ساه خداي ورکړې زه يې څنګه واخلم،داکار زه نشم کولي هيڅ کله هم نه ،بس هماغه خبره ده چې کله کله هغه پېښه درکیږي چې هېڅ کله يې نغواړې. چاته دخپله لاسه،څوک هم مجبورشي،زه هم د مجبورو په څېر څوځله اړشوې يم چې وژنې وکړم…. وژنې!!! هو!دوی لږريښتيا دي د ځینو وژنو شاهیده یم،! خو، نه هيڅکله هم په خپل زړه د چا د وژلو پړه نه اخلم، خو اوس ديوه کلک مجبوریت وروسته د يوې پيغلې ميړه….

ددوی په خوله دا سړی کافرشوی.

زه چاره نلرم ښايي خبره يې ومنم ځکه د شناوي قاضي همدا پرېکړه ده.

دوی هم د امرتابع …

اوس وخت تربخت تېرشو يوازې ۱۵دقيقې ټاکلې شېبې ته پاته دي، حلالوونکی چمتووالی نيسي لستوڼي یې بډوهل، شمله يې هم په نورو ولونوکې ومنډ له،د نسواري کاليواوږده لمن يې ترپرتیګاښ لاندې کړه، ماته يې لا تر اوسه لاس ندی را وړی، زه ددوی له منځه لږ لېرې يم .

اجل نيولی سړی ماته ګوري، پرهمدې کتو کې يې غټې اوښکې له سترګو تويې شوې.

دوه نفره را غلل سترګې يې وروتړلې،لاسونه يې هم شاته ورټینګ کړل.

  • د جاوسوس زويه!!

اوس زه هم په نرۍ تيږه اخوا دېخوا شوم، څوشيبې وروسته دخداي غضب اوري له دې ټولې ځمکې نه رحم الوزي سړی حلاليږي.

دې وخت کې د انسانانو قصاب خپل لاسي کاسيو ساعت ته ځيرشو، جاوسوس يې ترمټ ونيوئ، هغه به د خدايه د رحم يوه يوه چيغه پورته کړه، چيغه يې ډيره په زوره وه، خوله يې ورپلستر کړه.

وخت ۳ بجوته نیږدې شو، لمر د ځمکې پر سرخپل زورکم کړی و، خوبیا هم د هلمند دسرطان میاشتې ګرمۍ شګې ګرمې ساتلې دي ،ځوان يې په همدې لویه دښته کې په ځمکه پلن کړ.

ثانيې ډېرې خطرناکه شوې زه هم يواځې ديوه کلک بريد لپاره شېبې کمه وم. ماته يواځې دا لار پاته ده چې په حلالولو کې چل وکړم،زه فکر وړې وم ، چې یوه پنډ ګردي سړي را پورته کړم. یوبل وچکلک تور، سوی ځوانان راغئ، اجل نیونکي،يې تر اوږه ونيوئ، د ریګو یوه بوجۍ يې ډګه کړله تر سر يې ورلاندې کړه. بیا يې دوه لوی کاڼي را واخستل پښې ليرې، ليرې ور وتړلې، د سړيو قصاب ، دجرمني بوټ پښه د ځوان د زړه پر لور ورکيښوده، چا چې راډیو ته خبر ورکوئ هغه خپل د سټلايټ انټن، دورې ،وورې ګرځوئ،چې د بي بي سي خبريال سره يې خبرې پيل کړې:

( دا دی موږد خپلې وعدې سره سم دغه کس چې اشغالګرو قواوته په جاوسوسۍ تورن و، اوخپله يې د څوپيښو اقرارهم کړی….

دوی په خبرو کې وو ، پنډ سړی چې اماده وړلاړ دی، په همدې شېبه کې يې موبایل ته زنګ راغئ موبایل ته چې يې وکتل لکه شميره چې يې پیږندلې وي ځوان يې پریښود او په ټلیفون کې په خبرو لګيا شو…..

زه يې اخوا ته وغور ځولم، دا لومړی ځل وو چې له تيارۍ، وروسته زه د یو چا په وینو سره نه شم زه یوه چاړه یم.

پاي

غه ډول لیکنې، به نه پوهیږم چې کوم ارزښت ولري کنه، ځکه په اوسنیو ادبیاتو کې ددغه ډول نثر لپاره نشته خو زه کله نا کله په همدې شیانو وخت تيره وم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *