تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې داعش یا د اسلامي دولت وسله واله سرزورې ډله په افغانستان کې نشته ځکه چې دا ډله په افغانستان کې لازم ملاتړ نه لري.
ښاغلي کرزي د کاناډا خبري چاینل ته وویل:«تر کومه ځایه چې په افغانستان کې له داعش سره تړاو لري، تر دې دمه دا یوازې یوه ناره او شعار دی. ډېرې رسنۍ یې په افغانستان کې مطرح کوي خو عملاً داسي نښه نشته چې دا ډله وښيي.»
ښاغلي کرزي په عین حال کې وویل چې د دې خبرې معنا دا نه ده چې داعش به افغانستان ته رانه شي. «یوه ورځ به ووینئ چې د طالبانو سپین بیرغونه د داعش په تورو هغو بدل شي. خلک به هماغه وي، خو نوم به بدل کړي او دا کار په اسانه کېدای شي.»
ده وویل چې د دې بدلون لپاره داعش په سیمه کې ملاتړ ته اړتیا لري.
داعش یا د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري او ویلي یې دي چې افغانستان به د ایران له یوې برخې سره پر خپل یوه ولایت بدل کړي.
کرزي سي این بي سي ته په مرکه کې د افغانستان، عراق او سوریې په وړاندې د امریکا او لوېدیځ له پالیسۍ سره مخالفت وکړ، ویې ویل:«په عراق او سوریې کې د داعش رامنځته کېدا د عراق له پېښو سره مستقیم تړاو لري. د امریکا له خوا د عراق د رژیم پرزول او ورپسې د انارشۍ رامنځته تګ چې په نتیجه کې یې د فرقه پالنې اور خپور شو، پر عراق د یرغل پایله ده.
کرزي وویل:«کلک باور لرم چې باید په پالیسۍ کې بدلون راوستل شي. امریکا او متحدان یې باید د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد په خپله تګلاره کې تغییر راوړي.»
کرزي د ولسمشر اوباما له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې له بدلون سره هم مخالفت وکړ.