نېټه: ١٣٩۴-۱-۹
کندهار، افغانستان- د کندهار د سرپرست والي په مشرۍ د ولسواليو د ښې حکومتولۍ په موخه غونډه جوړه سوه.
په غونډه کي چي نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، ګڼ شمېر ولسوالانو او د ولسواليو امنيه قومندانانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ولسوالانو او د ولسواليو د امنيه قومندانانو د هلوځلو د ستايني تر څنګ ټينګار وکړ چي د ولسواليو نظامي او غيرنظامي مسوولين بايد د پوليو واکسين ته زمينه برابره کړي او په دې برخه کي دي تبليغات وکړي چي د پوليو واکسين کوم سياسي يا حکومتي کمپاين نه دی، بلکي دا د نسلونو د بقا او له فلج څخه د ژغورني تداوي ده. مخالفينو ته هم پيغام ورکړئ چي د پوليو واکسين د ملت مسئله ده. ويسا زياته کړه ملاامامان، معلمين او سپين ږيري بايد تبليغات وکړي چي تر پنځه کاله کم عمره کوچنيانو ته د پوليسو واکسين ورکول له فلج څخه د هغوی ژغورنه ده.
د کندهار سرپرست والي د فرخندې پېښي ته په اشاره وويل د تاسف ځای دی چي په دومره پرمختللې نړۍ کي افغانان په کوډګرانو او تعويذګرانو د ناروغيو تداوي کوي. هغه زياته کړه د فرخندې چي په ډېر ظلم او وحشيانه ډول په شهادت ورسېده، لامل يو فرېبکاره تعويذګر وو. تعويذګران دي چي له بېوزلو خلکو او مېرمنو څخه د دروږ په نوم پیسې اخلي، شتمنۍ يې لوټي او حتی يو شمېر خلک کوچنۍ نجوني وربخښي. ښاغلي ويسا وويل: موږ ته په کار ده چي خپل غريب هيوادوال د تعويذګرانو له دوکو او فرېبونو څخه راوګرځوو او په دې برخه کي مو له ملاامامانو څخه هيله ده چي خلکو ته پوهاوی ورکړي او ټولنه مو له خرافاتو راوګرځوي.
د کندهار سرپرست والي د علماوو او حج و اوقاف رئيسانو ته سپارښتنه وکړه چي په دې برخه کي پراخ تبليغات وکړي او په ډېر جدي ډول د تعويذګرانو او کوډګرانو مخه ونيسي.
ښاغلي ويسا په يو شمېر ولسواليو کي د ترياکو اړولو کمپاين ته په اشاره د امنيتي ځواکونو هڅي وستايلې او ويې ويل چي د ترياکو اړولو په برخه کي ډېر پرمختګ سوی او د ميوند ولسوالۍ په داسي سيمو کي کمپاين سوی چي په تېرو ديارلسو کلونو کي ترياک نه ول اړول سوي.
سرپرست والي وويل هر ولسوال چي کابل يا کوم بل ځای ته په رخصتۍ ځي بايد ولايت خبر کړي او په ولسوالۍ کي خپل ځايناستی وټاکي. هغه داراز د ولسواليو تر منځ پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي ځيني ولسوالۍ په امنيتي او پرمختيايي لحاظ ډېري موفقه دي، خو ځيني بيا نسبتاً کمزوري، نو ولسوالان باید د خپل موفقيت راز له نورو سره شريک کړي.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل په دې وروستيو کي په يو شمېر ولسواليو کي بند ښوونځي پرانيستل سوي او زياته يې کړه چي د معارف په برخه کي د نورو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره ځانګړې بوديجه سته، نو ولسوالان بايد د نورو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره هم هلي ځلي وکړي. هغه زياته کړه په ښوونځيو کي د مسلکي معلمينو نه شتون لويه ننګونه ده، خو هڅه کوي چي تر وسه په دې برخه کي کار وکړي.
ويسا وويل فوډ زون پروګرام پخوا خپلسري پروژې ډيزاينولې او پلي کولې، ځکه يې اغېز کم وو، خو د ولايت د ډېر فشار له امله اوس د دغه ولايت د ۵ کلن پرمختيايي پلان له مخي پروژې ډيزاينوي چي اوس يې د پروژو اغېز ډېر سوی دی. نوموړي يادونه وکړه چي د فوډ زون د پروژو له تطبيق سره اوس په يو شمېر ولسواليو کي خلکو خپل زړه ښه کړی چي ترياک له منځه يوسي، ځکه اوس ويالې ورته جوړي سوي او دوی کولای سي چي خپل حلال کښت ته اوبه ورکړي.
سرپرست والي وويل هيڅ موسسه او مرستندويه اداره حق نه لري چي پخپل سر پروژې ډيزاين او پلي کړي، ځکه په تېرو وختونو کي داسي پروژې عملي سوي دي چي د کندهار خلکو هيڅ اړتيا نه ورته درلوده. هغه زياته کړه هر څوک چي پروژه پلې کوي بايد د دغه ولايت د ۵ کلن پرمختيايي پلان مطابق پروژه ډيزاين او پلې کړي. هغه وويل هره پرمختيايي پروژه بايد د کندهار يوه شرکت ته ورکول سي، ځکه که يې د کار کيفيت خراب وي، نو هر وخت د شرکت مسوولين استجوابولای سي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي په ولسواليو کي د ولسوالانو پر حاضرۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چي که هر ولسوال کوم ځای ته په رخصتي ځي، بايد ځايناستی وټاکي تر څو د خلکو کارونه ونه دريږي. نوموړي يادونه وکړه چي ولسوالان بايد د هري پروژې نظارت وکړي تر څو په کيفي لحاظ سمي عملي سي.
ښاغلي شمسي ټينګار وکړ چي له هري پرمختيايي پروژې څخه بايد خلک خبر سي تر څو د خلکو او حکومت تر منځ فاصله کمه سي او له خلکو سره تماس زيات سي.
د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي وويل څه وخت مخکي يوه تعويذګر ځان ته يوه کوچنۍ نجلۍ غوښتې وه او اوس ايران ته تښتېدلی دی، خو دوی هڅه کوي دا سړی پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. هغه زیاته کړه ګڼ شمېر تعويذګران د دولت ضد فعاليتونه هم کوي، خو نوموړي ژمنه وکړه چي په دغه ولسوالۍ کي به د تعويذګرانو مخه نيسي او خپل ګران هيوادوال به د دوی له فرېبکاريو خلاصوي.
د ميوند ولسوالۍ عبيدالله وويل چي په دغه ولسوالۍ کي د ترياکو د اړولو کمپاين په چټکۍ دوام لري او داسي سيمي يې له ترياکو پاکي کړي چي په ۱۳ کاله هلته کمپاين نه وو سوی. هغه زیاته کړه چي د وسله والو مخالفينو ۳۰۰ هغه باوړۍ چي د ترياکو د کښت لپاره يې کارولې او د هغوی تمځايونه ول، هم له منځه وړي دي، چي د مخالفینو له تېښتې سره يو شمېر ښوونځي پرانيستل سوي او خلک د پرمختيايي پروژو غوښتونکي سوي دي.
د حج او اوقافو رئيس محمدعمر عمر وويل چي ملاامامانو ته يې دنده سپارلې چي په خطبو کي خلک د تعويذګرانو له فرېبکاريو څخه خبر کړي او د تعويذګرانو پر ضد يې عملي کمپاين پيل کړی دی او په ډېر جدي ډول به د داسي خلکو مخه نيسي.