تاند- د افغانستان سترې محکمې هغه پولیس په شل کاله بند محکوم کړ چې یو کال پخوا یې د اسوشیتید پریس خبري اژانس عکاسه ۴۸ کلنه انجا دیدرینګاس (Anja Niedringhaus) وژلې او د دغه اژانس مشهوره خبریاله کتي ګنن ټپي کړې وه.

سترې محکمې د افغان پولیسو قومندان نقیب الله ته ټاکلې سزا پرون لویې څارنوالۍ ته اعلان کړه.

تر دې مخکې استیناف محکمې نقیب الله په اعدام محکوم کړی و خو سترې محکمې د نوموړي د اعدام حکم په عمر قید بدل کړ چې په افغانستان کې شل کاله دی.

نقیب الله د تېر میلادي کال د اپریل په څلورمه یعني څو ورځې کم یو کال پخوا د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر خبریالانو، چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو د راپور برابرولو لپاره خوست ته تللي ول، ډزې وکړې.

د دغه اژانس عکاس ځای پر ځای ووژل شو خو خبریاله کتي ګنن چې ۶ مرمۍ پرې لګېدلې وې، ټپي شوه.

کتي ګنن په افغانستان او پاکستان کې څو لسیزې تېرې کړي دي.

د دې روغتیايي وضعیت مخ په ښه کېدو ده او اوس په خپل هیواد کاناډا کې اوسي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس اجرايي ایډیترې کتلین کارول د افغانستان د سترې محکمې د پرېکړې له اعلانېدو وروسته وویل:«موږ خوشاله یوو چې په افغانستان کې قضايي سیستم د حمله کوونکې پر خلاف دوسیه بشپړه کړه او موږ باوري یوو چې سزا به عملي شي.»

ویل شوي چې د پولیسو محکوم شوی قومندان نجیب الله ۲۶ کلن دی او پر قتل یې اعتراف کړی دی.

ده د خپلې محاکمې په لړ کې ونه ویل چې ولي یې دا دوې ښځینه خبریالانې وویشتې خو یو وخت یې ویلي و چې عصاب یې ځیني وخت خرابېږي.

One thought on “د اسوشیتید پریس پر خبریالانو حمله کوونکی پولیس په ۲۰ کاله قید محکوم شو”
  1. دتاند ادارى ته
    ستاسو په دخبر كى نمونه او وظيف سره مطابقت نه لرى تصحيح كرى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *