ولسمشر غني وايي له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو باب پرانستل شوی

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو نوی باب پرانستل شوی او دا همکارۍ د دواړو هیوادونو او ټولې سیمې په ګټه دي.

ولسمشر غني نن /دوشنبه/ په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له خاص استازي مایکل کخ سره په کتنه کې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل:«موږ له پاکستان سره مشکل په واضح ډول مطرح کړ. پاکستان له افغانستان سره د نااعلان شوې دښمنۍ په حالت کې و او زموږ ټینګار دا و چې لومړی دې د دوو هیوادونو اړیکې عادي شي څو د همکاریو زمینه برابره شي.»

په وروستیو کې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو له ښه کېدو وروسته پاکستان ژمنه وکړه چې طالب وسله وال به له کابل سره خبرو ته تیار کړي.

ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو او د دغه هیواد له لوري په افغانستان کې د طالبانو په وسیله د نیابتي جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه وکړه چې د پاکستان د ستراتیژیکو دوستانو چین او سعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي.

ولسمشر غني د سولې د بهیر په اړه وویل چې اوس تر بل هر وخت سولې ته اجماع زیاته برابره شوې ده او په دې برخه کې د ټولنې له ټولو پرګنو سره خبرې او مشورې شوي دي.

ده وویل چې خلک به د سولې د خبرو له بهیره خبر کړای شي او هیڅ شی به له دوی پټ نه کړای شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي د سولې د پروسې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخو کې د ولسمشر غني او د افغانستان د حکومت د هلوځلو ستاینه وکړه او ډاد یې ورکړ چې هیواد یې د اړتیا په صورت کې په دغو برخو کې مرستې ته تیار دی.

One thought on “ولسمشر غني وايي له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو باب پرانستل شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *