مې د شهيدې شوې٢٧ کلنې فرخندې کوله چې په ټولنه کې دشته خرافاتو او يو شمېر داسې کسانو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې قرباني شوه، چې په ولس کې د خپل محبويت او مذهبي چپنې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې شه چل ورځي او خپل جيبونه ورباندې تر دين او ارزښتونو زيان ګران دي.

د شاه دو شمشمېره زيات يوه تعويذګر به ممکن دا فکر نه کاوه چې د فرخندې سره مبارزه به يوازې ده ته نه، بلکې د ښار ټولو تعويذګرو او ګوډګرو ته ګرانه تمامه شي او يوازې د فرخندې وژنه به يې پاى نه وي.

همدا اوس د کابل ښار په بېلابېلو سيمو او حتى د کابل ښار په زړه کې هم د تعويذګرو، پريانو لټوونکو او کوډګرو داسې لوحې شته چې سړى ورته حيرانېږي او په رسا توګه يې د خپلو لسګونو هنرونو يادونه او سپارښتنه کړې وي.

په داسې حال کې چې د ځينو رسنيو راپورونو په ډاګه کړه چې هغوى نه ديني مفکوره لري، نه يې په مخکې نور او مذهبي روښنايي شته او حتى ځينې څه چې ډېر يې په قران او حديثو په تش تلفظ هم نه پوهېږي چې د دين او ديني لارښوونې زړى بلل کېږي.

حتى په يوه وېډيو کې مې وليدل چې يوه پيري لټوونکي تعويذګر په خپله لوحه ليکلي وو چې بهر ته هم خلک استولى شي او کله چې روان شي ، نو په غرونو کې خپلو بندي پېريانو ته امر کوي چې سړى سم سلامت ورسوئ او که چېرته زياتې پيسې ورکړي، نو په خارجي هېواد کې ورته د کار موندلو ضمانت هم کوي.

دا ټول هغه څه دي چې په ٢١مه پېړۍ کې يې مننونکي ذهنيتونه او باورونه له شک پرته چې د جهل او جهالت ځالې دي او دې کار نه يواځې چې په خلکو کې ناوړه باورونه ترويج کړي، بلکې د شرعي تعويذ او پياوړو رېښتينو ديني عالمانو او ملا صاحبانو رنګه يې هم بده کړې ده.

بله مهمه خبره هم د مدني ټولنو او يو شمېر هغو کړيو ناوړه استفاده ده چې له دين او ارزښتونو سره چندان خواخوږي نه لري، خو دې موضوع ددې چانس ورکړى چې خپل سېکولر او پوچ عقايد او يا په بله اصطلاح له مسجد او امام سره خپله دښمني شه په ډاګه وپالي.

دوى فکر کوي چې اوس ښه موقع په لاس ورغلې او د فرخندې وژنې د کابل ښاريانو احساساتو او ملاتړ هم ورسره ملګرى کړى او بايد کار وکړي. همداسې ځينې هغه سياسي مشرانو چې په وروستيو سياسي لوبو کې يې خپل شخصيت بايللى، اوس په دا ډول فرخنده ملاتړو لاريونونو او خوځښتونو کې د خپل حيثيت د اعادې هڅه او کوښښ کوي.

له دې وروسته بايد دا ومنو چې زموږ د ځينو خلکو هغه باورونه او په کابل ښار کې شته خانداني تعويذليکوونکي او کوډګر چې فرخندې ورسره د مبارزې غږ اوچت کړ او ددې مبارزې يوه، بېلګې شوه، د ټولنې لپاره يوه ناوړه پديده ده او تر اوسه يې پر وړاندې له دې وېرې اقدام نه دى شوى چې هغوى ژر خپله ستونزه پر دين پورې تړي او پر خلکو د “رانيسئ يې” غږ کوي.

اوس سړى دا ويلى شي چې د هېواد په پلازمېنه کې چې په لسګونو پوهنتونونو، په زرګونو ښوونځي او ښوونيز مرکزونه په کې د نارينه او ښځينه وو پر وړاندې پرانېستي، دا مفکوره حاکمه وي، نو په ولايتونو کې به څه حال وي؟ ځکه چې هلته هم په زياتونو او لنګرونو کې د خانداني پيرانو او تعذيزونو بازار ګرمي وي او له بې وزلو، اړو او نالوستو کسانو خپل جيبونه په اسانۍ سره ډګولى شي.

تر څو چې په کابل ښار کې د کوډګرو لنګرونه، هټۍ او لوحې را نسکورې نه شي او پر وړاندې يې سالم او اصلاح راوستونکي تبليغات او د خلکو د ذهنيت روښانولو او پوهاوي لپاره منظم تبليغات ونه شي، نو له يوې خوا به مو د فرخندې په څېر ويښې ښاريانې قربانې ورکوي او له بلې خوا به مو استفاده جو او پردي پالې رسنۍ او ځينې مدني فعالان د استاد نيازي غوندې عالمان ښکنځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *