دا دوه ورځې زموږ په مطبوعاتو او خواله رسنیو کې له طالبانو څخه د بښنې غوښتنې پر موضوع تاوده بحثونه روان دي، زما لپاره جالبه دا وه چې ولسمشر په کوم شکل او بڼې دا خبره مطرح کړې، په هغې یا د چا سر نه دی خلاص شوی او یا ځينو رسنیو قصدا بل رنګ تعبیرونه او اخیستنې ورنه کړي، په دې اړه مې خواله رسنیو او فیس بوک کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د ډېرو مشهورو فعالانو تبصرې او برداشتونه ولوستل نو حیرانتیا مې لاپسې زیاته شوه. د ولسمشر پر څرګندونو نقد او نیوکه د هر چا حق دی، خو دا چې د هغه خبرې ته غلط تعبیر او تفسیر ورکول کېږي اویا نیمګړي راخیستل کېږي او بیا  پرته له دې چې اصلي موضوع او د بحث د منځ ټکی درک شي هغه خبره په بدل شکل خلکو ته وړاندې کېږي دا نو بیا بيخي ناانصافي ده.

ولسمشر غني د امریکې په سفر کې د سولې یو څیړنیز انستیتيوت کې طالبانو سره د سولې په اړه خبرو کې ویلي و چې « طالبانو سره سوله ضروري او د ځینو طالبانو نارضایتي او غوسه مشروع ده.» ولسمشر زیاته کړې وه چې «خلک په دروغو ونیول شول، شکنجه شول، دوی په شخصي کورونو یا شخصي بندیخانو کې بندیان شول.» اوس «څرنګه دې خلکو ته ویلی شئ چې پرې خواشیني یاست»

ولسمشر غني د سولې په برخه کې د روانډا او جنوبي افریقا تجربو ته په اشارې ویلي  چې دغو هېوادونو د تېرو وختونو د سرغړونو د تصفیه کولو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمیسیونونه جوړ کړل خو هدف یې دا نه و چې خامخا به سرغړوونکو ته سزا ورکوي. دا کمیسیونونه د ځپل شویو او دردېدلیو ملتونو لپاره خورا ګټور و. ولسمشر سي ای اي ته هم ګوته ونیوله چې دغې ادارې د ۲۰۰۱ کال را هیسې د نړۍ په ډېرو هېوادونو انساني حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د امریکا پوځ او کانګریس هم په تېرو کلونو کې د خپلو ځواکونو له خوا د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو باندې اعتراف کړی او په دې اړه يې په وار وار اسناد خپاره کړي دي، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم په لسګونو رپوټونه خپاره کړي چې په سلګونو او زرګونو تنه خلک د طالب په نامه د حکومتي او نړيوالو ځواکونو له خوا ځورول شوي او کړول شوي دي. په دې هم ډېر اعتراف کوي چې د کرزي په لومړیو کلونو او په تېره بیا په ۲۰۰۸او ۲۰۱۰کلونو کې امریکايي ځواکونو په کندهار او نورو جنوبي او ختيځو ولایتونو کې د ورځې په سلګونه کورونه پلټلي او هلته یې خلک وژلي، توهین کړي او رټلي دي او هغوی مجبور شوي دي چې طالبانو سره یو ځای شي. یوناما په خپل درېیم او تازه رپوټ کې هم دا خبره یاده کړې ده، چې په حکومتي زندانونو او توقیف خانو کې ګڼ شمېر خلک شکنجه شوي دي، چې په دې کې اکثریت د هغو خلکو دی چې په وسله والو نښتو کې نیول شوي او یا د طالبانو تور ورباندې پورې شوی دی.

 دا ټول جنایتونه او شکنجې خپله بهرنیان او بهرني نړيوال سازمانونه مني، خو زموږ یو شمېر مدني فعالان او ډلې چې په جنګ کې يې ګټه ده، په دې ټولو سترګې پټوي او لا هم په جګړه ټینګار کوي. جګړه هغه وخت سمه ده چې د خبرو اترو ټولې لارې تړل شوي وي او بله هیڅ لار نه وي، نو مجبور یې جګړه به کوي. خو اوس چې طالبانو سره دسولې خبرې تودې شوي دي او حکومت غواړي ټول هغه خلک چې د طالب په نوم شکنجه او فراره شوي، دا مهال د طالبانو په کلکو خواخوږو بدل شوي دي، ددې لپاره چې دوی بېرته له خپلې ټولنې او نظام سره یو ځای شي، که د هغوی د پخلاینې لپاره د یو میکانیزم پر سره سلا وشي، دا کومه بده خبره نه ده.

ولسمشر غني یوازې ځیني طالبان یاد کړي یعنې هغه چې شکنجه شوي او کړول شوي دي، دا بحث هغو مهال ته ورګرځي چې تازه د طالبانو حکومت چپه شوی و، هر سیمه ییز چارواکي هڅه کوله چې امریکایانو ته د نږدیکت او د هغوی د اعتبار خپلولو لپاره ځیني بي دفاع طالبان یا هم د طالب په تور ځیني خلک امریکایانو ته وسپاري، یا یې خپله شکنجه او بد چلند ورسره وکړي. دغه که طالبان وي او که غیر طالب پخلا کول يې اړین دي او له اخلاقي پلوه باید داسې لارې چارې پیدا شي چې نه یوازې بښنه ورنه وغوښتل شي بلکې هغه موده یې چې په بند کې تیره کړې ده او شکنجه شوی دی، د هغې تاوان هم باید ورکړل شي.

طالبان خو ټول جنګي خلک هم نه ول، دلته طالبانو پنځه کاله حکومت وکړ، ډېرو خلکو ورسره د ناچارۍ او یا هم د نورو دلایلو له امله کار کاوه او همدلته اوسیدل چېرته به تللي وای، خو موږ ولیدل چې د امریکایانو له راتګ دا خلک یا ونیول شول، شکنجه شول او په زوره  فراره کړای شول.

که موږ چېرته له ۲۰۰۱نه مخکې کلونو کې طالبان له نورو جنګي تنظیمونو او ډلو سره مقایسه کړو، د دوی ترمنځ څه توپیر موجود و؟ چې دا نور راغلل حکومت کې ځای په ځای شول او د یو ډیموکراټیک نظام واګي دغو غیر ډیموکراټیکو خلکو ته وسپارل شوې، خو ډېری طالبان یا هغه کسان چې طالبانو سره یې کار کاوه، هغوی ته نه یوازې قدرت کې برخه ورنکړل شوه، بلکې د حذف او له منځه وړلو هڅې يې وشوې، په پیل کې چې طالبانو بیا سر راپورته کړی و، د خپرو شویو ارقامو له مخې ویل کېدل چې  د طالبانو ټول شمېر شل دیرش زرو تنو ته رسیږي، خو د وخت په تېریدو سره چې څومره وژل کېدل هغومره ډېریدل.  دا وس چې زموږ په هېواد کې اور بل دی یو علت یې هم همدا دی چې په اول کې له ډېرو خلکو سره د طالب په تور ناوړه چلند وشو، موږ په تېرو دیارلسو کالو کې داسې رپوټونه هم ولوستل چې په جنوبي ولایتونو کې نه یوازې اشخاصو باندې د طالب تور پورې او شکنجه او د مرګ مستحق وګڼل شول بلکې بسته قبیلو باندې دا تورونه ولګول شول، چې دا یا هغه قبیله طالبانو سره ده او هغه بله حکومت سره ده. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یوازې دومره ویلي چې د دغه طالبانو نارضایتي مشروع ده او باید له هغو نه بښنې د غوښتنې یو میکانیزم جوړ شي. ولسمشر غني ویلي چې که موږ غواړو سولې ته ورسیږو نو د تېر وخت او راتلونکي ترمنځ باید یو انډول رامنځته شي او تېر وخت مو راتلونکی قرباني نه کړي. 

په دې اساس د ولسمشر دا خبره چې ویلي يې دي هغه طالبان او خلک چې کړول شوي باید ورنه بښنه وغوښتل شي زموږ د ملي قوانینو او حتا نړيوالو قوانینو خلاف خبره نه ده، بلکې د دې بحث او خبرې رامنځته کول د بشري حقونو د سولې او پخلاینې په بحثونو کې مهم او اوچت ځای لري. ځکه عدالت هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د پېښو په اړه  زموږ نظر پراخ او تنګ نظریو نه پاک وي، جنایت که هر چا کړی وي هغه جنایت دی، موږ ددې پلویان نه یو چې د ټولو طالبانونه  دې بښنه وغوښتل شي، طالبان هم لکه د افغانستان نورې جنګي ډلې یوه جنګي ډله وه، چې د خپل حکومت پر مهال  یې ډېر جنایتونه کړي دي، خو د حکومت او یو ناقانونه ډلې د کړنو ترمنځ باید دا فرق وي. چې حکومت د ملي او نړيوالو قوانینو له امله دې ته ژمن دی چې د جنګ قوانین به نه تر پښو لاندې کوي او جنګي اسیرانو سره به انساني چلند کوي. خو دلته نه یوازې جنګي اسیرانو سره زیاتی شوی بلکې جګړې کې کلي، کورونه او بسته کلي ویجاړ شوي دي او ډېر داسې کسان شته چې د ايډیالوژۍ په خاطر نه بلکې د غچ اخیستو په خاطر طالبانو سره ملګري شوي دي.

دا چې اوس دلته یو مشروع او قانوني حکومت او نظام لرو، کومې تیروتنې چې له دغه نظام او حکومته شوي دي،  پر هغې اعتراف  کول کمزوري نه بلکې زموږ د نظام  او دولت قوت ښکاره کوي. دلته تراوسه یوازې جنرال دوستم چې په کورنیو جګړو کې ښکيل و، د تېرو جګړو له امله له ملته بښنه غوښتې، خو که د بښنې غوښتلو پر میکانیزم باندې کار وشي او له هغې سره جنګ جګړه دریږي او د بشري حقونو رعایت او عدالت ته زمینه چمتو کېږي، ددغه شان بحث رامنځته کول نه یوازې تاوان نه لري بلکې د اوسني عصر د سولې اکثره اسناد او د مذاکرو جریانونه که ولوستل شي، په هره سوله کې د تېر وخت سره د چلند په اړه لومړی یو توافق او اجماع رامنځته کېږي، چې له هغې سره څنګه او څه ډول چلند وشي، چې یوه په کې د بښنې غوښتلو لاره چاره ده، بیا ټولې ډلې په سیاسي بهیر کې ورګډېږي او د سولې یو نوی دور او سفر پیلوي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *