د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر شلمه اوونیزه غونډه چې شهیدې فرخندې د مظلومانه شهادت موضوع ته ځانګړې شوې وه په ولسی جرګه کې د خلکو د استازې او د میرمن بهیر د دارالانشا د مشرې اغلې ساهرې شریف تر مشری لاندې جوړه شوه.

په غونډه کې میلمنه له قندهار ولایت څخه درخانۍ هیله حیا وه او د غونډې د ویندویي چارې د مینا نظري او پاکیزې آرزو په غاړه وې.

د غونډې په پیل کې د میرمن بهیر د دارالانشآ مشرې ساهرې شریف د ۱۳۹۳ کال د حوت میاشتې د ۲۸ نیټې پیښه یوه دردونکې پیښه وبلله نوموړې د افغان میرمنو د مظلومیت او له هغوی سره د ځینو کړیو ناوړه چلند ته اشاره وکړه ویې ویل چې موږ باید ټولې هغه لارې چارې ولټوو چې د هغو له مخې د دا ډول ناوړه پیښو مخه ونیسو.

ورپسې د میرمن بهیر غړې پاکیزې آرزو وینا وکړه او په دې ډول د فرخندې شهادت یې د انسانانو لپاره شرم وګاڼه د میرمن بهیر له غړو یې وغوښتل چې ددې پیښې او دې ورته نورو پیښو د غندلو په برخه کې شعرونه او مقالې ولیکي تر څو په راتلونکي کې د دا ډول زړه بوږنوونکو پیښو مخه ونیول شي.

نعیمې غني هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې او د فرخندي مظلومانه شهادت یې یوه دردونکې او زړه لړزوونکې پیښّه وبلله.

ورپسې مینې ابراهیم خیل وینا وکړه ، نوموړې د فرخندې شهادت د انسانیت په تندي یو بل تور داغ وباله، ویې ویل د میلیونونو انسانانو په ښار کې دا ډول فاجعه هغه څه دي چې ممکن که په بل ځا ی کې څوک بل چاته کیسه وکړي ، څوک یې ونه مني خو له بده مرغه زموږ په ښار کې دا غمیزه رامنځ ته شوه. مینې ابراهیم د فرخندې د شهادت په اعتراضیه لاریونونو کې د میرمن بهیر د غړو د ګډون په اړوند هم غوندې ته رپوټ وړاندې کړ. دمیرمن بهیر ټولو غړو غوښتنه وکړه چې د فرخندی قاتلینو د محاکمې په اړه باید له جدیت څخه کار واخیستل شی.

ورپسې د میرمن بهیر غړو خپل هغه شعرونه ولوستل چې د فرخندې د مظلومانه شهادت موضوع ته ځانګړې شوې وو.

په غونډه کې له معمول سره سم په یوه شعر کره کتنه هم وشوه چې هغه شعر هم د موضوع په اړوند و. او دا شعر د رڼا پکتیاوالې دغه لاندینی شعر و:

څه مي ګناه کړي ښځه يم
ټول راته په کاږه سترګو ګوري
څه مي ګناه ده ښځه يم
وايي چې له کوره بهر مه وځه
څه مي کړي بس ښځه يم
چي کله مور وزيږولم په نړۍ
پلار مي چيرته پو‌رته کتلي نه دي
څه مي قصور دي ښځه يم
د اور په لمبو مي سوځوي دا خلک
ټولو شمله مي جګه کړي ښځه يم

په سرو شوندو مي خندا مړه ده
په مړوندو کې مي بنګړي نشته
وايي بنګړي شور کوي ښځه يي ته
ورور مې هیڅ راته په مينه

هیڅ کتلي نه دي
وايي پيغور يي د همزولو تر منځ
د دروازې مخه به نه ګورې ته
بهر خو پر ما حرام دي
د کو‌ر په قفسه کي په زولنو تړلې يم
څه مي خطا کړي بس ښځه يمه
دا نړي ما له ځاي نه راکوي چي ښځه يم

د شعر په اړه د میرمن بهیر غړو هرې یوې نعیمې غني، حورې سپیڅلې، مینا نظري، پاکیزې آرزو، وږمې او مریم امرخیل خبرې وکړې. ویې ویل سره له دې چې شعر ځینې وزني نیمګړتیاوې لري خو بیا هم ښه پیغام لري او د افغانې ښځې د ژوند ښه څرګندونه یې کړې ده.

مینې وویل په دې شعر کې ښځه ډیره مظلومه ښودل شوې ده چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې په ځینو سیمو کې همداسې هم ده خو یو څه امیدواري هم په کار ده چې زموږ په شعرونو کې باید وي، نظم ښکلی و ،حورې سپیڅلې هم وویل ښایسته نظم و اهنګ یی ښکلی و مینا نظری هم وویل چی باید تسلسل پکی واوسی نظم لږ سکتګي درلوده چې باید اصلاح شي، نعیمی غنی وویل احساسات یی په پاک ډول راټول کړی او څرګند کړي و.

ورپسی دمیرمن بهیر پر کاری مسایلو خبری وشوی نعیمې غني په خپلو خبرو کی وویل مونږ لا تر اوسه له لومړۍ میرمن څخه چې زمونږ سره یې په کتنه کې ژمنه کړی وه کوم غبرګون نه دی تر لاسه کړی. مونږ باید په لومړۍ میرمنه د یو سازمان په توګه ځان ومنو، میرمن ساهری چی د نوی کال په نمانځغونډه کې د خپل ګډون په اړوند رپوټ وړاندې کړ. ویې ویل چې په هغه غونډه کې یې له لومړۍ میرمن غنی سره کتنه کړې وه چی په دې غونډه کی بهرنیانو هم ګډون درلود او یو ډیر فرهنګی پروګرام جوړ کړی و د افغانستان ډیری دودونه یی پکې څرګند کړی و لکه لاسی صنایع د نوي کال او داسی نور چې له کلونو راهیسی یی افغانان په خپلو کی ورته ارزښت ورکوی داسی معلومیږی چی لومړۍ میرمنه زمونږ فرهنګ ته ډیره پاملرنه لری، ،او نوموړې په خوست ولایت کی د مارچ اتمه د پښتونخوا له مهاجرینو سره د خپلې کتنې په اړه هم رپوټ وړاندې کړ ویې ویل چې په دې لیدنه کې یې ددوی ستونځې واوریدلې اغلی شریف همدارنګه وویل په نږدې راتلونکي کې به د میرمن بهیر ځینې غړې په لندن کې په یوه نړیواله فرهنګی غونډه کی ګډون وکړی. و پتییل شوه چې د میرمن بهیر په بله غونډه کې د بهیر دری تنه غړې د لندن په غونډه کې د ګډون لپاره وټاکل شي.

میرمن ساهرې شریف د میرمنو په اړه د اوسني ذهنیت یادونه وکړه او په خپلو خبرو کې یې په خواشینۍ سره وویل په دی شرایطوکې چې یوه پښتنه میرمن له هره اړخه وزارت ته د نوماندکیدو وړتیا درلوده خو د خاوند لخوا ورته اجازه ور نه کړل شوه ، او له دی تر څنګ دښځو لخوا دښځی د پر مخ تګ مخنیوی هغه هم پارلمان کی خواشینی څرګنده کړه.

د بهیر په مشاعره کې حورې سپیڅلې، دورخانۍ هیله حیا ، سدره امرخیل، فرشته امر خیل ، مینا نظری، مسعوده نیازۍ ،رڼا پکتیا واله، لیمه نیازۍ، صالحه، یاسمین وزیری، نعیمه غنی تورپیکۍ مومند، نظیفه نیازۍ ، شازیه حیا، ساهره شریف، پاکیزه ارزو او مینه ابراهیم خیل ونډه درلوده له دی سره سره د جمیلی مجاهد کتاب نوی چاپ شوی کتاب د میرمن بهیر په غونډه کی وویشل شو، غونډه د مازدیګر څلورو بجو پای ته ورسیده .

مینه ابراهیم خیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *