د پاکستان د برېښنايي او چاپي رسنیو نامتو لیکوال ، سیاسي او نظامي شنونکی طلعت مسعود په خپله وروستۍ لیکنه (Developing enduring relations with Afghanistan) کې لیکې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، نظامي او اقتصادي ډګر کې څه روان دي او راتلونکې به یې څه وي، په اړه یې اټکل کول ډېر ګران کار دی خو باید دا ومنو چې ډېر بدلون رامنځته شوي دي. دا چې د دې هر څه کریډټ ډېر خلک په غاړه اخلي خو باید له یاده ونه باسو چې دا هر څه د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د سیمه ایزو او روڼ انده فکرونو برکت دی، چې په سیمه کې پراخ بدلون ته زمینه مساعده کیږي.
همداسې نوموړی لیکي باید پاکستان هم پدې پوه شي، چې د اشرف غني په تګلارو کې هیڅ ډول خنډ یا مشکل را منځته نکړي، ولې چې ولسمشر اشرف غني نه یوازې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه اندیښمن ښکاري بلکه په سیمه ایزه کچه یې لوی بدلون ته ملا تړلې ده.
د پاکستان پخواني ديکټاتور پرویز مشرف هم په خپل وروستۍ وینا کې په زغرده وویل: چې موږ ولسمشر اشرف غني ته احترام لرو او دا منو چې نوموړی کولای شي په سیمه ایزه توګه د خپلو پلانونو په مرسته په سیمه کې اقتصادي خوشالي او نوي سیاسي روابط رامنځته کړي. ولې چې دی یې وړتیا لري.
د امریکا ډېرو روڼ انده او سیاسي شننونکي دې خبرې ته اشاره کوي، چې ولسمشر یوازنی سړی دی، چې په سیمه ایزه بدلون کې په پراخه کچه رول پلی کولای شي. همداسې هغه ټولي ډلیز بریدونه چې له امله یې د کابل په شمول هغه ټول ولایتونه چې ډیورنډ کرښې ته ورنږدې دي، د ولسمشر اشرف غني له برکته باامنه کیږي او بریدونه آرام مومي. هغه قوماندان چې په لوړه کچه یې په اخلاقي، مالي او انساني فساد کې رول لوبول د ولسمشر له غیر مستقیم تګلارو اغیزمن کیږي یا له منځه ځي. چې په دې کې تر ټولو زیاته د حیرانتیا خبره دا ده، چې دا قوماندان د پاکستان له لورې له منځه ځي. همداسې د امریکا لپاره پروني ورانکار طالبان په سرکشه یا یاغي طالبانو بدلیږي. د اسماعیل خان تورې کړنې او بقایات چې په هرات کې د خلکو د سر دردي سبب ګرځي له منځه تلل، خلکو کې د اقتصادي ودې او سیاسي اوضاع په ښه کیدو امیدونه هغه څه دي، چې ولسمشر ورته دقیقه پاملرنه کوي.
په نني سیاست کې چین د خپل اقتصادي بازارموندنې په موخه مذهبي سخت دریځي یا د مذهب په نوم د پاکستان بربنډ شوی سیاست نه ستایي. چین تر دې پورې هېله مند دی، چې د کشمیر د موضوع ترڅنګ هر ډول شته مشکلات د پاکستان او هند ترمنځ حل شی او په ترڅ کې یې چین ته ګټه ورسیږي، چې د اسلامي بنسټ پالو نفوذ په سیمه کې کم شي، دا هر څه چین په سیمه کې د خپل اقتصادي پرمختګ د خوندي کولو په موخه پلان کړی دی، چین غواړي چې په یو خوندي افغانستان کې وکولای شي په لویه کچه پانګوانه وکړي او هغه څه چې په پاکستان کې اقتصادي پانګونې له لارې لاسته راوړي باید په افغانستان کې هم لاسته راوړي. همدا ډول د ترکيه سیاسي چارواکو هم له پاکستان څخه غوښتلي دي، چې په افغانستان یا بل کوم هېواد کې د دوی اقتصادي ګټې باید د مذهبي سخت دریځي ښکار نشې بلکه خوندي شي. ایران ډېر په خوا د سعودیه وهابیزم د مخنیوي په موخه په افغانستان کې عناصر روزل او اوس خو به هیڅ ډول ونه غواړي چې د داعش کړۍ په هیڅ یو هېواد کې پیاوړې شي بلکه د افغانستان یا بلوچستان په شااوخوا کې هیڅ ډول نه!
ایران پدې هم پوهیږي، چې دی له هر اړخه د امریکا په شته تګلارو کې ښکیلیدلای شي، خو دی په هیڅ ډول ونه غواړي چې تر شا او خوا یې د وهابیزم چوکاټونه را تاو شي. د ولسمشر غني سعودیه عرب ته دویم ځل سفر له ډېرو شته هیلو څخه ډک و، هم ورته حال کې د ولسمشر په مشوره د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هند ته سفر هم یو لوی سیاسي لورلید تولیدوي، له دې سفرونو څخه پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او سټراټیژیک فشارونه واریدای شي البته د ولسمشر له سفر څخه داسې ښکاري چې په سیمه ایز نفوذ کې له ولسمشر غني څخه هم هغه ډول کار واخلي چې څنګه یې سعودیه یا عرب هېوادونه د نظامي، سیاسي او اقتصادي مسایلو په حل لارو کې له غربي ماسټر ماینډینګ یا تهنک ټانکونو څخه اخلي. ولسمشر په لویه کچه د سیمې د بدلون لپاره هلې ځلې به یو نوي تمدن ته ځای ورکړی.
د ولسمشر ، پاکستان ته په وروستي سفر کې په واضحه ټکو کې وویل شول، چې ما او تا ته په ترهګري کې ضرر نشته بلکه عامو خلکو ته ضرر وینم! هغوی دوه وخت ډوډۍ غواړی او موږ په څه لګیا یوو؟ منځنۍ اسیا چې په راس کې یې روسیه شتون لري، هیڅکله به ونه غواړي چې اقتصادي ګټې یې د نړیوال ښکیلاک قرباني شي، خو روسیه بیا دې ناورین ته چې د داعش په څیره کې شتون لري، کیدای شي ښه راغلاست ووايي ولې چې اوسنې پوټین د پخواني روسیه خوبونه ويني، چې د داعش په وسیله کیدای شي، چې بشپړه شي، یانې نږدې پراتو هېوادونو ته پدې موخه پوځیان ور داخلوي چې غواړي د داعش مخنیوي وکړي، خو ولې دا حتمي نده! چې روسیه د هغه مذهب له کاریدو څخه ګټه واخلی چې دی په ګونډو کړي دي.
ولسمشر اشرف غني د طالبانو سره د خبرو اترو پروګرام هم له یوې فلسفي تشه نده، بلکې د پرسټینټ ، کیتولیک او دولت ترمنځ د واک پر سر د سیاسي ځواک ویش خبره کیدای شي، خو ولې دلته د ولسمشر رښتنی هدف له تاریخي اسلام څخه دفاع ده، چې د طالبانو ، داعش، بوکو حرام او شباب او نورو ډلو مذهبي ډلو تیروتنو د مسلمانانو تاریخي روڼ اندي ته تر ډېر بریده زیان رسولي دی. ولسمشر اشرف غني غواړی چې د مسلمان ورور هېوادونو ترمنځ د آزاد بازار پر بنسټ د راکړې ورکړې نوې تقاضا، زاویي او ريښې رامنځته شي تر څو په دې هېوادونو کې شته کرکه پر مینه بدله شي. همدا تمدن او فرهنګ و چې د نړۍ ډېرو ملتونو تقدیر یې بدل کړی دي. دا بیله خبره ده، چې اوس د دې تمدن عناصر له خپل چوکاټ څخه د پښو ویستلو په موخه نورو ته زیان رسوی، بلکه په مسلماني هېوادونو کې شته عناصر له وخت مخکې او بې ترتیبه لاره غوره کوي تر څو په ډېرو لارو کې یوازې د سخت دریځي او جهالت لاره خپله کړي، دا په هیڅ ډول د موجوده غوښتنو ځواب نشې ویل بلکه مسلمان لا وروسته پاتې کوي او ولسمشر په دې پوهیږي، چې د اقتصادی او فرهنګي پرمختګ پرته هېوادونه نشي کولای چې د معاصره تقاضاو پوښتنو ته په شته پخواني چوکاټ کې ځواب ووایي!
په شته ناروینونو کې له ولسمشر اشرف غني سره د کړکیچ څخه د وتو او د لوبې د ګټلو په موخه ډېر شمیر کارټونه شته دی چې د سیمې له اضطراري حالات څخه ګټه پورته کړي. دا اوس د ښاغلی ولسمشر اشرف غني د کاري او ماسټر ماینډ ډلي کار دی، چې په د حساس وخت کې د افغانستان پر تګلاره له بل هر وخته ډېر کار وکړي او ولسمشر ته د نوموړی د دید او لرلید سره سم پلانونه ورکړي تر څو د ولسمشر په بریالیتوب کې پراخه ونډه ولري.