د انسانانو ژوند هسکې او ټیټې دواړه لري، خو ځینو ته چې د زمانې ناخوالو درد ور رسولی وي، نو پر وړاندې يې له پوره زغم او بشپړې حوصلي کار نه اخلي او پر ځای يې داسې اعمال ترسره کوي، چې یوازې د ځان تخریبول دي او بس.
« نړۍ له انسانانو ډکه ده او چې څومره مو سترګې ویني، هغومره د انساني ژوند کشمکش لیدل کېږي. دلته هر وګړی په بېلا بېلو فکرونو اوفعالیتونو بوخت دی، چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کاندي، خپلو شخصي اهدافو ته ورسېږي، پیسې لاسته راوړي، د عزت او اعتبار خاوند شي او په دې ډول له خپل ژوند څخه خوند واخلي.
خو دا هر څه په لاس راوړل، په اوسنۍ پېچلې نړۍ کې اسانه خبره نه ده. زیات فکرونه، تصمیمونه اوهلې ځلې ترسره کېږي، مګر ټولې پایلې پکې مثبتې نه راوځي.
انسان د ژوندانه په همداسې شور ماشور کې کله بریالی کېږي او کله له ماتې سره مخامخ کېږي او له دغو دواړو اړخونو څخه راولاړ شوي احساسات تجربه کوي؛ کله د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس کوي او کله د غم او بد مرغۍ.
که انسان د خالق په مخلوق کې ژور فکر وکړي او د خدای ج خلق کړي کائنات په پوره دقت وځیري او د هر خلق کړي شي په ارزښت او موجودیت ځان پوه کړي، نو هېڅ وخت به له داسې معاملې سره مخ نه شي چې دی ترې وځورېږي او پر وړاندې يې منفي غبرګون وښيي.
مسلمان انسان د خدای ج په یووالي، ژوند، مرګ، غم، درد، خوښۍ، په حساب کتاب، د قیامت په ورځ تر مرګه وروسته ژوند او د شرعي قانون په نورو هغو ټولو اصولو او قواعدو چې د الله ج په کتاب «قرانکریم» کې راغلي دي باور لري.
ژوند ازموینه ده او انسان د ژوند په اوږده مزل کې له بېلابېلو ازموینو سره مخامخ کېږي چې دا ازموینې له ځان سره ماتې او بریا دواړه لري. د مشهور ارواپوه دکارت خبره ده چې وايي: «که چېرې ازموینه نه وای انسان هېڅکله د بریالیتوب تر پوړۍ نه رسېده.»
خو پوښتنه دا ده چې له دا ډول ازموینو سره د انسانانو برخورد باید څه ډول وي او څه پکار دي چې له دې ازموینو انسان ژوندی او بریالی راووځي.
څو ورځې له مخه زه خپل کلی ته تللی وم، زما د یوه ملګري زلمی ورور په یوه پېښه کې مړ شوی و. د فاتحې لپاره د هغوی کور ته ولاړم، د ملګري پلار مې ناست و، ما لنډ صورت ووایه او تسلیت مې ورته ورکړ، ما وویل دا ستره واقعه وه خدای دې تاسې ته اجر درکړي.
مرګ تریخ دی، خو دا چې موږ په دې باور لرو، چې یوه ورځ نه یوه ورځ به مرو، نو دا تراخه نوش کوو، زموږ په ټولنه کې د ځوانانو مرګ ډېر دردونکی وي او زغم يې د ډېرو لوړو حوصلو له وسې وتلی کار دی.
د ملګري پلار چې مې زلمی زوی له لاسه ورکړی و، نو د ژور درد او غم نښې يې په څېره کې له ورایه ښکارېدې.
هغه د خپل اولاد د مړینې په اړه ماته یو څو خبرې وکړې:
ده، انسان له یوې نقشې سره تشبه کړ، هغه وویل انسان چې له موره وزېږده، نو په دې نقشه کې یوازې همدا یو انسان موجود و او د بلوغ تر دورې وروسته دغه نقشې ته یو بل کس هم را داخل شو، څه موده وروسته په دغه نقشه کې اولادونه منځته راغلل، ژوند دوام وکړ دوام وکړ او ښه ډېر دوام يې وکړ، خو داسې ورځ هم راغله چې په دغه نقشه کې له رامنځته شویو عناصرو څخه يې یوه عنصر ايسته او له نقشې ړنګ کړای شو.
هغه وویل دغه نقشه چې چا جوړه کړې وه، نو همهغه يې یو عنصر ړنګ کړ او د هغه په کارونو او کړنو موږ راضي یوو.
د دې کاکا په خبره کې خورا ستر پېغام پروت دی او دې خبرې يې زما حوصله نوره هم لوړه کړه.
زموږ په ټولنه کې چې د زغم کولتور عام نه دی، له ډېرو پېښو سره مو چلند احساساتي او غېر منطقي وي.
د زده کړو د کچې ټیټوالی او د جنګ جګړو اوږدېدل هغه عمده عوامل دي، چې نه یوازې يې زموږ د ټولنې د پرمختګ مخه نیولې ده، بلکې د زغم او حوصلې کولتور يې هم زیانمن کړی دی.
په کابل کې د فرخندې په نامه د یوې پېغلې وژنه دا جوتوي، چې زموږ په ټولنه کې د زغم کولتور په څومره کچه عام دی.
د افغاني ټولنې د انسانانو یوه ستره نیمګړتیا دا ده چې منفي فکر کولو پکې عام او د منفي فکر د خپراوي لپاره پکې تبلیغات زیات کېږي.
زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې که په یوه انسان کې لس ښې خبرې (مثبت پواینټونه) وي او یوه بده، نو دی پر ځای د دې چې د لسو ښو خبرو ستاینه يې وکړي، بلکې په هماغه یو بد عمل یا منفي پواینټ پسې به يې سر ډېر وړي.
دا ښه خبره ده چې یو څوک خپلو نیمګړتیاوو ته ځیر کړئ، خو ددې خبرې هم خیال ساتل پکار دي، چې د ښو او بدو تر منځ يې انډول وساتل شي.
که زموږ د لید زاویه او فکري تمرکز په مثبتو چارو ورټول وي، نو ژوند په ژوند کولو ارزي، خو که موږ مثبت فکر ونه کړو او هره مسئله منفي وارزو، نو پایله به يې هم منفي وي.
پایله:
« د ناوړه احساساتو درلودل، دا ښيي چې تاسې تل په ناوړه شیانو باندې فکر او باور کوئ! »
«احساسات واقعیتونه نه دي، تاسې د خپلو فکرونو په بدلون سره خپل احساسات هم بدلولی شئ!»