د امریکا د اکثریت فیمینیست بنسټ مشرې ایلینور سمیل

خبریال: میرویس جلالزی – امریکايي چارواکي او د ښځو د حقونو مدافع ډلې وايي چې ډیری افغانان په خپل هیواد کې د امریکايي سرتیرو د حضور دوام غواړي او تر څنګ یې ویره لري چې که چیرته امریکايي ځواکونه په لنډ وخت کې له افغانستان څخه ووځي د ښځو حقونه به تر پښو لاندي شي او په دغه برخه کې به شوی پرمختګ له خطر سره مخامخ شي.
له څو ورځو راهیسي د ښځو په ګډون د شاوخوا ۷۰ تنو څخه جوړ یو پلاوی د ولسمشر غني په مشرۍ په امریکا کې دی او له امریکايي چارواکو سره په دې خبري کوي چې څرنګه له افغانسان سره د امریکا پوځي او مالي مرستي دوام کولی شي.

د امریکې د اکثریت فیمینیست بنسټ مشرې ایلینور سمیل واشنګټن ته د ولسمشر غني له ورتګ سره سم د افغان پلاوي له ښځینه غړرو سره تر لیدو کتو وروسته ویلي چې ډیری افغان میرمنې چې دې ورسره خبري کړي په افغانستان کې د خپل خونديتوب په اړه اندیښمنې دي.

نوموړې ویلي، دوی له افغان مخکښو ښځینه فعالانو سره اوږه په اوږه کمپاین پیل کړی څو د امریکا کانګرس او ولسمشر اوباما اړ باسي چې خپل ډېر شمیر سرتیري د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې وساتي.

نوموړې وایي د امریکايي سرتیرو له بشپړي وتنې وروسته به حالات په ډراماتیک دول بدل شي او کیدای شي چې طالبان او نوري بنسټپالې ډلې حتی لویو ښارونو ته هم ورسیږي او دا به د افغان ښځو تر لاسه شوې بریاوې په اوبو لاهو کړي.
میرمن الینور همدا راز ویلي دا مناسب وخت نه دی چې افغان میرمنې د ملي یووالي د حکومت په جوړیدو سره د پرمختګ پړاو وهي او واشنګټن له دغه هیواده خپل ټول سرتیري وباسي.

هغه په دې باور ده چې د دوی فشارونه به وکړای شي ولسمشر اوباما دې ته متقاعد کړي څو خپل سرتیري د یوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د ثبات د ساتلو لپاره وساتي.

روانه اونۍ ولسمشر اوباما خپل هغه پلان بدل کړی چې د خپلو سرتیرو شمیره به د ۲۰۱۵ کال په وروستیو نیټو کې یوازي ۵۰۰۰ تنو ته را ټیټوي.

هغه وویل چې د پخواني اعلان خلاف به امریکا تر دې نیټې ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي.

د امریکا د اکثریت فیمینیست بنسټ مشرې ایلینور سمیل دغه څرګندونې داسي مهال کړي چې په افغانستان کې دننه د یوې ۲۷ کلنې پیغلي تر وژل کیدو وروسته د ښځو د حقونو د خونديتوب او په ټوله کې د ولسواکۍ په باب د خلکو اندیښنو زور اخیستی دی.

دغه ځوانه نجلۍ چې فرخنده نومیده څه باندي یوه اونۍ دمخه په کابل کې لومړی ووهل شوه او وروسته وسوځول شوه.
د فرخندې وژنې په نړیواله کچه د افغان میرمنو په اړه اندیښنې پورته کړي دي او له حکومت څخه يې غوښتي چې د هغې قاتلان باید سخته جزا وویني.

One thought on “د امریکايي سرتیرو خروج به د افغان میرمنو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کړي”
  1. ګرانو دوستانو دسلام په وړاندی کولوسره غواړم چی دافغانستان ټولو خويندو ميندو ته ووايم چی ترڅو موږ خپله دځان دفاع ونکړو بل هيڅوک زموږ په قصه اوغم کی ندی، سربايد خلاص کړو: لمړی- بايد موږسره متحد اويو موټی شو ددوی ( امريکايانو)عسکر زموږ پکار ندی، دوی که په ريښتينی غواړی چی موږدځان څخه دفاع وکړو نو زموږ اردوته دی سلا وی لکه ټانک،جنګی طياری، کشفی وسايل،نظامی تربيوی پروګرامونو اوداسی نور کومکونه وکړی . دوهم زموږ دملی حکومت رهبران يو داسی تصميم ونيسی چی ټول پخوانی نظاميان حتی که تقاعدشوی هم وی يا په بهرکی اوسيږی سره را ټول کړی اودهغوی سره يو پراخه مشورتی- نظامی غونډه جوړه کړی.دريم – زموږ اردو بايد دجلب اواحضار څخه جوړه شی .څلورم- هغه باتجربه مجاهيدن چی په نظامی چاروکی وړتيا لری په نظامی – سياسی ( لنډوخت )کورسونه کی شامل او ورسته دی داردو په چوکاټ کی تنظيم کړايشی.پنځم – هغه نظامی کدرونه چی تقاعد يا يي عمر ډير وی داستادانو اوروزونوکو په توګه ورځينی ګټه واخيستل شی.البته زما په نظر که غونډه جوړيږی دی غونډی ته پخوانی ددولت ملکی کدرونه سياسی ګوندونه هم وروبلل شی اودهغوی نظر وواريدل شی، دابه زموږ دوطن دمستقلانه دفاع راروښانه کړی. زه اوداسی نور دوستان هم ډير وړانديزونه لری چی دهيواد د ابادی لپاره کومک کولی شی،هيله ده چی دا څو کرښی به زموږ رهبری ولولی، نور با يد دخوبه رابيدارسو اودځان دفاع خپله وکړو.ديو سمسور اوښکلی افغانستان په لور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *