هلمند کې د غنمو کروندې ناروغيو وهلي دي

خبریال: عادل – د دغه ولايت کروند ګر وايي، د غنمو پر کروندو يې طبعي افتونه لګېدلي، که يې مخنيوی ونه شي نو په حاصلاتو کې به يې ډېر کمښت رامنځته شي.

بله خوا د هلمند د کرنې دریاست مسؤلین وایي د يادو ناروغیو په اړه يې د کرنې وزارت ته خبر ورکړی او ډېر ژر به يې د غنمو پر کروندې د راتلونکو افتونو مخه ونيسي.

د هلمند ګڼ شمېر کروند ګر وایي چې د تېرو کلونو په پرتله يې سږ کال دغنمو کروندې په زیاته اندزه  ناروغيو وهلي دي، د دوی په خبره اوس مهال په یو شمير سیمو اوو لسوالیو کې د غنمو ځينې بوټي د وچېدو په حال کې دي.

یاد کروند ګر وایي چې د يادو ناروغيو  په اړه یي د ولسواليو د چارواکو سربیره د کرنې ریاست له  مسؤلینو سره هم خبرې  کړي دي، چې په وینا یي تر دې مهاله د هغوی لخوا د یادو مرضونو په اړه کومه لارښوونه او مرسته نه ده شوې.

د هلمند کروند ګرو وويل: (( که چیرې دولت زموږ پر غنمو د راغلو مرضونو مخه ونه نيسي او موږ سره مرستې ونه کړي نو زموږ غنم به ټول وچ سي او تاواني به سو. زموږ کړې خوارۍ به بې ځايه سي موږ ټول غريب خلک يو ټول کال د خپلو فصلونو حاصل ته ګورو

د یادو ناروغیوو د لامل په اړه د هلمند کرنې ریاست د بوټو د ساتنې مرسیتال  نظرګل وايې، چې کرونده ګر د کښت نوبت نه مراعتوي، له دې امله يي یو شمير کښتونه په داسې مرضونو باندې اخته کیږي.

نوموړي وویل  بل خوا کرونده ګر په خپلسري توګه ځينې تخمونه د کرهنې  لپاره انتخابوي چې دا کار هم د دوی په فصلونو ناوړه اغیزه کوي چې له همدې امله سږکال  تر ډیره د ژیړي او سورخي په نوم  ناروغي ددې ولایت په یو شمير ولسواليو کې په غنمو باندې لیدل کیږي.

نظر ګل وويل: ((زموږ دنده دا ده چې د ناروغيو لامل مالوم کړو چې د څه شي څخه رامنځته سوې ده، موږ بيا د درملنې لپاره وزارت ته خبر ورکوو او هغوی يې په اړه اقدام کوي اوس مهال ځينې مامورين په دې برخه کې کار کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې د ریاست مسولین وایي سږ کال په دې ولایت کې په ۹۸زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې په تیرو کلونو کې به په دې ولایت کې د۱۰۰زره هکټاره په شاوخوا کې غنم کرل کیدل.

One thought on “په هلمند کې د غنمو کروندې ناروغيو وهلي دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *