په ګرمسير ولسوالي کي د زرغون لکي په نوم مشاعره

«زرغون لکي» مشاعره د ودان افغانستان ګوند د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ د کمېټي د غړو له لوري د روان کال ۱۳۹۴د حمل د مياشتي پر ۷ نېټه جوړه شوه.

په مشاعرې کې د ځايي قومي مشرانو، ځوانانو او د مکتب د شاګردانو تر څنګ د کندهار د کمېټې سرپرست مشر حکمت الله څرک، د هلمند کمېټېئشقلاخخد  مرستيال انجينر مطيع الله فضلي، د هلمند کمېټي مالي مسول محمد ګلاب ګرداب، وحيدالله فروتن او رحيم خان شيدا هم ګډون کړئ و.

غونډه د قران کريم په مبارکو اياتونو راپيل شوه، د ملي سرود تر اوريدلو وروسته د ګرمسير ولسوالۍ د کمېټي مشر عبدالقدير تسکين پرانيستونکي وينا وکړه، نوموړي ميلمنو ته راغلاست ووايه او د مشاعري د جوړولو هدف يې د ځوانانو تر منځ هماهنګي راوستل او د شعر په ژبه د ټولني اصلاح کول ياد کړل.

ورپسي د ياد ګوند د هلمند کمېټي غړي رحيم خان شيدا خپل په خبرو کي د يادي مشاعري جوړول يو نيک ګام وباله او ياده مشاعره يې په ګرمسير ولسوالۍ کي د ويښتيا او روښانيتا د پړاو پيل ياد کړ، نوموړي له قومي مشرانو د دا ډول مشاعرو په جوړولو کي د مرستي کولوغوښتنه وکړه او له شاعرانو څخه يې هيله وکړه چي خپل په شعرونو کي دې د ولس د ذهنونو روښانه کولو ته زياته پاملرنه وکړئ

د مشاعري دوهمه برخه کي بېلابېلو شاعرانو خپل شعرونه وويل او د مشاعري په ورستيو کي تکړه ممثيل حکمت الله څرک تمثيل هم وکړ.

ياده مشاعره تر دري ساعته دوام وروسته د دعايه وينا په کولو سره پای ته ورسيده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *