ددغه ناول نوم مي له ډېره وخته اورېدلی وؤ هلمند کي مي له یو اوبل څخه پوښتنه وکړه خو پیدا مي نه کړ بیا مي اراده وکړه چي کله کابل ته ولاړم نو پیدا کوم به یې.

کابل ته ولاړم او هلته مي په یوه کتابتون کي دغه ( پاتي شه باران دی ) ناول پیدا کړ ، بیا مي دغه اراده وکړه چي لدې خوا په موټر کي تلم نو لولم به یې .

بلاخره چي راتلم په موټر کي مي دغه ناول چي تر هلمنده پوري رسېدم ولوستی اوزیات خوند مي ورڅخه واخیستی په تېره بیا په ناول کي د هغه ځایونو څخه چي کله به هغه سندره پکي راغله چي وايي (( دا ګیر چاپیر په غرونو راغلل بارانونه یاره ږلۍ وریږي نه مه ځه دلته شپه وکړه پاتي شه باران دی ))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *