زاهدالله ځلاند –
د یوې سروې له مخې، چې د روان ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ په ۲۰ مه نېټه خپره شوې ده، د پاراګوای هېواد د نړۍ تر ټولو خوښ او خوشاله هېواد ګڼل شوی دی.
دغه سروې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې، د نړۍ په ۱۴۳ هېوادونو کې شوې ده چې د خوښۍ د نړیوالې ورځې یا د مارچ میاشتې په ۲۰ مه نېټه خپره شوې ده.
افغانستان په دغه سروې کې ۱۳۴ ځای، پاکستان ۱۲۹ او وروستی ځای سوډان خپل کړی دی.
لس تر ټولو خوښ هیوادونه، چې ټول په لاتینه امریکا کط دي، په دې ډول دي:
۱-پاراګوای
۲- کولمبیا
۳-ایکوادور
۴-ګواتیمالا
۵-هندوراس
۶-پاناما
۷-وېنزویلا
۸-کوسټاریکا
۹-السلوادور
۱۰-نېکاراګوا
موږ او تاسو باید تحلیل ولرو او هغه داسې چې په پټو سترګو څه ونه منو بلکه هره خبر او هره لیکنه د منطق او عقل قالب ته واچوو او یا دا چې د موجهو دلایلو په بنسټ یې ومنو. بناءْ د خوشاله هېوادونو اړوند دغه مطلب منطق نه لري، ډېر قدرمن لوستونکي دې په دې اړه یو څه پراخه مطالعه وکړي خپله به ورته پتي ولګیږي چې لس خوشاله هېوادونه تر لاتینې امریکې محدود نه دي
،