لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴
افغان انسان او ټول بشر دومره لوی ټکان خوړلی چې د فرخندې قتل د تاریخ بېساري جنایت ګڼې.
۲۷ – کلنه فرخنده د محمد نادر لور تېرکال د کب پر ۲۸- مه د کابل له شاه دو شمشېره زیارت سره د قرآن سوخوني په تور د قهرجنو لوچکو لارویانو له خوا په ډبرو او لرګیو داسې ووهل شوه چې مرګ حاله یې پر ځمکه وغورځوله، وروسته یې موټر پر تېر راتېر کړ او په دې توګه یې له سا اخیستو محرومه کړه، وروسته یې تېل پر واچول، د هغې خوړین مړی یې وسوځاوه او بیا یې د کابل مردار سین ته وغورځوله.
د قرآن په مینه کې غرق او په اسلامي جذبه کې راغلو خلکو زړه یوازې د هغې په سنګسار او کشتار نه سړیدی نو هغې ته یې د لا کلکې سزا په ورکولو سره هغې ته د بې عزتي لاسونه هم ور واچول. د دې قرآني جذبې اور دومره توند وو چې شاوخوا ولاړو امنیتي پولیسو نه یوازې د فرخندې د خلاصون هڅه ونکړه چې لا یو نیمو یې سېل کاوه او یو ډول یې له ولسي قاتلانو سره مرسته هم کوله.
عجیبه خو دا چې د دغې جذبې تاو تر لوړو دولتي مقاماتو پورې هم ورسېد او د ولسي غازیانو دغه وحشیانه کړنه یې وستایله لکه د اطلاعات و فرهنګ نشراتي مرستیاله سیمین غزل حسین زاده، د مشرانو جرګې غړي زلمی زابلي، د کابل د وزیر اکبرخان جامع خطیب مولوي آیاز نیازي او د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي او د دوی تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر تاریک ذهنو او وحشي فکره جذباتیانو هم په ړندو سترګو دا د تاریخ تر ټولو لویه وحشي کارنامه وستایله مګر کله چې په فیسبوک د دغې حادثې پر ضد د انساني ضمیر آوازونه په بېساري اتفاق سره راپورته شول نو درې تنه دولتي چارواکي خو له خپل ړانده قضاوت څخه تېر شول، سیمین غزل رسماً بخښنه وغوښتنه، ډېرو خپل پوسټونه له خپلو فیسبوکپاڼو څخه لیري کړل، ملا نیازي وویل چې د ده خبرې تحریف شوي دي، په داسې حال کې چې ده مخکې په واضحو عباراتو ویلي ول چې که د دغې پېښې عاملین ونیول شي نو خلک به ولسې پاڅون وکړي؛ همدا علت وو چې کله د فرخندې جنازه د حمل پر ۲ – مه تر پنجصد فامیلۍ پورې سلګونو ښځو په بې مثاله مارش سره پر اوږو یووړه نو ملا نیازی چې د خپل ځان د سپیناوي لپاره ورغلی وو د جنازې له مراسمو څخه په ځغاسته وشړل شو.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوی تر اوسه په سیمه کې د قرآن سوځونې کومه نښه نه ده موندلې او د دیني و حقوقي چارو پوهان وايې چې که بالفرض دغسې یوه پېښه رامنځته شوې هم وي نو هېڅوک حق نلري چې په دې باب یو جزیي ترین عکس العمل هم وښیي ځکه په یوه قانوني دولتي نظام کې د هرې پېښې په وړاندې مختلف ارګانونه مسؤلیت لري آن یو ارګان د بل په چارو کې وظیفوي تداخل هم نه شي کولای مګر دلته خو د خلکو مصونیت د پولیسو مسؤلیت دی اما پولیس د پېښې نندارچیان او هڅوونکي ول پر همدې اساس داخله وزارت د دوهمې امنیتي حوزی د ۱۳ تنو منسوبینو دندې د وظیفوي غفلت پر اساس ځنډولي او د پېښې ۱۵- عاملین یې نیولي او د نورو ټول د نیولو ژمنه یې کړې ده.
تر پېښې وروسته ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړل چې دغې نجلۍ له ۱۶ کلنۍ څخه رواني ناروغي درلوده مګر د هغې کورنۍ وایي چې هېڅډول ناروغي یې نه لرله، هغه ډېره پاکلمنې، همېشه په حجاب کې او د دین دعوتګر وه.
د فرخندې پلار نادر وایي چې هغې د عایشې صدیقي دارالعلوم ویلی وو او د کابل د شرعیاتو پوهنځی ته یې د کانکور امتحان ورکړی وو او په همدې ورځو کې یې قرآن عظیم الشان په تجوید وایه.
دلته یوه بله پاموړ نقطه دا ده چې عذر تر ګناه بتر دی ځکه چې ناروغ انسان لا د ترحم وړ وي نه د وهلو، وژلو او بې عزته کولو.
د فرخندې د محل ملا امام احمد فیض چې د دې کورنۍ له ډېره وخته پوره پېژني وایي چې د دې ټوله کورنۍ ډېره دینداره ده:
«فرخنده او د دې ټوله کورنۍ ټوله زه دومره پېژنم لکه یو څوک چې خپل اولاد پېژني، دوی یوه علمي، ایمانداره، مسلمانه او لمونځ ګوزاره کورنۍ ده، دا داسې یوه کورنۍ ده چې په تېرو شلو کلونو کې یې دین، اسلام، عالمانو، جومات، قرآن او ممبر ته ډېر اخلاص او درناوی درلود.
دې پېښې نړیوال غبرګونونه راوپارول؛ دا دومره دردناکه پېښه وه چې افغان څه چې نړیوال وجدان ته یې سخت ټکان ورکړ؛ د سه شنبې په ورځ په کابل کې د سترې محکمې مخ ته زرګونه د مدني ټولنو او مختلفو سازمانو خلک تر شړکنده باران لاندې راټول شوي ول او له حکومته یې د عدالت غوښتنه کوله.
حکومت د دغې پېښې د تحقیق لپاره یو کمیسیون ټاکلی چې غړي یې د مدني ټولنو، ژورنالستانو او پارلمان استازي دي لکه: مولوی محمد عمر فاروقي، استاد سید محمد حسین محقق زاده، فوزیه کوفي، شینکۍ کړوخیل، شهلا فرید، محبوبه سراج، نجیب الله عزیزي، شمس الدین احمدزي، خپلواک ساپی او مجیب الرحمن خلوتګر.
څېړونکي وایي چې د افغان ولس د ذهني روښانتیا لپاره ډېر کار په کار دی، افغان دولت او ټول افغان روشنفکران باید د خلکو د راویښېدو او روښانولو لپاره پراخ علمي پروګرامونه جوړ کړي چې د جګړه او جهالت ځپلي افغان ولس له ذهنه وحشت، حشونت او ترهګري ګډه وکړي.