اکبر ایازي

په کابل کی په ډیرو نوروزونو کې سبزه لغت ته تللې یم.

د نوي پیل هرکلي ته !

سږ نه ولاړم نو یوه زړه خبره تر پښو لاندې کوم، د پښتنو دا ګیله چې خپل ژوندي‌ مشران نه پیژنو .

نن به یې وستایو !

داسی مشر چی لا ډیر تکړه دی. د اتڼ سیک یې لا د پښو نه دی ختلی .

اکبر ایازي لا د یارانو یار دی.

دی لس کاله مخکې د ازادي‌ راډیو مشر شو.

هغه وخت ما لا ښوونځي نه وو ختم کړی.

د دنیا په سړو او تودو مې سر نه خلاصیده . خو پوهیدم چی منزل لرې دی او لاره اوږده ده. اغزنه ده .

کله چې د کار لپاره ورغلم ، مخامخ يې په چوکئ د کښینستلو اشاره راته وکړه ، واي: تا ته ولې کار درکړم؟

وام : ځکه چې زه ځوانه یم . لایقه یم. زحمت ایستلای شم .

وايي: داسې خو ډیر خلک شته نو ولې ته ؟

ما د دې سوال لپاره هغه ګړئ کوم ځواب نه درلود. ریښتیا یې ویل . کور ته ولاړم او ډیر فکر مې وکړ.

دروغ هم نه ورته برابریدل.

یوه میاشت مې په همدې دغدغه کې تیره کړه .

کله چې بیا د ایازي‌ دفتر ته ورغلم ، خپله مخکنۍ خبره یې تکرار کړه .

وايي : ولې تا ته کار درکړم ؟

تر دې وخته ماته معلومه شوې وه چې ایازي د درغو سړی نه دی.

ایازي په زړه کې افغان دی. په دیندارۍ کې افغان دی خو په حساب کې امریکايي دی.

غلطي‌ نه ورسره چلیږي.

ما هم ریښتیا وویل .

وام : ایازي‌ صاحب ، پر ما باور وکړه .

ځواب یې نه درلود.

شاید دداسې خبرې توقع یې نه راڅخه درلوده .

زما غیر پيچلی ظاهر او کړکیچن باطن د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړې یم خو دا وار یې له میدانه واخیستم.

ایازي‌ چپ‌ وو. له خپلې چوکئ ولاړ شو .

واي: نجلۍ قرار درسره کوم خو په دریو شرطونو . سبق به وایې. کار به ښه کوې. وخت به نه تیروې.

له هغې ورځې مې شپه او ورځ یو کړې وه . د شپې له یوې د سهار تر لسو به کار ته تلم. د ماسپښین له درو بجو پوهنتون ته تلم.

ډیر وارې ستړې شوې یم.

هر وار چې لټي اخیستې یم، یوې خبرې زما د اعصابو چینجۍ کرارۍ ته نه دی پرې ایښی.

ما وعده کړې وه.

ایازي ویلي وو : که دا دری خبرې په فکر کې وې نو زه ستا پلار یم او د زمري ‌غوندې به سرې سترګې ګرزي‌ خو که پوه شوم چې هسې ورځې تیروې ، بیا مخ نه در اړوم.

دې زه خپل زاړه نورمال ته بوتلم .

زما پلار به سهار کار ته تر تګ مخکې د کتاب پاڼې راته په نښه کړې .

تر ماښامه به مې لس وارې په نايئ قلم لیکلئ‌ .

پلار به مې ویل چې مشق خط ښه کوي.

پلار به مې ویل ، د چا چې خط ښه شي، شخصیت یې ښه شي.

هره شپه به یې د ماخوستن تر ډوډۍ وروسته ، سبق راسره ویل.

یوه شپه به مو ریاضي‌ ویله.

بله شپه به مو فزیک ویل.

زما پلار معلم وو.

ایازي‌ زما دوهم معلم شو. د ژوند معلم !

د ایازې له ویرې مې پوهنتون خلاص کړ . لسانس شوم . ماستري‌ مې واخیسته .

په تیرو څو کلونوکې مې زرهاوو رپوټونه جوړ کړل .

په دې کلونو کې مې د ایازي له ویرې مې اعتدال ته لا زیات پام کړی .

اکبر ایازي‌ پښتون دی. اکبر ایازي‌ تاجک دی. اکبر ایازي‌ هزاره دی .

اکبر ایازی افغان دی.

په خپلوشخصي لیکنو کې بې پروا کیداي شم خو د کار په لیکنوکې مې هر وار خپل متن له سره لوستی او یو وار مې د دې لپاره چې د سوچه پښتو اساسات مراعت کړم.

په خپله ژبه مینان به ډیر وي خو اکبر ایازي له دې مینې سره وفادار انسان دی.

اکبر ایازي داسې څوک نه دی چې ډیرې خبرې کوي. خو داسې سړی چې ډیرې خ��رې اوري.

اکبز ایازي په زړه کې ماشوم دی. پاک، صاف او صادق.

په کار کې ځوان دي. نوې خبرې لري. نوی فکر لري.

ښايي په دنیا داري‌ کې سپینږیری شوی دی.

کار يې بس کړی دی. تقاعد یې کړی دی. غواړي له خپلو بچو او لمسو سره یوځاي‌ شي.

په دومره کلونو کې زه ستره شوې یم.

هغومره چې ایازي یې ښایي فکر نه وو کړی .

خو زړه مې ووړ دی. ښایې انسانان ټول داسې وي .

ما به چې له چا سره غلطي وکړه ، پلار به مې ویل : انسان شه .

نن د دې انسان په تګ خپه یم. نن مې د خپل پلار د خبرې به معنی وپوهیدم.

نن مې خپل پلار یادیږي.

کاشکې دلته وايي ، لاس به مې ور مچ کړي واي. په غیږ کې به مې نیولای واي.

One thought on “له اکبر ایازي سره مخه ښه! / فرشته جلالزۍ”
  1. Salamoonah;
    Zma d`Ayziey saab poshtiny d 1393 Ulusmashriy candidano Munazarah ki che la noro TVv & radiogano sara yi tevpir derlood hetsz na herygy
    Humda ranga d` Ayaziey sab TSZALORIEZY che la Amrika jagh radio ba yi wayly.
    Phireshte khor dderah shah likana de karry. Mashran aw noumyaly bayed pa jwand yi wanazawil shiey. M.Akbar Khan Ayazy saheb ta uuujd jwand , aw d Pashtunwali aw Afghaniyet lipara la dder beryalitobunah sara la koraniy yi ghwarrim. Pa dranisht.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *