تاند- یوه څېړنه وایي چې د ښاریانو ذهني تمرکز تر کلیوالو کم وي. د لندن د ګولډ سمیتس پوهنتون محققانو د جنوب لویدیځې افریقا د یوې قبیلې هغه غړي چې په ښارونو کې اوسي او هغوی چې په خپل کلي کې دېره دي، د ذهني تمرکز له نظره مطالعه کړي او دا نتیجه تر لاسه کړې ده چې د قبیلې د هغو غړیو ذهني تمرکز نسبتا زیات و چې په کلي کې اوسېدل خو د قبیلې هغو خلکو ته ذهني تمرکز ډېر مشکل و چې په ښارونو کې استوګن و.
د محققې کارینا لینل په قول، دې څېړنې وښودله چې د ښارونو او کلیو د اوسېدونکو تر منځ په ذهني تمرکز کې لږ نه بلکې ډېر توپیر موجود دی اوپه ښارونو د هغو ادارو د کارکوونکو ذهني تمرکز لا کم دی چې مختلفې چارې باید تر سره کړي او د چایو او کافي د څښلو په مټ غواړي ذهن تازه وساتي.
د ګولډ سمیتس پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې ماهرې کارینا لینل وايي چې دې په جنوب لویدیځه افریقا کې د نامیبیا د هیمبا قبیلې هغه غړي چې په کلي کې اوسېدل او د څارویو د ساتلو په کار بوخت وو، د ذهني تمرکز د اندازې له نظره مطالعه کړل او بیا ښار ته لاړه او د همدې قبیلې د هغو کسانو د ذهني تمرکز اندازه یې معلومه کړه چې ښاریان شوي وو.
دې ته معلومه شوه چې د هیمبا د قبیلې ښاریان شوي غړي د ذهني تمرکز له نظره دومره بې مزې وو لکه د لندن ښار ګڼ اوسېدونکي چې دي. ډاکتره کارینا لینل وایي چې په ښارونو کې مختلف اوازونه او مختلفې صحنې او حوادث دومره زیات او پاروونکي دي چې ذهن راټولېدا او تمرکز ته نه پرېږدي خو په کلیو کې چې هره شېبه ډول ډول شیان نه وینو او اوازونه کم دي، ذهن په اسانۍ سره راټولېدلای شي.